۱ ـــ موسکا مو جذابوي:
موږ ټول د هغو کسانو په لور ور کش کېږو، کوم چې موسکي کېږي، موسکا یوه ناڅاپي جذبه او را ښکون را منځته کوي خوښېږي مو چې له هغوی سره پېژند ګلوي پیدا کړو.
۲ ـــ موسکا مو حالت ته بدلون ورکوي:
بل ځل مو چې د بې حوصلګۍ او خپګان احساس وکړ، نو موسکا وکړئ . موسکا بدن ته ځواک وربښي .
۳ ـــ موسکا ساري ده :
موسکا ستاسو له پاره خوښي را منځته کوي . په موسکا کولو سره د چاپېریال فضا هم خوشاله کوئ او خپل شاوخوا خلک د مقناطیس په څېر خپل لور ته را کاږئ.
۴ ـــ موسکا کول ژور خپګان له منځه وړي:
کله چې ژور خپګان لرئ، نو موسکا وکړئ، په دې کار سره مو ژور خپګان را کمېږي او کولای شئ، چې د وضعیت د ښه کېدو له پاره د عمل ډګر ته ور ودانګئ .
۵ ـــ موسکا کول ساتونکی سیستم پیاوړی کوي:
په دې دلیل د بدن ساتونکي کړنې پیاوړې کېږي، چې تاسو د آرامتیا ډېر احساس لرئ . په موسکا کولو سره، په انفلونزا او والګي باندې له اخته کېدو څخه مخنیوی وکړئ .
۶ ـــ موسکا کول د وینې فشار راټیټوي:
کله چې موسکا کوئ، نو د وینې فشار مو د پام وړ را ټیټېږي، موسکا وکړئ او ځان وازمایئ .
۷ ـــ موسکا کول اندورفین، سروتونین او د بدن طبیعي آرام بښونکې مادې آزادوي:
څېړنو ښودلې ده، چې موسکا کول په بدن کې د دې درې مادو په تولید سره د روحیې د ښه والي سبب ګرځي . کولای شو ووایو، چې موسکا کول، آرام بښونکي طبیعي درمل دي .
۸ ـــ موسکا کول مو څېره ځوانه ښکاره کوي :
هغه غړي چې د موسکا له پاره کارول کېږي، ستاسو مخ پړسوي، نو هېڅ اړتیا نه لرئ، چې د خپل مخ پوستکی را کش کړئ، هڅه وکړئ، چې تل موسکي شئ .
۹ ـــ موسکا کول د دې سبب ګرځي، چې بریالي معلوم شئ :
داسې معلومېږي، هغه کسان چې موسکا کوي، په خپل ځان باندې ډېر اعتماد لري او په خپلو کارونو کې ډېر پرمختګ کوي .
۱۰ ـــ موسکا کول له تاسو سره مرسته کوي، چې مثبت فکره واوسئ :
موسکا وکړئ … اوس هڅه وکړئ د هغې له منځه تګ څخه مخکې، د یوې منفي مسئلې په اړه فکر وکړئ . ډېره سخته ده . کله چې موسکا کوو، نو زموږ بدن د بدن نورو برخو ته پیغام لېږي، چې ژوند ښه پرمخ ځي، نو په موسکا کولو سره، له غم، خپګان او خواشینۍ څخه لرې پاتې شئ، نو تل موسکا وکړئ .