د پاکستاني طالبانو تحریک او د نوازشریف حکومت د پای لوبې لپاره لوبډلې علان کړې، دوی سره سوله کوي نور په پاکستان کې جنګ ختموي او غاړې اور زموږ خاورې ته راوړي.

دا همغه طالبان دي چې تر سپین بیرغ لاندې مبارزه کوي، د افغان طالبانو افسانوي مشر ملامحمد عمر مجاهد خپل رهبر ګڼي، د پاکستان نظام کفري بولي او په ځلونو یې په وړاندې د جهاد اعلان کړی.

دا همغه ډله چې په قبایلي سیمو کې له افغان طالبانو سره ګډ مرکزونه لري، جنګیالیو ته په ګډو مرکزونو کې پوځي او عقیدتي زده کړې ورکوي او بیا یوه ډله په پاکستان کې دننه د حکومت په وړاندې جنګېږي او بله ډله هم له پولې را اړوي او دلته د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې جهاد کوي.

دغه جنګیالي زرګونو او آن لسګونه زرو ته رسېږي او ټول داسې خلک دي چې یوازې جنګ یې تر وس پوره دی، د همدې لپاره روزل شوي او د بل هېڅ چارې ندي.

د پاکستان طالبانو تحریک (پي پي ټي) لدې دمخه په ځلونو له حکومت سره لدې امله د سولې خبرې رد کړې چې په هغې هېواد کې نظام غیر اسلامي او غیر شرعي دی، دوی به یې تر هغې په وړاندې مبارزه کوي چې اسلامي شرعت یې هلته کاملاً نه وي واکمن کړی.

پدې مبارزه کې زرګونه کسان د دواړخواو له لوریو چې لویه برخه یې ملکیان جوړوي قرباني شوي او پکې حکومتي ځواکونو او جنګیالیو ته هم پراخه مرګ ژوبله اوښتي.

ددې ترڅنګ چې دوی په پاکستان کې شرعي نظام غواړي، دارنګه په قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بندول او دارنګه د پاکستان له لارې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو د اکمالاتي لارو تړل هم غواړي.

پدې وروستیو کې ددې ډلې د جنګیالیو لخوا د پاکستان په امنیتي ځواکونو درانه ګوزارونه وشول او په ډله ییزو بریدونو او چاودنو کې یې لسګونه پولیسو او پوځیانو ته مرګ ژوبله واړله، د پاکستان حکومت هم د غچ اخیستو په موخه د شمالي وزیرستان په میرعلي او میرانشاه کې د جنګیالیو په پټنځایونو هوایي او ځمکني عملیات وکړل، لسګونه کسان پکې و وژل چې حکومت یې جنګیالي بولي خو ځایې خلک بیا ډېر وژل شوي ملکیان بولي، دارنګه زرګونه خلک هم له دې سیمو څخه بنو او ډیره اسماعیل خان ته کډوال شول.

خو لدې بریدونو سره، سره طالبانو په یوه اونۍ کې دري ځله حکومت د سولې خبرو وړاندیز وکړ، که څه هم چې د نوازشریف حکومت د طالبانو د وروستیو بریدونو له امله د یو شمېر سیاسي کړیو تر سخت فشار لاندې دی چې باید د جنګیالیو ډلو په وړاندې عملیات وغزوي خو بیا هم د نورو طالب پلو ډلو په ټینګار نوازشریف په پارلمان کې اعلان وکړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې پدې شرط کوي چې اوربند وکړي او ددې خبرو لپاره یې څلور کسیزه خپلواکه کمېټه هم وټاکله، پدې کمېټه کې نوم وتی ژورنالست رحیم الله یوسفزی، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند، محمد عامر او عرفان صدیقي شامل دي.

لدې یوه ورځ وروسته د طالبانو معنوي پلار مولانا سمیع الحق د هغوی له لوري اعلان وکړ چې طالبان هم خبرو چمتو دي او خبرو لپاره یې یو ۹ کسیزه پلاوی ټاکلی، چې پدې ډله کې د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان څخه هم غوښتنه شوې چې منځګړيتوب وکړي، عمران خان هغه څوک دی چې یوازې په قبایلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو له بریدونو سره د مخالفت له امله یې د طالبانو زړونه ګټلي کنه، کنه نو په هېڅ کتاب هم نوموړی له طالبانو سره جوړ نه راځي خو نوموړي دغه غوښتنه رد کړیده.

پاتې نور غړي د لال (سره) جومات ملا امام مولانا عبد العزیز، د جامعه حقانیه مهتمم مولانا سمیع الحق، د جمیعت علمای اسلام ګوند ایالتي مشر مفتي کفایت الله، د جماعت اسلامي ګوند ایالتي مشر پروفیسور ابراهیم دي.

دوی همداراز ویلي چې؛ د سیاسي شورا شپږ غړي هر یو شکیل خان حقانی، عمر خالد خراسانی، قاري بشیر، اعظم طارق، شاهدالله شاهد او عصمت‌الله معاویه به د مرکچیانو دغه پلاوي لارښوونه او څارنه کوي.

اوس که د مولانا سمیع الحق او نوازشریف د سولې دا پروژه بریالۍ کېږي زموږ لپاره خو ګټه یو وار نلري، بلکې زیانونه به یې څومره وي؟

اوس خو پاکستاني طالبان نه د شرعي نظام غوښتنه لري، نه د ډرون بریدونو موضوع دومره جدي نیسي او نه یې نورې پخوانۍ غوښتنې مطرح کړې، بلکې یوازې د خپلو بندیانو خلاصون یې لومړنی شرط وړاندې کړېدی.

زیات بندیان به راخوشي شي او د جنګیالیو له لیکو سره به یو ځای شي او دوی به نور د پاکستان سره سوله کړې وي، خو جنګ به چیرې کوي، د جنګ یو ډګر خو ګرم دی، هغه د افغانستان خاوره ده، نور به بیا په قبایلو کې روزل کېدونکي جنګیالي په دوو برخو نه وېشل کېږي، بلکې ټول به را پولې را اوړي او په افغانستان کې به جهاد کوي، ځکه دلته خو دوی سوله نده کړې او د اسلامي شرعت خوبونه به هم دلته ریښتیا کوي.

په افغانستان کې به د مخالفینو لیکې د خطرناکو وزیرستاني طالبانو په ګډون د نورې نړۍ جنګیالي غښتلې کړي او د افغانانو لپاره به واقعاً هم ۲۰۱۴ کال خونړۍ کړي.

نوازشریف به یو ځل بیا د هغه ویاړ ګټلو خوبونه ویني چې د افغانستان نېږدې څلور سره زره امنیتي ځواکونه ړنګ کړي او له افغانستان څخه پاکستان بیا په پښو ودروي او له اوسنیو ستونزو یې وباسي.

که دا هرڅه د دوی له پلان سره سم مخکې لاړ شي او افغانان يې په وړاندې همداسې بې تفاوته پاتې شي لرې نده چې افغانستان به یو ځل بیا د تېر په شان په بدبختیو کې ښکیل او نوازشریف به د ملایانو په مټ اتل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *