نن مې نو د مورجانې د مرګ یو کال پوره شو.

د پوهنتون وروستی کال او د لومړي سمسټر درسونه مو روان ول. مور مې سخته مریضه شوه، ورور او مشرې خور مې پاکستان ته د درملنې لپاره بوتله. د درس اول دوه ساعتهمې تېر شول. تفریح شوه، زه او ټولګیوال مې (میرافضل اسلم) له صنف څخه ووتو. د پوهنتون په ماحول کې ګرځېدو، زړه مې ناآرامه وو، جیب ته مې لاس کړ او ورور ته مې ټلیفون وکړ:

– سلام!

– وعلیکم سلام.

– مور څنګه ده؟

– آشنایهبس دعاوې ور ته کوه.

– ولې حالت یې ډېر خراب دی؟

– هو

– ښه خدای دې صحت ور کړي.

– خدای په امان.

افضل را پوه شو چې د مور په ناروغۍ مې ډېر فکر خراب دی. کوښښ یې کاوه چې ذهن مې  بلې خوا ته واړوي.

– راځه چې صنف ته ځو، وخت پوره دی.

زه هم لکه ژوندی جسد ورسره روان شوم.

په درس نه پوهېدم، نه پوهېږم وروستي ساعتونه مو د کوم مضمون درس درلود او استاد یې څوک وو.

 رخصتي شوه، زه، افضل او نجیب ځیرک د موټرنو د پارکینګ خوا ته روان وو چې د ورور زنګ مې راغی، په زړه مې یو الله (ج) خبر وو.

– سلام رحمت!

– وعلیکم.

– مور څنګه ده؟

– بس مور دې خدای بخښي.

د وروستۍ جملې په اورېدو سره مې پر سترګو توره شپه شوه، بې اختیاره مې له سترګو اوښکې روانې شوې. افضل کوښښ کاوه چې ډاډ راکړي، ویل:

– درځه، زه کور ته درسره ځم.

– نه، نجیب راسره دی.

تر کوره مې سترګې د سرو اوښکو ډکې وې. نجیب هم حیران چې څنګه ډاډ را کړي.

کور کې مې محمدیار صاحب، سروش او عابد ته د مور د مرګ خبره وکړه، ټول خواشیني شول.

محمدیار را ته ویل:

– له کومې لارې کندهار ته ځې؟

– د ځمکې له لارې.

– په دې وخت کې له هیواد ټلویزیون څخه د جاوید حیدري، چې د هیواد تلویزیونادارې مسؤل دی ، زنګ راغلی. (البته کله چې له پوهنتون څخه کور ته روان وم، د هیواد ټلویزیون موټروان ټلفیون را ته کړی وو، نه پوهېږم چې د څه په خاطر وو.) کله چې پوه شو چې مور مې وفات شوې ده نو د تسلیت دعا یې راته وکړه.

جاوید حیدري راته وویل:

– که کندهار ته له هوایي لارې ځې، مصرف به دي دفتر پر غاړه واخلي؟

– سمه ده، کور ودان.

 زه، غني حسن او موټروان د کابل هوایي ډکر ته ولاړو. پر لارې درې سره خدای- خدای لرو، چې ټکیټ پاته وي.هوایي ډکر ته په رسېدو سره مې غني حسن او موټروان ته رخصت ورکړه او زه په دې تمه هوایي ډګر ته ننوتم، چې ټکیټ پیدا او د مورکۍ جنازې ته ځان ورسوم.

هغو هوایي شرکتو چې له کابل څخه کندهار تهپروازونه درلودل، ټولو خپل پروازونه کړي ول، یوازې پر درې بجې د اریانا هوایي شرکت له کابله کندهار ته الوتنه درلوده. د اریانا هوایي شرکت دفتر ته ورغلم، د دفتر مشر ته مې کیسه وکړه، چې مور مې مړه شوې ده، زه غواړم کندهار ته ولاړ شم، په هدېره کې یې ګډون وکړم، که مرسته راسره وکړې، که کوم مسافر مو نه وي راغلی د هغه ځای ما ته را کړئ.

د شرکت د رئیس یې کور ودان، دستې یې تماس ونیوی.

– ایمرجنسي!

– بلي اورم.

– په الوتکه ځای شته.

– هو.

د دفتر مشر پر کاغذ باندې بوډینګ ته سپارښتنه ولیکله او خپله د ټلیفون شمېره یې راکړه،ویې ویل:

– که کوم مشکل وو، بیا ما ته زنګ ووهه.

– مننه، ډېره مننه.

بس خدای مې نصیب کړی وو،د سهیلي پښتونخوا له کوټي ښار څخه مې د مور جنازه او زه یو ځای کور ته ورسېدو.

مور دې مې خدای وبخښي، ګور ته یې له ځان سره ډېر ارمانونه یووړل. زه مې د مور وروستی اولاد یم (البته په نارینه اولادو کې ځکه دوې خویندې مې تر ما کشراني دي)د مور غټ ارمان مې دا وو او هر وخت به یې راته ویل:

– خدای دې تا په خیر له پوهنتون څخه فارغ کړي چې واده در وکړم، ستا کور و ځای هم ووینم، بیا که مړه هم شم، پروا نه کوي.

– نه مور! خدای دې نه کوي، خدای دې تا راته ژوندۍ لري، ستا سایه دې الله زموږ له سره نه کموي.

– زویه! مرګ نامالوم دی، په ژوند باور نشته او بلاوس نو زما هم پښه د ګور پر غاړه ده.

لکه چې د مور پر اروا مې اورېده، چې مرګ یې نژدې دی او دا یې زړه ته تېره وه چې له پوهنتون څخه زما د فراغت په مراسمو کې به یې ګډون نه په نصیبيږي.

عجیبه دا ده چې د مور په نړیواله ورځ بې موره شوم، ما به مې مور ته په دې ورځ یوه جوړه کالي ورکول او د مور د نړیوالي ورځي مبارکي به مې ور کوله.

د خدای تقسیم ته ګوره! د مور په نړیواله ورځ اولادونه خپلو مېندو ته د دوی د ورځې مبارکیانې ورکوي، بېلا- بېلي تحفې ورکوي، لاسونه یې ور مچوي، په غېږه کې یې نیسي، اما موږ ماښام ناوخته زموږ مور د ځمکېغېږې ته و سپارله، روح یې ښاد او پر ګور یې نور.

۱۳۹۵/۳/۲۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *