1. اکثره خلک

د ژوند کتاب لوستل پیلوي

خو پرته له دې چې

دوې د ژوند ژبه زده کړې وي

  1. د هغه کس سره چې

کتاب وي

یواځې نه دی

  1. ژوند لکه د کتاب یوه اوږده افسانه ده

دا هغه کس د کامیابې ترڅنګ لولي

د چا چې پام

همیشه د افسانې راتلوونکي متن ته وي

  1. هر چا چې خپله په خپل ځان بریا ترلاسه کړ

د هغه لپاره

پر نورو بریا ترلاسه کول، څه ستونزمن کار نه دی

  1. انسان د ځواک یوه پټه خزانه ده

د ستونزو له منځه وړل

دغه خزانه

د انسان له دننه وجود څخه بهر را باسي

  1. د خپل حق څخه ډېر غوښتل

تا خپله

د خپل رېښتنې حق څخه هم محروموي

  1. د بد سلوک ښه ځواب

ښه سلوک دی

د ناپوهې ښه حل

د ناپوه ناپوهې له منځه وړل دي

  1. د هر څه له لاسه ورکولو وروسته

که په تا کې زغم لا هم پاتې وي

نو پوه شه چې

اوس تا هېڅ څه د لاسه نه دی ور کړی

  1. د هر ماښام څخه وروسته نوی سهار راځي

خو هغه کس د سهار پالوونکی وي

چې د سهار راتګه پورې انتظار کوي

  1. یو کس وویل چې ماښام شو

بل کس وویل

داسې ووایه چې سهار کېدونکی دی

  1. د لوی زړه لرونکی سړی

همیشه بریالی وي

او د وړوکي زړه لرونکی

همیشه ناکام

  1. هر چا

خپل د تېر شوي پرون بیه پرې کړې

کامیاب هغه دی

چې خپل نن د لاسه ور نه کړي

  1. کله چې د یو کس تېر او حال

لوټ شوې وي، نو اوس مهال هم

ددې راتلوونکې خوندی دی

  1. پدې نړۍ کې هېڅ لمر ولویدنه وروستۍ نه ده

د هر لمر ښکته کېدنې لپاره، یو نوی لمر خاته شته

پدې شرط چې انسان خپل ماښام

بېرته په سهار بدلولو کې حوصله وساتي

  1. د بریالیتوب فرصت

یواځې یو ځل

د یو چا دروازه ټکوي

  1. د خپلې ماتې منل، د دې هوډ څرګندونه کوي چې

ته یو ځل بیا زحمت باسې

تر څو خپل بایلل شوې لوبه

بیرته وګټې

  1. ما وخت برباد کړی وو

اوس وخت

خپله ما بربادوي

  1. که تاسو خپل د پیل پالنه وکړه

نو تاسې پخپل پای لوبه کې هم بریالي یاستې

ځکه چې د یو ښه پیل

بل نوم یو ښه پای دی

  1. فرصتونه به له یوه وخت څخه بل وخت ته نقلېږي

خو پام مو وي

فرصتونه ختمېږي نه

  1. ستونزې د راتلوونکي به خونه کې اچول

او فرصتونو څخه ګټه اخیستل

پدې نړۍ کې

د کامیابې اصلي راز دی

  1. ماته ځنډیدنې ته به وايي

خو

ناکامې ته نه وايي

  1. ناپوه وویل:

ما خپل ماضي او حال برباد کړ

پوه وویل:

راتلوونکې خو برباد شوې نه دی

  1. بیړه مه کوه ځکه

ته چې څومره بیړه کوی

همدومره ډېر ځنډنۍ کېږي

  1. یو پوه او هوښیار

له کولو نه مخکې فکر کوي

او نادان له کولو نه وروسته

  1. هوښیار هغه دی چې

د نورو سهوې هېرې کړي

او خپلې سهوې همیشه په یاد وساتي

  1. که چیرې ته تمځای ته

ځنډ رسیدلی اوسې، نو ته

له ډریور څخه سر نشې ټکولای چې

ولې يې ستا له اجازې پرته حرکت کړې

  1. په وړوکي کوزه کې ډېرې اوبه نه راځي

همدا ډول په وړوکي زړه سره

ستره کامیابي لاسته نه راځي

  1. دیوال

په یوې ډیکې غورځولې نشي

ددې هڅې مطلب یواځې دا دی:

دیوال نه غورځي، خو ته خپل ځان به ژوبل کړې

  1. د کافي تیاری نشتون

یو تر لاس لاندې نیول شوی اقدام

له اوله څخه، ډېر سختوي

  1. تجربه هغه ده

چې له نورو څخه يې زده کړې

ځکه چې خپله تجربه همیشه

د زیان په قیمت تر لاسه کېږي

  1. هر ستر کار

یواځې هغه کس کولای شي، چې د خپلې

وړوکي کار په کولو خوښ وي

  1. د نن ښکته شوي لمر څخه وروسته

د راتلوونکي ورځې لمر ختل حتمي دی

خو اکثره خلک د راتلوونکي ورځې پورې

د لمر ختلو انتظار نه کوي

  1. تر ټولو کامیابه جګړه هغه وي چې

دښمن په داسې ډول بې وسلې کړای شي چې

د هغې سره د جګړې لپاره هېڅ ځواک پاتې نشي

  1. لاره یواځې د هغه کس لپاره بند وي

د چا چې په لاره تلل نه زده

نرمه هوا

هره ورځ همدا پیغام ور کوي

  1. هغه کسان چې په وړو څیزونو

کې مشغولیږي

دا یواځې ددې خبرې ثبوت دی چې

دوې په خپل ژوند کې غټ کار کول نه غواړي

  1. الوتکه په هوايي ډګر کې

ډېر خوندي وي

خو الوتکه

د هوايي ډګر لپاره جوړ شوې نه ده

  1. که ته خپل راز

د خپل دښمن څخه پټول غواړې

نو دا راز خپل دوست ته هېڅکله ونه وايې

  1. د ژوند راز دا دی چې

یو کس دا حقیقت ومني چې

د هر ګل سره یو اغزی شته

او د هر اغزي سره یو ګل

  1. که یو کس د نورو له سهوو څخه

زده کړه وکړي

نو هیڅکله به هغه په خپلو معلوماتو کې غلط ونه خيژي

  1. کامیابي د هر هغه کس

د صلاحیت نوم دی چې

غیر موافق حالات

په موافق حالاتو بدل کړي

  1. که ته د ګل تر لاسه کول

 غواړې، نو ته

د اغزو څخه د خپلې لمنې

د ساتنې هنر زده کړه

  1. که کوم ښکاري

د کوم ځناور سیوري، ځناور وګڼي

او پرې وسله وچلوي، نو د کار په پای کې ددې په برخه

د خالي کارتوس څخه پرته نور څه نه وي

  1. د محرومیت په اکثرو حالاتو کې

پایله داسې وي چې یو کس د

هغه څه تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي

چې دې ته نه ور رسیږي

  1. د خپلې بربادې سبب نور خلک ګڼل

یواځې ددې خبرې ثبوت دی چې

دا کس د خپل امکاناتو څخه بې خبره دی

  1. هوښیار کس هغه وخت خبرې کوي

کله چې نور ویناوال

غلي شوې وي

  1. د یو ځواکمن دښمن څخه

د انصاف غوښتنه داسې ده

لکه ډبرې ته ووايې چې

د اوبو هغه چینه جاري کړه

  1. هوښیار هغه دی چې ډېر غواړي

خو کله چې خبره د اخیستو وي

د کمو په اخیستلو راضي شي

  1. که یو اورګاډی خراب شي، نو سړی به د سفر کولو لپاره

یو بل اورګاډی ونیسي، خو اکثره خلک دا حقیقت

هغه وخت هیروي، کله چې د ژوند په دوران کې

یو فرصت د هغه د لاس څخه وتلې وي

  1. خلک چې څه وايي هغه نه کوي

ځکه

هغوې نه غواړي چې ددې قیمت پرې کړي

  1. هېڅوک د بل چا سره جګړه نه کوې

هر یو کس

د خپل ژوند سره په جګړه کې اخته دی

  1. هوښیار هغه دی

چې د خپل حق څخه د کمو په اخیستو راضي واوسي

او د نورو

د حق څخه ډېرو ورکولو ته چمتو وي

  1. خپل منزل ته رسیدل، یواځې د هغه شخص په تقدیر کې وي

چې په لاره د اغزو څخه

ځان بچ کوي او د مخکې تګ ګامونه اخلي

  1. که چیری ته سمه لاره

غوره نه کړې نو

ته چې د کوم شي پالنه کوې

په هغه کې به ناکامیږې

  1. د ناپوهې له کوم ګام پورته کولو څخه

تر ټولو غوره دا ده چې

هېڅ کوم یو ګام پورته نه کړې

  1. که دوه کسه په خپلو کې جګړه کوي نو دواړه په غلطه دي

که یو له دوې څخه په سمه وای

نو هغه د جګړې له ځایه پاڅېده

نو بیا جګړه پخپله ختمېده

  1. کله کله پوهیدنه ددې نوم وي چې

انسان ووايې:

زه هېڅ نه پوهېږم

  1. انسان به د خپلې سهوې قیمت په خپله پرې کوي

خو انسان د سهوې له کولو وروسته

پدې هڅه کې وي

چې کوم بل کس ددې له لورې

د سهوې قیمت پرې کړي

  1. کوم څه چې دې د لاسه ور کړی، هېر يې کړه

ترڅو

کوم څه چې پاتې دي، هغه تر لاسه کړې

  1. د بزدلی ښودلو څخه وروسته غلی کېدلو نه بهتره

دا ده چې سړی

بزدلي ښکاره کړي، پرته له دې چې غلې شي

  1. ته په یوه شیبه کې د ځان لپاره

یو خیالي محل جوړولې شې

خو په حقیقي راتلوونکي کې یو محل

له اوږدو هڅو نه پرته په دې نړۍ کې امکان نه لري

  1. د ژوند ستونزې

د حکیمانه او ښو تدبیرونو له لارې حلېږي

نه د نیوکو، چغو او کوکارو له لارې

  1. بدبختې همیشه

له هغې دروازې څخه دننه راځي

کوم چې مونږ

د هغې لپاره له اوله خلاصه پریښې وي

  1. که هنډوانه د چوړکی سره ټکر وکړ نو

د ځان وژنې یو عمل دی

نه کوم مجاهدانه ګام

  1. خلک یواځې په دې پوهېږي چې

سترګې څه وايي

خو هوښیار سړی هغه دی چې پدې هم پوه شي چې

سترګې څه ویل نه غواړي

  1. پطرول او اوبه

دواړه په ظاهره یو ډول دي

خو پطرول د اور لمبو ته پراختیا ور کوي

او اوبه د اور لمبې له منځه وړي

  1. هوښیار کس د هر شي امید

د خپل ځان څخه کوي

او ناپوه کس

د هر شي امید له نورو

  1. په هغه ستونزه کې چې ته خپله غلطې ومنې، له منځه تلې شي

ددې لپاره چې پر نورو د غلطې منلو هڅه وکړې

د وخت داسې ضایع کول دي، چې په دې مرتکب کېدل

کوم نادان کولای شي

  1. په ځینو حالاتو کې

داسې یو عمل کول په کار وي چې

یو کس هېڅ عمل ونه کړي

  1. کوم کس چې یو شی

په خواریو تر لاسه کړې وي

ته هغه د هیله کولو پواسطه لاسته راوړلې نشې

  1. که ته څه ویل نه غواړې نو

خاموشه اوسه

ځکه چې غلی پاتې کېدل همدومره غټ کار دی

څومره چې ویل ستر کار دی

  1. محرومیت ستا لپاره

د پرمختګ یو پوړ دی خو که دا ستا

په وجود کې پټ شوي قوتونه را ښکاره او ثابت کړي

  1. د کولو والا همیشه

خپل کار نن ورځ کوي

او د نه کولو والا همیشه

خپل کار سبا ورځ ته پرېږدي

  1. خوشبويي دې ته اړتیا نه لري

چې هغه دې خپل موجودیت

په اعلان کولو سره ثابت کړي

  1. د فرصتونو د استعمالولو نوم

قیادت دی

او د فرصتونو د بربادولو نوم

حماقت

  1. دا نړۍ د سیالې نړی ده

که ته له نورو څخه مخکښ لاړ نشوې

نو نور له تا څخه مخکې ځي

  1. فساد یواځې

په ښو تدبیرونو له منځه وړل کېږي

نه د

فساد ختمولو په غوښتنو باندې

  1. د غچ اخیستلو څخه مخکې

فکر وکړه

د غچ څخه هم غچ اخیستل کېږي

  1. چیرته په لاره چې بریک لګول کېږي

هلته موټر چټک کول

خپل منزل لورې ته د رسولو پر ځای

د هدیرې په لورې د ګاډي تاوول دي

  1. هوښیار کس هغه دی چې

هغه څیزونو سره په امن او پرده کې وي

کوم چې دې کس هغه بدل نه کړې شو

  1. د تېږو ویشتوونکو سره جګړه مه کوه

بلکې خپل ځان دومره اوچت کړه

چې د تېږې ویشتوونکې تېږه هغه ځایه پورې ونه رسیږي

  1. که ته دنیا کې

بریالی کېدل غواړې نو لمړی

د ناکامې د لمانځلو حوصله پیدا کړه

  1. د الله تعالی په دنیا کې هېڅ څه ناممکن نه دي

یواځې دا ناممکن دی چې

ممکن شیان د ناممکن طریقو پواسطه

د حاصل کولو هڅې وشي

  1. که لرګی مات شي نو دوه ټوټې کېږي

خو د ژوندي شیانو لپاره د ماتې سوال نه پيدا کېږي

یو ژوندی امیب چې کله هم دوه ټوټې شوې

نو د هغه څخه دوه ژوندي امیبونو جوړ شوي

  1. د یو کس یا ډلې د کامیابې راز

یواځې په دې کې دی چې

ډېر جذباتي فرصتونو پروخت غوره عقلي پرېکړه وکړې شي

  1. سوال:غټ کبان تر کومه پورې

واړه کبان خوري

ځواب: ترڅو پورې واړه کبان

پخپله خپل ځانونه دومره غټ نه کړي چې

هغه د غټو کبانو په نس کې ځای نشي

  1. ستونزه یو داسې عذر دی

کوم چې

تاریخ هغه هیڅکله نه قبلوي

  1. ته خپل د سهوې قیمت

له نورو څخه وصول کولای نشې

او په ژوند کې

ترټولو ډېر تریخ حقیقت همدا دی

  1. له ستونزو مه ویریږه

ځکه چې همدا ستونزې دي چې

په اصل کې له انسانه انسان جوړوي

  1. د یو کس د پرمختګ پوړې د هغه زحمت دی

خو ډېرې خلک

د نورو بربادي د خپل پرمختګ

تر ټولو نژدې پوړې په ډول پیژني

  1. د خبرو د هیرولو عادت خپل کړئ

د هرې خبرې یاد ساتل

د خپل ذهن څخه د کباړ خانې جوړول دي

  1. د پورته تګ لپاره همیشه لویدل په کار دي

خلک د ولویدلو لپاره تیار نه دي

د همدې لپاره اکثره خلک پاللونکي نه جوړیږي

  1. د خپل مصیبت پړه په نورو اچولو څخه

د کرکې او مایوسې ذهنیتونه رامنځته کېږي

او خپله د مصیبت پړه په خپل ځان اخیستلو څخه

د عمل کول او مخکې تلل

  1. زغمل بزدلي نه دی

زغمل

د ژوند یو اصل دی

  1. اکثره خلک پخپله خپل ځان

سل په سلو کې نه استعمالوي

همدا وجه ده چې اکثره خلک خپل موخې کې

سل په سلو کې بریالي نه وي

  1. حقوق یواځې

د فرض په ادا کولو سره تر لاسه کېږي

نه چې د حقوق په نوم

لفظي چغو پورته کولو څخه

  1. د بریالیتوب راز دا دی چې

یو کس

خپل د ناکامې راز وپيژني

  1. ژوند د ازموینې لړۍ ده

دلته له لس ځلو کولو نه وروسته

یوولسم ځل

ماتیدنې نوم بریالیتوب دی

  1. د ناکامې اسباب همیشه د سړي په خپل

دننه وجود کې وي

خو اکثره د دوې

د نورو په وجود کې د هڅو په لټه کې وي

  1. ته پخپله خپل ځان بدل کړه

ستا قسمت

خپله پخپله بدلیږي

  1. د نورو له شره

ته خپل ځان خوندي ساتی

خو تر ټولو غوره دا ده چې یو کس

د خپل شر څخه نور خلک خوندي وساتي

  1. له نورو څخه شکایات کول په اکثرو حالتو کې

یواځې د خپل

نااهلي اعتراف کول دي

  1. کله کله د ظلم ماتولو لپاره، ماتول

د ظلم ماتول نه وي

بلکه یو بل ظلم

د دوو ظلمونو کولو په معنا وي

  1. عام خلک د خپل ځان په غټولو ژوند کوي

مومن هغه دی چې

د خداې تعالې په ستروالي کې ژوند غوره کړي

  1. د یو کس بي صبري

د دې د دښمن تر ټولو لویه وسله ده

تر ټولو ستر نادان هغه دی

چې د خپل لورې څخه دښمن ته دا وسله برابر کړي

  1. د ښه مزاج

غوره نښه دا ده چې یو کس

د بد مزاج زغم وکولای شي

  1. په دې نړۍ کې د ژوند کولو

یواځې تدبیر دا دی چې هر کس د ځان سره

یو پراخه قبرستان ولري چې په هغه کې

د خلکو غلطیانې دفن کوي او پر مخ ځي

  1. د ټولو کامیابېو

تر ټولو غټ راز صبر دی

او د ټولو ناکامیو

تر ټولو غټ راز بې صبري ده

  1. په ټولنیز ژوند کې

تر ټولو کم ارزښته کلیمه ‘’زه ’’ ده

او تر ټولو ارزښتمنه کلیمه ‘’تا یا تاسې’’

  1. په جذباتو کې مغلوبول

د عمل کولو پایله، همیشه ناکامي وی

او د جذباتو په قابو کولو سره

عمل کولو پایله، همیشه کامیابي

  1. تر ټولو غلط پالوونکی کس هغه دی

چې د هغه سره د ویلو لپاره دا نه وي چې

ما غلطې کړې

  1. د دښمن بښل

د غچ اخیستلو تر ټولو بریالې طریقه ده

که څه هم ډېر کم خلک دي چې

د بریا دا راز پیژني

  1. هغه کسان چې ماته ومني، هغوې ګټلې ده

کوم خلک چې په شا تګ باندې راضي وي

هغوې بیاځل مخکې صف کې ځای نیسي

  1. له نورو شکایت کول

یواځې ددې خبرې اعلان دی چې

دا کس د ژوند په دوران کې

د نورو څخه وروسته پاتی دی

  1. په معاملو کې مشوره وکړئ

مشوره کول

تاسو له ستر زیان څخه خوندي ساتي

  1. ژوندي خلک

خپل سهوې پيژني

او مړه خلک

یواځې د نورو سهوې پيژني

  1. جګړه نه کول تر ټولو بریالې جګړه ده

خو ډېر کم خلک دي چې

د جګړې دا ډول پيژنې

  1. د یو مخالف انسان په دننه کې همیشه

یو بریالی انسان پټ وي

د دې پټ شوي انسان په پالنه کې کوشش وکړه

نو بیا به ستا له کوم کس څخه شکایت نه کېږي

  1. لوړ مقام

همیشه د خپل ځان لوړولو سره لاسته راځي

نه د چغو او جنډو په پورته کولو سره

  1. ښه قسمت د هر کس

دروازه ټکوي او پوښتنه کوي

ایا پوهه او عقل

ستا د کور دننه وجود لري؟

  1. ګل په خپل خاموشه ژبه

دا اعلان کوي چې

د انسانانو ترمنځ ګل شه او اوسیږه

  1. کینه او حسد نیکي

داسې له منځه وړي

لکه څنګه چې اور لرګی

  1. رښتینولي د انسان په ژوند کې

د اصولو تابع دی

او دروغ د انسان ژوند کې

د ګټو تابع

  1. له مرګه وروسته په جنت کې اوسیدلو لپاره

له مرګه مخکې

جنت کې اوسیدل په کار دي

  1. د ستر کار قیمت دا دی چې پخپله ځان وړوکی کړې

اکثره خلک د خپل ځان په وړوکی کولو نه راضي کېږي

د همدې لپاره اکثره خلک کوم غټ کار هم نشي تر سره کولای

  1. له کومې غلطې وروسته سرکشي مه کوئ

ځکه چې الله په دربار کې

غلطې د بښنې وړ دی

خو سرکشي د بښنې وړ ندی

  1. کینه او حسد چې

کله د انسان په وجود کې دننه شي

نو له انسانه عقل بهر کوي

  1. مذهب دا دی چې

لمړې له الله څخه وویرېږئ

او د نورو لپاره هغه څه خوښ کړې

چې د ځان لپاره يې خوښوئ

  1. د نورو سره

د جګړې نه کولو لپاره

د خپل ځان سره جګړه کول پکار ده

  1. یووالی څه دی

د اختلافاتو باوجود

په یووالي کې پاتې کېدل

  1. د نورو لپاره د بدو غوښتنه یو داسې زهر دی

د کوم چې نیمايي برخه

یو کس خپله خوړلو ته مجبورېږي

  1. د نورو بي عزته ګڼل

همیشه په یو داسې قیمت وي چې

سړی خپله خپل ځان

د الله تعالی په نظر کې بي عزته کړي

  1. خلک د ژوند په فکرونو کې ژوند کوي

پداسې حال کې چې دوې

د مرګ په فکرونو کې ژوند کول غواړي

  1. د یو کس د بې عیبې

تر ټولو غټه پيژندنه دا ده چې

هغه په نورو کې

د عیبو د پيدا کولو هڅه نه کوي

  1. د یو کس ستاینه کول غټ جرم دی

او ددې څخه هم غټ جرم دا دی چې

د کوم کس په ناحقه ستاینه وکړې

  1. اکثره خلک په جهنمي سکروټو کې

غورځېدلي وي

او داسې فکر کوي چې

هغه د بې ضرره ګلانو سره لوبې کوي

  1. بد کول بد دي

خو د بد کوونکي څخه کرکه کول

ددې څخه هم ډېر بد دي

  1. هغه کس چې سبا ورځ هم د خداې

نیونې څخه ونه ډار شي

ته نن هم

د هغه له شر څخه خوندي نه يې

  1. رېښتنې پيل همیشه

په ریښتنې پای ختمیږي

او دروغجن پیل همیشه

په دروغو پای ته رسېږي

  1. عذر د هر چا مخې ته راځي

خو ژوندی انسان هغه دی چې

عذر استعمال نه کړي

  1. جګړه نه کول کمزوري نه دی

جګړه نه کول

د ژوند له ښه اصولو څخه دی

  1. پدې دنیا کې سکون

یواځې هغه کس لپاره دی

چې د بې سکونې حالت باندې

خپل ځان راضي کړي

  1. په ځواکمنې باندې پر دښمن فتح کول

نیمه بریا ده او په محبت سره

دښمن باندې فتح تر لاسه کول بشپړه بریا ده

  1. تر ټولو ډېر ویوونکی

هغه کس پيژني

چې تر ټولو ډېر

غلې پاتې کېدل غواړي

  1. هر انسان خپله ونه

غواړې چې بیل بیل نیال کړي

همدا وجه ده چې

د انسانیت باغ نه چمتو کېږي

  1. ورځ په هر حال

په دوولسو ساعتونو کې پای ته رسېږي

خوښه ستا ده چې ته

ورڅخه ګټه اخلې او که بربادوې

  1. که یو کس د سبا ورځې امیدواروونکي حالات وپيژني

نو دا کس به هیڅکله هم د نن ورځې

مایوسوونکو حالاتو باندې زړه ماتی نشي

  1. تر ټولو نادان هغه دی چې

کوم وړوکي شي لپاره

لوی شی د لاسه ور کوي

  1. ته له ګل څخه، هېڅکله هم اغزی بیلولې نشې

که ته ددې خلاف

څومره ډېر نیوکې وکړې

  1. کوم شی چې په ذاتي خواریو سره لاسته راځي

هغه ته هېڅکله

د نورو څخه په غوښتلو تر لاسه کولای نشې

  1. انسان د بریالیتوب لپاره پيدا شوی دی

خو د خپل غفلت او بې پروا په وجه

خپله خپل ځان ناکاموي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *