د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د یونسکو نړیوال سازمان د افغان کلتوري ټولنوګډې جرګې او د افغانستان د فرهنګ او ژبو د ملاتړ او پراختیا ملي بنسټ اعلامیه
د۱۳۹۴ کال د حوت دويمه (د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۲۱)
بسم الله الرحمن الرحیم
ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ لمانځې. څېړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کيفيته زده کړې اساس دی او له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې اېستل له ښوونځي څخه د ماشوم اېستلو په شان دي.
ژبې پر هويت، پوهاوي، ټولنيز يووالي او انکشاف باندې د ژورو اغيزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتيژيک ارزښت لرونکي دي. ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکيفيته پوهنې لپاره حياتي رول لري. ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، يووالي او ټولنيزې برابرۍ بلنه ورکوي. د مورنۍ ژبې د لمانځلو اهميت دا هم دی چې چې ژبني او کلتوري رنګارنګي او څو ژبې زده کړې او پوهنه ترويج کړي، چې بايد د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکيفيته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول او د تبعيض په مخنيوي کې زموږ ملګرې ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاريخي ميراث دی چې له خطره بايد وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زيرمه ده چې په ګډه يې بايد وساتو.
موږ له ټولو دولتي او نادولتي ملي او نړيوالو ادارو څخه غواړو چې پدې لار کې ګټور کارونه پيل او دوام ورکړي، افغان ماشومانو ته ګټور او اړين کتابونه په مورنيو ژبو کې خپاره کړي. همدا راز بريښنايي رسنيو کې د دغه شان کتابونو ځای ډک کړي.
په افغانستان کې د مورنۍ ژبې پر بنسټ د څو ژبي ښوونيز سيستم له لارې ټولو افغان زده کوونکو ته د بهترين کيفيت زده کړو د برابرولو په هيله.
ومن الله التوفق
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه