د مور ډوډۍ

په دالانه کې غالمغال شو. ورووتم. ګاونډۍ بوډۍ له خپل زوی سره په لوړ غږ غږیده. پر زینو ښکته شوم. دباندې د بلاک له وره سره ودریدم. د بوډۍ زوی هم راغی. ماته یې وویل:

– مور مې ډیره زړه شوې

ورته ومې کتل. ده وویل:

– یوه میاشت مخکې یې ګیلې وې چې زه دې یوازې پرې ایښې یمه خپله ډوډۍ نه شم پخولی. بیا مې د زړو لپاره د ډوډۍ پخولو مرکز ته زنګ وواهه، تړون مې ورسره لاسلیک کړ چې هره غرمه زما مور ته ډوډۍ راوړي

ما سر وخوځاوه. د سړي لکه چې زړه ډک و زما مخې ته ودرید:

– یوه میاشت وروسته تر دې چې دغه تیاره ډوډۍ ورته راغله راته ویې ویل چې دا هیڅ خوند نه لري بیا مې د ډوډۍ د کیفیت د ښه کیدو لپاره موسسې ته پیسې ورزیاتې کړې اوس بیا دغه ده میاشت تیریږي نن یې په دهلیز کې سپینی توری راسره کاوه چې تاسو یې هم په تکلیف کړئ

– نه، ما فکر وکړ چې څوک راغلي دي چې تاسو مې په خپلو کې ولیدئ راښکته شوم

– نن موسسې ماته زنګ وهلی و چې مور دې ویلي دي چې سر له نوې میاشتې نوره ډوډۍ مه راوړئ، زه ځکه راغلم

– دا له تا په څه خوابدې شوه؟

– نن یې خپله ډوډۍ پخه کړې وه، راته ویل یې چې زما ډوډۍ بې خونده راغلې ډير وخت مې پخلی نه دی کړی

د دوهم پوړ کړکۍ خلاصه شوه. د ده مور وه، وزغونځیده خو په خبره یې پوه نه شوم. سړی د بلاک دهلیز ته شو ماته یې هم په سر اشاره وکړه چې شاته شم. ده سګریټ راته ونیو، ما سر ورته وخوځاوه چې نه یې څکوم، ده وویل:

– مور ته مې وویل چې ته زړه شوې یې د خولې خوند دې خراب شوی

سړي د سګریټ دود د کوڅې خواته پوف کړ:

– له همدې خبرې سره مې مور دروازه خلاصه کړه چې ورځه او راته ویل یې چې ته له خپلې ښځې سره مزې کوه مور دې پوه شه کار یې پوه شه.

– د زړو حوصله ورځ په ورځ کمیږي

سړي سګریټ پر مځکه واچاوه او د بوټ تلی یې پرې تیر کړ:

– سبا ته زنګ ورته وهم، اعصاب به یې یو څه ارام وي، که یې زما خبره ومنله ښه تر ښه کنه بیا یوه اونۍ حال نه پرې اخلم بله اونۍ بیا زنګ ورته وهم ښایي فکر یې کار وکړي او د موسسې ډوډۍ ته سر ټیټ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *