د فبروري يوويشتمه نېټه ده، چې د کب د مياشتې له دوه يمې نېټې سره برابره وه، د مورنيو ژبو نړيواله ورځ وه.

په نړۍ کې د ژبو د پرمختګ په برخه کې خورا زيات کار وشو، که څه هم  انګليسي ژبې لرغونتوب د نورو ژبو په پرتله  ډېر وروسته دی، خو دا چې ويونکو ورته کار وکړ، ډېر ژر د تکنالوژۍ ژبه شوه، همدرانګه هغوی ژبه يواځې د افهام او تفهيم په ډول استمال نه کړه، بلکې خپلې مورنۍ ژبې ته يې کار وکړ او له همدې امله يې ډېر ژر پرمختګ وکړ.

 اوس پوښتنه دا رامنځ ته کېږي، چې ولې زموږ مورنۍ ژبه چې لرغونتيا تر پنځو زرو کلونو رسېږي، خو لا اوس هم يواځې د افهام او تفهيم په موخه استمالېږي.

هرې ژبې چې پرمختګ کړی لومړی ماشومانو ته  د هغې ژبې د الفبا توري ورزده کوي، خو زموږ ماشومان چې کله پنځه کلنۍ يا شپږ کلنۍ ته رسېږي، نو د بغدادي پارې توري ورزده کوي، که څه هم د قران د زدکړې لپاره د سيپارې لوستل مهم  او اړين دي، خو لومړی باید ورته د خپلې ژبې توري زده کړي.

ددې لپاره چې خپله ژبه د نورو ژبو سیاله وګرځوو، نو د کليو خلکو ته په کار ده، چې خپلو ماشومانو ته  د ژبې د زدکړې لپاره ځانګړي ښوونکي وګماري، تر څو په راتلونکي کې  د خپلې ژبې د زدکړې لپاره ماشومان وروزل شي.

زموږ  دژبې يو بل وروسته والی  داهم دي، چې د کور مېندې او خوېندي ټولې د سواد له خواږه نعمت څخه بې برخې دي، دا چې د ماشوم روزنې لومړۍ ښوونکې مور ده، نو باید تر هرڅه مخکې ميندې د سواد له خواږه نعمت څخه برخمنې شي، تر څو ماشوم د خپلې مورنۍ ژبې په روحيه وروزي.

دا چې زموږ ماشومان د خپلې ژبې په روحيه سمبال لوی شي، نو زیات کار ته اړتيا ده، موږ ماشوم  لومړنۍ زدکړې له مسجد څخه پيلوي، چې له بغدادي پاري څخه نيولې، پيا تر پنج ګنج، قدوري او نورو کتابونو زدکړه ورکول کېږي، چې په خپله مورنۍ ژبه يې نه دي،  د ليکلو پيل يې هم له يک، دو، سه چهار څخه پيلېږي.

کله چې ماشوم لومړی د نورو ژبو تر اغېز لاندې لويېږي، نو  وروسته بيا د خپلې ژبې په زدکړه کې بې تفاوته وي، بل موږ خپلې ژبې ته مورنۍ ژبه له همدې امله نه شو، ويلای چې موږ مېرمنې چې د ماشومانو مېندې يوو په خپله ژبه د لوست  توان نه لرو،نو بیا ولې د مورنۍ ژبې نوم ورکوو، تر هغه چې زموږ خوېندې د سواد له نعمت څخه برخمني نه شي، تر هغې به د پښتو ناوې د سر پړونی زو شوی وي، ددې لپاره چې ژبه مو له مرګ څخه وژغورله شي، نو پر خپلو مېندو او مېرمنو تعليم او زدکړه وکړئ.

کله چې  يوه مور  پرخپله ژبه لوست ونه شي، کولای، نو د هغې اولادونه هم پر خپلې ژبې برلاسي کېدای نه شي، ژبه مو يواځې د توري او جنګ پرمهال د وياړنو او ساندو ژبه مه کوئ، بلکې د دفترونو ژبه يې کړئ، د مېرمنو د زدکړې ژبه يې وګرځوئ، تر څو  ستاسو مېرمنې او خوېندې په خپله ژبه لوست وکولای شي.

اوس چې پښتو ژبه د ګوګل د ترانسليټ ژبه شوه، ښه کار وشو، خو لا اوس هم تر اتيا سلنې  زياتې مېرمنې د خپلې ژبې له زدکړې محرومې دي، څنګه چې مو پښتو تر ګوګله ورسېدله، همداسې يې تر کورونو ورسوئ،  پښتو د ننګ ژبه وګرځوئ، خو نجونې له ښوونځي مه راګرځوئ، دا غيرت نه دی، چې ستا مېرمنه ښوونځي ته نه درومي، بلکې داسې غيرت خوند کوي، چې ستا مېرمنې خپلې ژبې سربېره  نورې ژبې هم زده کړې وي.

يوه ټولنه هغه مهال د تکامل پړاو وهلی شي، چې د ټولنې پوره قشر د پوهې په ګېڼه سمبال وي، خو دا چې د ټولنې نيمايي قشر فلج وي، نو هيڅ وخت به هغه ټولنه د پرمختګ په لاره سفر ونه شي کولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *