ما خپلې ژبې ته څۀ کړي؟ څه کوم؟ او څۀ ډول یې کوم؟
زۀ لۀ نورو وګړو د خپلې ژبې پۀ اړوند بېل دريځونه لرم:
ژبې ته مې عملآ کار کوم.
د تعصب او شعار لۀ کرښو یې لرې ساتم.
غواړم ژبه مې د انشتین د تدریس پۀ شان خلک پۀ اشتیاق سره ولولي.
ددې ژبې ویوونکو او لیکوالو ته تل دا سپارښتنه کوم، چې ژبې ته کار وکړئ، ژبپوهنه پراخه کړئ، ژبې ته نوي قواعد او کلمې رامنځته کړئ، ژبې ته اساسات جوړ کړئ. د شعر او متذلو لیکنو لمن را ټوله کړئ.
زۀ لۀ نورو ژبو سره خپلې ژبې ته د تفاهم او تعامل لاره پرانیزم او هڅه کوم معیار ته یې برابره کړم.
زۀ د خپلې ژبې قواعد لولم، ځان پرې پوهوم، پخواني سمو او ناسمو لیکنو ته انتقادي کتنه کوم، تر څو یوه نوې موضوع را برسېره کړم.
زۀ خپله ژبه، خپل لارښود ګڼم. درناوی یې کوم، ټولو ته یې ور پېژنم، د سینګار او ښایست لۀ پاره یې ذوقي هڅې کوم. پۀ خدمت کې یې منصب، پیسې او شهرت نۀ غواړم.
نورو ژبو ته درناوی کوم، زده کوم یې او دهغوی لۀ پرمختګ څخه ځان خبروم، ترڅو زما لارښود تر نورو وروسته پاتې نشي.
تل د متخصصو او متجسسو وګړو پۀ لټه کې یم او د نړۍ لۀ ګوټ ګوټ څخه یې موم، خپل ډیالوګ او فکر ورسره شریکوم.
زۀ نۀ وایم چې زۀ ژبپوه او ژبه ما جوړه کړې، زۀ نه وایم: ترما زیات چا کار نۀ دی کړی. زۀ نۀ وایم یوازې زۀ کار کوم. زۀ نۀ وایم پخوا چا کار نۀ دی کړی. زۀ وایم: زۀ پخوانیو ستونزو او تشو ته دحل لاره لټوم او پۀ دې برخه کې نوې دروازې پرانیزم.
زۀ د هرې ورځې، اونۍ، میاشت او کال محاسبه کوم. غواړم پوه شم، چې یوه ورځ، یوه اونۍ، یوه میاشت او یو کال کې ما څومره کار کړی. آیا کومه لاسته راوړنه لرم که نه؟
یو کال پوره شو، ما څۀ کړي؟ ما!
د پرتلیزې ژبپوهنې یو نوی ور پرانیستی، دا پرتلنه زما دمورنۍ ژبې او د کمال اتاترک د مورنۍ ژبې پرتلنه ده. یو کتاب ترې جوړ دی. نږدې راتلونکو کې یې چاپوم.
تاریخ او پخواني واقعیتونه را ژباړم، زما پښتانه تاریخ نۀ لولي او نۀ یې لیکي. زۀ واقعي حوادث لۀ نورو ژبو ژباړم او پښتنو ته یې وړاندې کوم. د ستر هېواد پال امان الله خان د افکارو، ژوند او طرحو يوه لویه ټولکه مې را ژباړلې، چې راتلونکو نږدو وختونو کې یې چاپوم.
نوي شعري توکي او جوړښتونو باندې مې لیکنې کړي. دا نوي توکي زما په ژبه کې نوي دي، زۀ ځان ددغو توکو لومړنی لیکوونکی بولم. دا اثر هم نږدې راتلونکو کې چاپوم.
د خپلې ژبې لیکنۍ ستونزو او د ګرامر لیکنې ستونزې مې پۀ ګوته کړي او دیوې ښې حل لارې پۀ لټه کې یم.
تر۲۰ زیاتې خورې ورې لیکنې او ژباړې مې کړي.
دا مې د یو کال خواري ده.
درنښت! ستاسو کشر سیلانی