توریالی همت

د نوموتي جراح ډاکتر ایشان د یاد او درنښت لپاره یو لوی علمي کنفرانس وربلل شوی و چې د هغه د هڅو او فعالیتونو ستاینه پکې وشي، دا چې د ده ګډون هم په کې حتمي وو، نو د هوایي ډګر پر لور وخوځید، ځکه کنفرانس په یو بل ښار کې و.

کله چې الوتکه پورته شوه نو تر څه ځنډ وروسته ناببره اعلان وشو، چې الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله باید یو بل ځای کې بیړنۍ ناسته وکړي.

ډاکتر د هوايي ډګر د معلوماتو خونې ته ننوت او هغوی ته یې وویل: زه یو نړیوال ډاکتر یم، زما هره دقیقه وخت د ډیرو انسانانو ژوند سره تړلی او تاسو غواړئ چې زه شپاړس ساعته انتظار وکړم؟

د هوايي ډګر یوه کارکوونکي يې ځواب کې وويل: ډاکتر صیب، که تاسو ډیره بیړه لرئ، کولای شئ د ځمکې له لارې یو موټر کرایه او ټاکلي ځای ته ځان ورسوئ، ځکه لا هم درې ساعته ستاسو لپاره شته.

ډاکتر ایشان همداسې وکړل، موټر یې کرایه او د خپل هدف پر لور وخوځید، خو د لارې په اوږدو کې هوا خرابه او له سخت باران سره توند باد د دې سبب شو، چې نور موټرهم مزل نشو کولای.

تر ساعت نیم مزل وروسته یې فکر وکړ چې لاره یې غلته کړې، ستړی ستومانه او ناهیلي روان و، چې ناڅاپه یې سترګې پر یوه کوچني کور ولګیدې، کور ته څیرمه یې موټر ودراوه، دروازه یې وټکوله، د یوې زړې ښځې غږ یې واورید: « مهرباني وکړئ هر څوک چې یاست دروازه خلاصه ده »

ډاکترکور ته ننوت له زړې ښځې څخه چې پر ځمکه ناسته وه، د ټیلفون د کارولو اجازه واخیسته او وې ویل: ایا ټیلفون کارولی شم؟

سپین سرې میرمن په خندا وویل: کوم ټیلفون زویه؟ دلته نه بریښنا شته، نه ټیلفون؛ مګر مهرباني وکړه، لږه دمه وکړه، چای وڅښه او یوڅه خواړه هم پاتې دي، هغه هم کولای شې نوش جان کړې. ډاکتر له مېرمنې مننه وکړه او خوراک یې پیل کړ.

سپین سرې ښځه چې پر لمونځ او دعا بوخته وه، ترڅنک یې یو بې حرکته ماشوم پروت و، چې تر هر سلام ګرځولو وروسته به يې پر هغه سترګې ښخې کړې؛ د ښځې لمونځ او دعا ښایسته وخت ونیو چې ډاکتر پرې ور غږ کړ: په خدای زه ستا د دې نیکۍ او احسان پوروړی شوم، خدای دې ستا ټولې دعاوې په خپل دربار کې قبولې کړي.

زړې میرمنېځواب کې وویل: مګر ته لاروی یې، چې خدای ج ستا برخه روزي زموږ په کور کې برابره کړې.

زړې ښځې په داسې حال کې چې په څیره کې یې لږه خوښي ښکاره شوه، وویل: زما دعا قبوله شوه ، خو پرته له یوې دعا.

ډاکتر ایشان پوښتنه وکړه: هغه کومه دعا ده چې لا نه ده قبوله شوې؟ سپین سرې وویل: دا ماشوم چې ستا تر سترګو لاندې دی، زما لمسی دی چې نه مور لري او نه پلار، په یوې داسې لا علاجه ناروغۍ اخته شوی، چې ډېر ډاکتران یې په درملنه ستړي شوي دي.

هغې زياته کړه: اوریدلي مې دي چې یو نوموتی جراحي ډاکتر چې ایشان نومیږي کولای شي، چې د دې ماشوم درملنه وکړي؛ خو هغه تر موږ ډیر لرې اوسیږي او زه نشم کولای په دې حالت خپل ناروغ ماشوم ترهغه یوسم.

سپین سرې میرمن چې لاهم پرجای نماز ناسته وه، سترګې یې له اوښکو ډکې او په ژړغوني انداز یې پسې وغزوله: خدای ته تل دا سوال کوم چې ستونزه مې اسانه کړي.

ډاکترایشان چې پر اننګو یې اوښکې روانې وې وویل: په ولا چې ستا دعا الوتکه له کاره وغورځوله، په اسمان کې د بریښنا سبب، توند او تیز باران یې راوړ، آن تر دې چې زه« ډاکټر ایشان » یې ستا تر کوره راورسولم او ماهیڅکله هم داسې فکر نه و کړی چې الله تعالی د خپل یو بنده په دعا سره دهغه د ستونزې حل لپاره دومره زمینه برابروي.

پایله: هرکله چې د ژوند د چارو په هرې سختۍ کې را ایسار او له ټولو ناهیلي شوئ، نو یواځنۍ لار الله تعالي ته پنا وروړل دي، چې ستاسې ستونزې حل کوي.

2 thoughts on “د مور دعا/ ژباړن توریالی همت”
  1. ډیر په زړه پوری کیسه وه واقعآ هیڅکله انسان باید دالله ج ددریارڅخه نا امید نه شی،وایی یو وخت یو نفر سلمانی ته ولاړی اود سلمان سره یی بحث شو سلمان ورته وویل چی الله ج وجود نه لری مشتری ډیر په قهر شو او ډیر بحث یی ورسره وکړی خو سلمان قناعت نه کوی،کله چی مشتری بازار ته راووتی ګوری یو ملنګ ډیر غټ او خیرن ویښتان یی درلودل،مشتری بیرته سلمانی ته راغلی او سلمان ته یی وویل چی پدی ټول ښار کښی سلمان نشته هغه ورته وویل ولی زه؟مشتری ورته وویل که سلمان وای خو دهغه ملنګ ویښتان به داسی نه وای،سلمان ورته وویل چی هغه موږته رجوع نده کړی،وروسته مشتری ورته وویل چی الله ج هم شته خو موږ هغه ته رجوع نده کړی. په هرځای کښی الله ج زموږ سره دی اود موردعا ځکه قبلیږی چی خدای ج دومره مقام ورکړی چی ددی ترپښولاندی جنت دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *