تاند- ناټو، د افغانستان د دفاع وزارت او د هلمند چارواکي وايي چې د موسي کلا ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره افغان او نړیوالو ځواکونو ګډ عملیات پیل کړي دي.

راپورونه وايي چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه له افغان امنیتي ځواکونو سره د موسي کلا د بېرته نیولو په عملیاتو کې ملګرتیا کوي.

نړیوالو ځواکونو د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدو سره په افغانستان کې جنګي عملیات پای ته ورسول خو دا به لومړی ځل وي چې د ناټو ځواکونه یو وار بیا د خپلو افغان متحدانو په ننګه د جنګ جبهې ته راوځي.

افغان امنیتي ځواکونو وروسته له دې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي او د دې ډلې له لوري د نیول شویو سیمو د بېرته کنټرول لپاره عملیات پیل کړل چې په شاوخوا یوه اوونۍ کې یې دوې ولسوالۍ له لاسه ورکړې.

طالبانو د چهارشنبې په شپه موسي کلا ولسوالي ونیوله.

په هلمند کې د اتل قول اردو پوځي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په موسي کلا کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دفاع مرستیال وزیر همدااوس په هلمند کې دی او د موسي کلا دبېرته نیولو لپاره په قوت عملیات روان دي.

په همدې حال کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویندوی وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکايي الوتکو پر موسي کلا ولسوالۍ ۹ ځله بمونه غورځولي او یو شمېر بهرني پوځیان له افغان ځواکونو سره په مځکنیو عملیاتو کې مرسته کوي.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک د موسي کلا عملیات تاییدوي خو وايي چې د دې ولسوالۍ زیاتې برخې د حکومت تر کنټرول لاندې دي او وسله والو مخالفانو اصلاً نیولي نه دي.

ده په دې اړه څه ونه ویل چې د ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی دی. خو نورو دولتي چارواکو تاید کړې چې د ولسوالۍ مرکز او بازار د طالبانو په کنټرول کې دي.

د وروستیو جګړو او بمبارۍ په وجه د مرګ ژوبلو په اړه نه طالبانو او نه دولتي چارواکو تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *