نننی هلمند او پرونی سیستان،د هېواد یوه لرغونې سیمه ده،چې د پوهانو په وینا،د تاریخ په اوږدو کښې د درنګ یانا په نامه هم یاد شوی دﺉ درنګ یانا،د سیستان پخوانی نوم و او خلک یې زیاتره ساک(سهاک) وو.له دې امله،دا په اصل کې ساکستان و،چې پښتنو پخوانی ټاټوبی بلل کېږی او د پښتنو یوه لویه برخه،دلته مېشته وو.
علامه اکاډمېسین پوهاند عبدالشکور رشاد (د کندهار یاداښتونه) اثر کې، د ساکانو په داسې لیکلی دي:)(ساکان په سیستان کښې اوسېدل. د دوی یوې قبیلې چې له سیستان نه مخ په شرق هڅه کوله او اراکوزیا یې خپله کړه ، د مشر نوم یې ونونیس و.څه موده وروسته تر اټکه پورې ووتل او پنجاب یې ونیو.ددغې قبیلې د سردار نوم مایوس وه. داسې معلومېږی چې دغه ۹۵ مخکې له میلاد نه (مخکې له زېږدیز) کې په اراکوزیا کې پاچا شوی دﺉ . لس تر پنځلس پورې یې د اراکوزیا پاچاهې ړنګه کړې او ټکسېلا یې د اراکوزیا په پاچاهې پورې نښلولې ده. د اراکوزیا د کتاب په بنسټ :
ساکو(سهاکو) قوم د پکتیا د قوم یوه لویه پښه ده او اوس هم په کندهار کې ساکزی بولی ، هم له باختر څخه اراکوزیا او سیستان ته راغلی او تر اوسه پورې هلته مېشته دی. دا قوم ډېر زړور او په جنګونو کې ښه نوم لرې. دعربو فاتحانو په خپلو تاریخونو کې د سیستان اوسېدونکو نوم یواځې سجزی لیکلې دی،چې د سکزی معرب بلل کېږی. تر اسلام دمخه د سیستان ځمکه د ساکستان په نامه یادېږېله ورسته له اسلام څخه عربی مورخینو یې نوم سجستان ثبت کړی ده. د هلمند تر ټولو پخوانی مرکز د زرنج ښار وه، د نوموړی ښار پاتې شونې ،اوس هم په چخانسورکې د هلمند د سیند په غاړه شته،چې د زاړه بابل ښار په څېر دﺉ، بست د زرنج په ختیځ کې، د لرغونې سیستان یو لوی ښار وه،چې ډېر لرغونتیا لری ددې اسنادو په بنسټ ویلای شو چې سهاک یو لرغنی پښتون قوم په هېواد مین او هېواد پاله ولس دﺉ،چې د نړۍ پوهانو هم دا خبره منلې ده.همدارنګه په پښتو ادب کې تر امیر کروړ دمخه د چا لیکی اثار نشته چې د هم د سهاکو له ادب او هېواد سره بې سارې مینه ښکاره کوی،چې خپله مینه له هېواد سره ، خپله زروړتیا د هېواد په ساتنه امیر کروړ په شعر کې بیانوی.
امير کروړ دامير فولاد سوري زوی وو،امیر فولاد دملک شنسب دزامنو په اولاده کې وو چې چې په غور کې ېې بادشاهي کوله . امير کروړ په کال ۱۳۹هـ ۷۵۶ م کې دغور په مندېش کې حاکم شو ښاغلی کروړ ېو تورېالی، توانمند او غښتلی سړی وو.
په ېوازې ځان ېې دسلو کسانو مقابله کولی شوه نو ځکه په امير کروړ جهان پهلوان مشهور وو اودی هم ځکه ځان ته اتل واېي. امیر کروړ ېو نېک ،سخي او عادل سړی وو. هغه ېو ښه شاعر هم وو ، اکثربه ېې رزمیه شاعري کوله ځکه چې زیات ژوند ېې د جنګړې په میدان کې تېر شوی دی. امیر کروړ تر اوسه دپښتو ړومبنی شاعر ګڼلای شو. داسې اټکل کېږي چې ښاغلی امیر کروړ په کال ۱۵۴هـ ۷۷۰ ع کې له دې دنیاڅخه د ابدي ژوند په لور سترګې پټې کړي دي.
د امیر کرور مشهور شعر دا دی:
زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته
په هند و سند و پر تخار او پر کابل نشته
بل په زابل نشته
له ما اتل نشته
غشی د من مې ځي برېښنا پر ميرڅمنو باندې
په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېدونو باندې
پر ماتېدلو باندې
له ما اتل نشته
زما د بريو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ و په وياړ
د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لټاړ
کړم ايوادونه اوجاړ
له ما اتل نشته
زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جروم
غرج و باميان و تخار بولي نوم زما په اودوم
زه پېژندو يم په روم
له ما اتل نشته
پر مرو زما غشی لونی ډاری دښن راڅخه
د هر يوالرو د پرڅنډو ځم تښتي پلن راڅخه
رپي زړن راڅخه
له ما اتل نشته
د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه
په بادارۍ مې لوړ اوی د کول د سور وکړه
ستر مې تربور وکړه
له ما اتل نشته
خپلو وګړو لره لور پېرزوينه کوم
دوی په ډاډينه ښه باسم ښه يې روزنه کوم
تل يې ودنه کوم
له ما اتل نشته
پر لويو غرو مې وينا درومي نه په څنډو په ټال
نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دريځ ستايوال
په ورځو، شپو، مياشتو و کال
له ما اتل نشته.
سرچینې:
پټه خزانه:1
۲:عرفان د پوهنې وزارت میاشتنی ګڼه ۱۳۹۳ غبرګلې میاشت /۸۵ ۸۰ مخ څېړنوال محمد نبی صلاحی.
امېد کمالزی(سهاک)
میدان ښار،افغانستان