تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: ته د مولانا فضل الرحمن په پلوۍ د معترضانو داسې انځورونه لاسته ورغلي چې ښيي، افغان طالبان هم په کې د اسلامي امارت له سپین بیرغ سره لیدل کېږي.
په پېښور او کویټه کې میشت یو شمېر افغانان تاند ته تاییدوي چې د ډیورنډ له کرښې اخوا د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو بلوچستان او پیښور کې ټولو افغاني مدرسو ته امر شوی دی چې خپل طالبان د مولانا فضل الرحمن په لاریون کې د سوله یيزې مبارزې لپاره اسلام اباد ته واستوي.
افغان طالبان چې ځان د مولانا فضل الرحمن، قاضي حسین احمد، حسن جان مدني، مولوي سمیع الحق او سراج الحق مرهون منت بولي، دا مهال د افغانستان د جګړې لپاره د دغو پاکستاني ملایانو له مدرسو څخه دوی سره د بشري قوې او چاندې په برخه کې زیاته مرسته کېږي.
په پاکستان کې مېشت افغانان وايي، د افغانانو په مدرسو کې ډېر کم کسان پرېښودل شوي دي او نور ټول افغان طالبان په زور یا هم په تشویق دغه لاریون ته تر اسلام اباده استول شوي دي.
د افغانستان استخباراتي سرچینې هم تاند ته تاییدوي چې دوی د مولانا فضل الرحمن د اعتراض بهیر څاري چې تقریبا لوی شمېر ګډونوال یې د پوځ او مولانا په غوښتنه د افغانانو د کمپونو له مدرسو څخه ورټول شوي دي.
سرچینې دا هم وايي چې پاکستاني پوځ د یوې ډرامې له مخې په پاکستان کې د افغاني مدرسو مهتممین مجبور کړي تر څو دوی ته لوی شمېر بشري قوه ورکړي.
په پاکستان کې مېشت افغان مولوي اکرام الله حنفي وايي، پاکستان دا کار ځکه کړی دی چې افغانستان ته وښيي که تاسې په ولسي کچه د منظور پښتون د تحریک ملاتړ کوئ، پاکستان هم طالبانو ته تر دې حده پروتوکول ورکولی شي.
افغان حکومت د پاکستانیان په لاریونونو کې د طالبانو د بیرغونو په تړاو رسما څه نه وايي، خو په پاکستان کې بیا په ولسي کچه نیوکې راپورته شوې دي چې ګواکې طالبان او پاکستان په هیڅ صورت له یو بل سره خپلوي نه شلوي.