ژباړه: حسیب الرحمن نورمل

 لومړى درس چې مور او پلار یې باید خپلو اولادونو ته ور وښيي، هغه رښتینولي ده.

)شوپنهاور)

انسان ته د خدای«ج» لومړۍ ډالۍ ژوند، دویمه د مور مینه، درېیمه پوهه او څلورمه پېژندنه ده.

(مارک پیرسي)

مور او پلار په نړۍ کې تر ټولو ارزښت لرونکي دي.

(پرمودا باترا)

د مور او پلار لوی هیلې د اولادونو زده کړې وي.

(پرمودا باترا)

مور او پلار نه شي کولای چې له خپلو اولادونو څه جوړ کړي، دا خپله اولادونه دي چې له ځانه یو څه جوړوي.

(ابراهام مازلو)

مور د حق رڼا او د خدای «ج» رضا ده، خدای باید ناراضه نه کړو.

(اناتول فرانس)

هغه کسان چې د مور او پلار عزت نه کوي، خدای «ج» د هغوی عبادت نه قبلوي.

( … )

مور هغه بانک ته ورته ده، چېرته چې موږ خپل غمونه او دردونه خوندي کوو.

(دیود تالماج)

د ژړلو لپاره تر ټوله غوره ځای د مور غېږ ده.

(جدی)

هېڅکله له داسې یو شخص سره واده ونکړئ چې له خپلې مور څخه کرکه ولری، ځکه چې یوه ورځ به یې له تا هم کرکه پیدا شي.

(جیل بینت)

د مور لاسونه له مهربانۍ او شفقت څخه جوړ شوي دي او کوچنیان ډېر په خوښۍ ورباندې خوب کوي.

(ویکتور هوګو)

په دې بېخونده او ککړه نړۍ کې هر څه بې اعتباره ښکاري، اما هغه څه چې په سپیڅلتیا کې یي هېڅ شک نشته هغه د مور مینه ده.

(جیمز جایس)

مور هر څه ده. د غم په وخت کې ډاډګیرنه، د ستونزو په وخت کې هیله او د کمزورتیا په وخت کې پیاوړتیا. مور د مینې، مهربانۍ، خواخوږۍ او بښنې سرچینه ده. هر هغه څوک چې د مور له نعمت نه بې برخې شي په حقیقت کې هغه سپېڅلی روح له لاسه ورکوي، چې تل دوی  ته دعا کوي او د دوی ساتونکي وي.

 (جبران خلیل جبران)

هر هغه څه چې زه نن یم او یا به په راتلونکي کې جوړ شم، پر ما د مور احسان دی.

(ابراهم لینکن)

ما په نړۍ کې تر خپلې مور ښکلې ښځه نه ده لیدلې. زه چې نن هر څه یم دا پرما د خپلې ګرانې مور احسان دی. زه په خپل ژوند کې خپله کامیابي د هغه اخلاقي، ‌ذهني او فزیکي تعلیم ثمره ګڼم چې، ما له خپلې مور څخه تر لاسه کړی دی.

(جورج واشنګټن)

هغه څوک چې له مېرمنې هم لوړ شخصیت لري، هغه مور ده.

( … )

انسان خپل برم او عظمت د مور په وسيله تر لاسه کړی دی.

(مثيليه)

د ماشومانو برخلیک په مور او پلار پورې تړلی دی.

(ويکتور هوګو)

تر ټولو پاکې او مبارکې شیدې، د مور شیدې دي.

( … )

ښه مور د طبیعت شهکار دی.

(گرتري)

ښځه ټول خیر دی، ځکه هغه یوه مور ده.

( … )

له مینې نفرت کوم، ځکه یو ځل مین شوم مور مې هېره کړې وه.

(مارک تواین)

یوه مور له سلو استادانو غوره ده.

(جورج هربرت)

یوازېني خلک چې د خپلو خدمتونو په بدل کې د مننې او کور وداني تمه نه لري، هغه مور او پلار دي.

(ماکسیم ګورکي)

د مور مینه، ښکلا، جرئت، وفا، آرام …هېڅ یوه ژبه نه شي بیانولي.

( … )

د خپل مور او پلار قدر وکړئ، څو اولادونه مو ستاسو قدر وکړي.

( … )

مه پریږي چې د مور زړه مو وسوځي هسې نه نړۍ اور واخلي.

(الکساندر دوما)

که ټوله نړۍ د مور په پښو کې کېږدې بیا هم هېڅ دي.

(لایب نیتز)

پلار مې ژوند راکړ مور مې ژوند راوښود.

(نیوټن)

د مور استقامت غر او محبت یې سمندر دی.

(ساخاروف)

د مور مقام دومره لوړ دی چې له وطن سره یې تشبیه کړې.

(ناپلیون اول)

مور ده چې ځان ته ګرم لمر ورکوي خو اولاد ته یخ سوری او خوږې میوې ورکوي.

( … )

مور ژوند، محبت او مینه ده.

(ماري اوریه ولتر)

اې! کله چې د مور زړه مات شي ښايي ټولې چارې له ماتې سره مخ شي.

( پل آمیز)

هر مور حتما ښه ښځه ده خو هره ښځه ښه مور نه ده.

(لاووازیه)

که مور د اولادنو له جفا نه آه له خولې وباسي عرش په لړزه راځي.

(امام محمد غزالي)

مور ده چې یوازې د اولادونو په اړه فکر کوي.

(سوفیا لورن)

یوه مور شل کاله هڅه کوي چې له زوی نه یې سړي جوړ کړي خو ښځه بیا له هماغه سړي نه په شلو دقیقو احمق جوړوي.

(رابرت فراست)

زما مور زما په خاطر په خپل ژوند کې ډېر تکلیفونه او کړاونه ګاللي دي خو زه فکر کوم هغې له همدې تکلیفونو او کړاونو نه خوند اخیست.

(مارک تواین)

که مور نه وي د انسان بدن نه جوړیږي او که کتاب نه وي د انسان روح وده نه کوي.

(پلوتارخ)

مورې ته د اسمان هغه مقدس او پاک ستوری  یې چې ټول عمر به مې پرسر همداسې ثابت او روښانه اوسې.

(کارل ایمرمان)

هر ماشوم راتلونکې د هغه د مور په لاس کې ده.

(ناپلیون بوناپارت)

د یوې ښځې لپاره د مور کېدل مرحله د کمال مرحله ده.

(الکساندر دوما)

مور د انسان جسم زیږوي روح نه.

(اشو)

د مور او پلار ټاکل د انسان په لاس کې نه دي خو د خاوند مور او پلار یا د مېرمنې مور  پلار ټاکل د انسان په لاس کې دي.

(پرل پاک)

افسوس د هغو اولادونو په حال چې مور یې له چلنده ځوریږي.

(حجازي)

دوه شیان دي چې اولادونه له موره بېلوي( پیسې او واده).

( … )

زما لومړۍ موخه دا ده چې په ژوند کې یوه غوره مور و اوسم.

(في داناوي)

مور او پلار دي چې هېڅ بدیل نه لري.

( … )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *