استاد محمد معصوم هوتک

مولوي دوست محمد کابلي له هغو پښتنو پوهانو څخه دئ چي په هندوستان کي ئې ژوند تېر کړی او هورې مړ سوی دئ. دده اصلي پلرنۍ مېنه د غزني شیلگر وه او په خټه اندړ وو. پلار ئې ملا امیر نومېدئ چي له غزني څخه خورد کابل ته را کډه سوی وو. هندوستانیو علماوو چي د مولوي دوست محمد له نامه سره (کابلی) کیښ، لامل ئې په خوردکابل کي ددغي کورنۍ استوگنه وه. مولوي دوست محمد د امیر عبدالرحمن خان (۱۸۸۰ ـ ۱۹۰۱ع) تر پاچهۍ پخوا هندوستان ته ولاړ او په ډهلي، رامپور او لکهنو کي ئې تر تحصیل وروسته په ټونک کي دایمي استوگنه غوره کړه.

ټونک د هندوستان په اوسنیو تشکیلاتو کي د راجستان ایالت یو ښار دئ. په دې ښار کي چي د هند په شمال لویدیځ کي پروت دئ،له یوې نیمي پېړۍ راهیسي د پښتنو نوابانو واکمني چلېږي. ددې نوابۍ بنسټگر امیرالدوله نواب امیر خان سالارزی (۱۸۰۶ ــ ۱۸۳۴ع)وو. د امیر خان سالارزی(۱)پلار محمد حیات خان نومېدئ چي څه موده ئې په هندوستان کي د پښتانه نواب دوندي خان بړیڅ ( ۱۱۱۷ ــ ۱۱۸۵هـ ق) نوکري کړې وه (۲). نواب امیر خان سالارزي پر ټونک باندي دمړیني تر وخته (۱۸۳۴ع) واکمني وچلوله او د ایسټ انډیا کمپنۍ له خوا ئې واکمني په رسمیت پېژندلې سوې وه. تر ده وروسته ئې زوی محمد وزیرخان نواب سو او د نوابۍ دا لړۍ تر ننه پوري ددغي کورنۍ په غړو کي روانه ده. وروستی نواب ( نهم نواب) ئې محمد آفتاب عليخان نومیږي چي له ۱۹۹۴ع کال راهیسي د نوابۍ پر مقام ناست دئ. د سالارزیو پښتنو دغي نوابۍ له نورو عمراني او ټولنیزو چارو پر څنگ علم او فرهنگ ته هم خورا زیات خدمتونه کړي دي. په ټونک کي پښتنو پوهانو ته په درنه سترگه کتل کېدله. د پښتو، پاړسي ، عربي او اردو آثارو یوه لویه کتابخانه ئې تاسیس کړې وه چي ددغي کتابخاني په پښتو خطي نسخو کي ځیني نادر آثار ( د حبیب الله دېوان، د صدیق دېوان، د مهین دېوان، او نور) خوندي ول (۳). په دغه کتابتون کي راغونډ سوي آثار اوس د هندوستان او پېښور په خطي زېرمو کي موندل کېږي او وایي چي پر دغو نسخو باندي د” کتابخانۀ سرکار ټونک” مهرونه سته.

زموږ تر بحث لاندي عالم مولوي دوست محمد کابلي چي په ټونک کي د میشتېدلو نیت کاوه، په دغه ریاست کي به د نوابۍ چوکۍ غالباً دنواب امیرخان د کړوسي نواب محمد ابراهیم علیخان ( ۱۸۶۷ ــ ۱۹۳۰ع)په واک کي وه. نواب محمد ابراهیم خان په اردو ژبه شاعري کوله اوشعري تخلص ئې (خلیل) وو(۴). د ټونک مقاماتو د مولوي دوست محمد کابلي علمي مقام ته په کتلو سره هغه ته د ټونک ریاست د قاضی القضات مقام ور وسپاره. ده تر دغه مقام پخوا څه موده د اگرې د جامع په مدرسه کي د سرمدرس دنده هم درلوده خو د ژوند زیاته برخه ئې په ټونک کي تېره کړه. دده له نوو موندل سوو پښتو اشعارو څخه داسي ښکاري چي د ژوند په وروستیو شپو ورځو کي پردېسۍ زور پر کړی وو او د کابل او وطن په یاد ئې سوي چیغي له خولې وتلي وې. په یوه غزل کي داسي وایي :

زه له لاسه د رقیب یــــــم هسي تنگ په هندوستان کښي

لکه فیلِ مست چه تنگ وي د کابل پـــــه برفستان کښي

زه په هند کښي داسي تنگ یم تل سوزان لکه پتنگ یم

لکه تنگ چه کـــوم شهید وي د لندن په گورستان کښي

زړه مي بند دی په کوگل کښي هیڅ ارزو نشته په دِل کښي

لکه تل چه حاکم بند کا کـــــــــوم مجرم په قبرستان کښي

خاص په ټونک کښي داسي ضیق یم چه جدا له خپل فریق یم

لکه بند چه کبک دري شي په اگــــــــره په تابستان کښي

که بیرون شــــــــــم زه له هنده، له دې ملکه ناپــــــــــــسنده

نو خوشحال به شم هرگوره گــرچه شم په طبرستان کښي

له طـــــــــــــوطیانو د کابل یم، په کابل د شــــــــــــاکابل یم

اوس خپلوان ځما موجود دي په کولاب د ترکستان کښي

چه رایاد دا خپل اوطان شي آب هــــــــــوا هغه توتان شي

زړه مي هسي رنگ قوي شي چه رستم وو په سیستان کښي

یـــــــــــو کارېز د سلسبیل دی، چه شیرین له رودِ نیل دی

بل چشمه سپینه موجوده، ده په بېخ  د کوهستان کښي

زردالو او سېب هم ډېر دي ،چه له حد له شـــماره تېر دي

د خوراک مــــــــــــانع ئې نشته اندرون په باغستان کښي

که جنت وي په دنیا کښي مخصوص نه وي په عقبا کښي

نو لایق ئې شاکابل وه نه بل ځـــــــــای په زرعستان کښي

” دوسته” راشه توبه گار شه ،له بد کاره پــــرهېزگار شه

گوندي خدای دي خښ کا گوره د بقیع په گورستان کښي

( خطي نسخه ۲۰۵مخ)

یو بل ځای ئې ویلي دي :

زه په اصل له طــــــوطـــــــــــــــــیانو د کابل یم

په کابل کښي شـــــــــــاکابل چه د میدان دی

اوس پا بند یــــــمه په ټونک کښي ځما یاره

چه یو ښهر له ښـــــــــــــــهرو د هندوستان دی

دوست محمد که ځان طوطي بولي ښایېږي

چه ســــــــــــراج د درست امت له ثناخوان دی

(خطي نسخه ۴۳۸مخ)

د مولوي دوست محمد مړینه په  ۱۳۲۸ هـ ق کال = ۱۹۱۰ع کي پېښه ه (۵)او په ټونک کي د موتي باغ په هدیره کي ښخ دئ. وایي چي دوه زامن او څلور لوڼي ئې پاته سوي دي (۶). علامه رشاد کښلي دي چي د کابل پوهنتون د حقوقو فاکولتې پخوانی استاد پروفیسور اسماعیل غزنوي د مولوي دوست محمد د لور له خوا لمسی دئ. د افغانستان د لوی عالم او د پښتو ټولني پخوانی غړی ارواښاد مولانا عزیزالرحمان سیفي (۱۳۶۲ش مړ) مور هم د مولوي دوست محمد کابلي لور وه.

له مولوي دوست محمد څخه په عربي،پاړسي، اردو ژبو کي خطي او چاپي آثار پاته دي. په تذکره علمای هند کي ئې د یوه اثر یادونه سوې ده چي ( عین الاصابه فی رفع السبابه) نومېږي (۷).ددې اثر ژبه پاړسي ده او په ۱۲۹۶ هـ ق کي په لکهنو کي چاپ سوی دئ (۸).بل اثر ئې( تحفة الاخلاء فی عصمت الانبیاء) دئ چي په عربي ژبه ئې کښلی او په لکهنوکي په ۱۲۹۴هـ ق کال چاپ سوی دئ. دریم اثر ئې په اردو ژبه د ( عین العلم) ترجمه ده. څلرم کتاب ئې نزهة الخواطر نومېږي. پنځم اثر ئې ضابطۀ افغاني او شپږم ئې (آمدنامه) ده چي د وروستیو دوو اثرونو خطي نسخې ئې په ترتیب سره د ټونک او ډهلي په ملي میوزیم کي خوندي دي. ضابطۀ افغاني د گرامر او قاموس برخي لري چي پېژندنه ئې د ښاغلي سرمحقق هیوادمل په قلم لیکل سوې ده (۹).د آمد نامې نوم سته خو زما د معلوماتو له مخي تر اوسه لا د تحقیق ډگر ته راوتلې نه ده، یا به زه نه یم پر پېښ سوی(۱۰).

د مولوي دوست محمد کابلي د پښتو آثارو او پښتو شاعرۍ خبره زموږ مشرانو پوهانو کړې ده. علامه رشاد د مولانا سیفي له خولې کښلي دي چي” ملا دوست محمد د پښتو ژبي شاعر هم وو” (۱۱).دده د پښتو نثر ځیني نمونې ښاغلي هیواد مل صاحب له ضابطۀ افغاني څخه را نقل کړي او خپرې کړي ئې دي، خو دده د پښتو شعر آثار تر ننه  زما په سترگه سوي نه ول. د سږکال (۲۰۱۸ع)په نومبر کي ماته د دوست محمد کابلي د پښتو منظومو آثارو یوه مجموعه په لاس راغله(۱۲)چي په هغې کي څو رسالې او پښتو غزلي او قصیدې را غونډي سوي دي. دا مجموعه په ښکلي نسخ خط پر ژیړ بخونه کاغذ خطاطي سوې ده. د مجموعې قطع (۲۰ x ۲۸)سانتۍ ده . هر مخ ئې په سره رنگ د درو کرښو په چوکاټ کي نیولی دئ او د بیتو تر منځ فاصله ئې په سرو عمودي کرښو سره بېله کړې ده. عنوانونه ئې هم په چوکاټو کي نیولي دي . هر مخ پر سر باندي عدد لري خو رکابونه ئې هم منظم ورکړي دي. ټولي رسالې په یوه مجلد کي سره گنډل سوي دي او تر صحافت وروسته بل چا په انگرېزي عددو سره ټولي مجموعې ته پرله پسې نمبر ورکړی دئ او په دې ډول دمجموعې ټول مخونه (۴۴۲) ته رسېدلي دي. د نسخې کاتب معلوم نه دئ او له امکانه لیري نه ده چي د شاعر په خپل لیک دي وي؟

د مجموعې لومړۍ رسالې (۱۸۴ مخه) نیولي دي چي سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان ته ئې اهداء کړې ده. دا رساله ئې د پنځو گلونو غونچه بللې ده او په هغې کي ئې د اسلام پنځه بناوي په تفصیل سره په نظم بیان کړي دي. د نظم فورم ئې مثنوي او هر نیم بیتی ئې دوولس سېلابه دئ. ځیني مخونه پر څنډو باندي نور بیتونه هم لري او داسي ښکاري چي رساله تر کتابت وروسته بیا کتل سوې او بشپړه سوې ده. د رسالې هر مبحث ئې ” کتاب” بللی دئ لکه “کتاب الطهاره”،” کتاب الصلوة”، او نور. هر کتاب ئې بیا پر بابونو او فصلونو وېشلی دئ. رساله په سر کي د مقدمې پر ځای یوه قصیده لري ( پنځوس بیته) لري چي په هغې کي ئې د خپل ممدوح امیرصفتونه،د رسالې د کښلو اړتیا او یو څه خپل حال  بیان کړی دئ. د قصیدې له متنه داسي ښکاري چي رساله پخوا ویل سوې او بشپړه سوې وه او وروسته چي ئې امیر ته د اهدا کولو اراده کړې ده، نو ئې په سرکي دا قصیده د مقدمې په توگه پر زیاته کړې ده.

زه به ددې قصیدې لازم بیتونه  دلته را نقل کړم :

تعریف دی ســـــــــــــــــزاوار د هغه ذات ذوالکرم

بازار چه د وجــــــــــــــــــود ئې کۀ آباد پر کل عالم

موصوف دی خود په واړو کمالاتـــــــــو بِلا رَیب

تل پاک دی له نقصانه ســــــــــــــــزاوار دی د قِدَم

قادر دی په هر کار او په هــــــر آن کښي بې گمان

احوال د ټول عالـــــــــــــم کا په یو آن کښي منتظَم

هر کار چه ئې مرضی وي چه دی راغلی پر وجود

هرگـــــــز ئې تخلف د ارادې نه شي یــــــــــــــــــو دم

نه عرش وو نه کــــــــــرسي وه نه افلاک نه عناصر

ده وکړه اراده چه کـــــــــــــــــــــــړي ظاهر تمام عالم

یو نور ئې له خپل نوره را جـــــــــدا کۀ ډېر روښان

صــــــــــاحب ئې د رتبې کۀ له کل خلــــــــــقو مقدم

…………………..

اې خدایه ته نازل کـــــــــــــــړې رحمتونه صد هزار

هر وقت او په هـــــــــــر آن کښي په دې نورِ مجسم

هم وي دي سلامـــــــــــونه بې حساب او بې شمار

نازل پر هغوی خلــــــــــــــــقو چه دده په لار دي سم

شاهــــــــــان او سلاطین دي خلــــــــــــفا د هغه نور

څــــــو درومي دوی په لار د هــــــــــــــغه نور مکرم

لازم دی په رعیت باندي فــــــــــرمان د هر سلطان

لازم لکه فــــــــــــرمان چه د رســـــــــــول دی پر امم

نن ورځ د لوی اختر ده هــــــــــــم نوروز دی د بهار

جاري دي دریابـــــــــونه له چـــــــــــــــشمو نه د کرم

سرسبز دي ټول باغونه هر یو شـــــــــــاخ له گلو پُر

هر گل داسي خوشبوی دی گــــــویا گل دی د اِرم

ټول ملک له گلو پُر دی رنگارنگ ئې دي الوان

جامه زمردي ده اوس اغـــــــــــــــوستې غر او سم

قمري او فاخــــــته، زرکه بلبلان او نــــــــــور پرند

ټول گرزي په چمن کښي اوس له باز سره  همدم

غرڅه د لویو غـــــــــــــــرونو له مزرو سره یو ځای

اوبه په یو گـــــــــــودر څښي نه وېرېږي له ضیغم

مشغول دي په ثــــــــــنا او په صفت د کـــــــردگار

چه خلاص دي د بازانـــــــــــو د شیرانـــــو له ستم

جـــــــــــــاري دی پر زبان د هر ذیروح داسي کلام

چه ناست دی اوس  په تخت هغه سلطان معظم

چه دی باعث د اَمن او راحت د هـــــــــــــــر مظلوم

ظالم دده له خــــــــــــــــــوفه ظلم پرېښوو یک قلم

………………………..

تدبیر د سلطنت ئې کل مــــــــــوروث دی له ضیاء

انــــــــــصاف او دادرسي دده پـــــــــــــر واړو مقدم

………………

مشهور دی په حبیب الهي په درست جــــــــــــهان

صاحب د تخت و بخت دی هـــــــم د تاج هم د علَم

……………..

اوس جـــــــــمع په دربار دي ټول ارکان د سلطنت

ســـــــــــــــادات او عـــــــــلماء او بزرگان دي فراهم

هــــــــــدیه او پېشکشي ده هــــــر یوه څخه بې بها

حاضر دي په ادب روښـــــان جبین خوش مبتسم

………………

ماهم دا فکر وکۀ چه هــــــــــــــدیه کړم داسي شی

چه دی وي ســـــــزاوار د پېشکشۍ د ذوالحشم

هر څــــــــــــــــــــو مي فکر وکۀ هیڅ رانغلل په نظر

اِلا غونچه د گلو چه خوشـــــــــــــــــبو وه په هر شم

غونچه وه له پنځو گلونـــــــــــــــو جوړه هر یو گل

خوشـــــــــــرنگه خوشنما وه له گلانـــــــــــــو د اِرم

…………………

یو گل دی د صلـــــــــــوة بل د زکـــــوة بل د صیام

بل حج د بیت الله دی او تـــــــوحید ئې دی پنځم

دا ټول مي کړل په نــــــــــــظم افغاني سره منظوم

چه واخلي  هر افغان له ده فایده څه  زیات و کم

هم هغه مي هدیه کــــــــــــــــــړه د حبیب د گردگار

بېشک چه سزاوار ددې غونچې که خورم قسم

موســــــــوم ده دا غونچه په پنځه رکنه د اسلام

دا نظم افغاني هــــــــــــــدیه د شاه شوه پر دې دم

چه یاد وي نوم د شــــــــــاه تر هغه وقته پر جهان

څو لــــــــــــــــوستی پر زبان د پښتنو شي دا رقم

دا دوستِ محمد د هندوســـــــــتان دی بندیوان

اوس غواړي اعــــــانت دی له حبیب د ذوالکرم

چه خلاص شي له جــــــــــواره د کفارو دی مدام

مشغول په دې  دعا وي تل په  وقت د صبحدم

…………………….

تر دې قصیدې وروسته “کتاب الطهارت” داسي شروع کېږي :

څلور څیزه په اودس کښي فرض دي یاره

د خپل مخ وینځل ته یــــــــو له دیو شماره

د مخ حد که دي په کار وي  راشه زده کړه

درته وایم غـــــــــــــوږ په کېږده شنیده کړه

تر پنځم رکن وروسته ئې په عقایدو کي “کتاب الایمان” راوړی دئ او د هغه په پای کي ئې رساله په یوه ” خلاصه” پای ته رسولې ده. “خلاصه” ئې د رحمن بابا په اقتفا داسي پیل کړې ده :

گــــــــوره هسي کـــــردگار دی رب ځما

چه موجود پخپل اختیار دئ رب ځما

پر همدې وزن او قافیه ئې اووه ویشت بیته ویلي دي و ورپسې ئې د کتاب الایمان خلاصه بیان کړې ده چي وروستی بیت ئې داسي دئ :

دا تقریر ځما له ځانه ،نه دی یاره

د احمد بن حنبل کلام  ئې شماره

او په همدې بیت سره لومړۍ رساله پای ته رسېږي.

ددې رسالې د لمانځه د بیان په پای کي ئې ددغي برخي د ویلو ځای او نېټه داسي ښوولې ده :

چه فارغ شــــــــــــــــــــــوم له بیانه د نمازه

په نن ورځ چه عاشـــــــوره ده دا ممتازه

چه لسم تــــــاریخ له میاشتي محرم دی

دیارلس ســـوه له هجري تېر اولسم دی

په اگره کښي چي اکبرآباد ئې نـــوم دی

سلاطین د هندوستان له مرز و بوم دی

( خطي نسخه ۹۳ مخ)

د ۱۳۱۷هـ ق کال د محرم لسمه د ۱۸۹۹ ع کال د می له ۲۲مي سره برابرېږي. دغه وخت پر افغانستان باندي د امیر عبدالرحمن خان د پاچهۍ وروستي دوه کلونه دي. په دغه وخت کي مولوي دوست محمد په اگره کي دئ. تر دغي نېټې اته کاله وروسته د افغانستان پاچا سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان د ۱۹۰۷ع کال د جنوری پر دوهمه هندوستان ته رسمي سفر وکړ. گویا مولوي دوست محمد دا رساله د امیر د سفر پر وخت تیاره درلوده او هندوستان په تېره بیا اگرې ته د امیر د ورتلو پر وخت به ئې لازمه بللې وي چي د تحفې په توگه ئې ورته وړاندي کړي. داچي رساله به ئې تر امیر پوري رسولې وي که نه؟ زموږ سره سمدلاسه د ویلو څه نسته.  امیر حبیب الله خان د ۱۹۰۷ع کال د جنورۍ پر ۱۵مه په اگره کي د تاج محل په کتنه بوخت وو. هورې ئې دهغه ځای له مسلمانانو سره کتلي هم ول.

د مولوي دوست محمد کابلې د پښتو رسالوددغي زموږ تر بحث لاندي مجموعې دوهمه برخه په حقیقت کي د مولوي کابلي شعري مجموعه ده چي په سر کې د ” قصیدۀ عظماء” په نامه یوه اوږده قصیده راغلې ده  (دوه سوه او شل بیته). په دې قصیده کي د انسان له خلقت څخه بیا تر مرگ پوري بېلابېل حالات او کوایف بیان سوي دي. د پیل دوه بیته ئې داسي دي :

راشه حال خپل ماحضر کړه، په عبرت ســـــــــره نظر کړه

چه یقین دي ښه حاصل شي نـــو چشمان په وینو تر کړه

ته په اصل کښي معدوم وې له وجوده خپل محروم وې

خدای پیدا په څه حکمت کـــــړې له اول نه یاد دفتر کړه

پای ئې :

دا قیمت د ټول جنت ده ، هــــم د حورو د نعمت ده

هم دیدار د خدای په وخله یخ په اور ته د سقر کړه

دوسته راشه تل وژاړه د زړه سوز له خدایه غواړه

دا هم پرېږده اې نادانه په رحمت د خدای نظر کړه

تمت

تر دې قصیدې وروسته څورلس غزلي راغلي دي چي یوه ئې څورلس بیته، بله ئې پنځلس بیته، بله ئې دوولس بیته او نوري پاته ئې ټولي یوولس یوولس بیته دي .یو دوې به ئې د کلام د نمونې په توگه رانقل کړم .

هلکتوب تېر شۀ ځلمی شــومه بیا پیر شوم

د هر کار په جــــــوړېدو کښي په تدبیر شوم

علم و فضل مي حاصـــــــــــل کۀ مقتدا شوم

د دنیا په قصد ســــــــــــــاجد د هر امیر شوم

په محفل د علــــــــماء کښي خدمتگار شوم

په مجلس د جاهـــلانو کښي خود میر شوم

فلسفي او معقولي شـــــــوم حسابدان شوم

په مطلب ئې نشوم پــــــوه په زړه زهیر شوم

تمام عــــــــــــمر مي ضایع په دې فــــــنون کۀ

په ټول هند کښي تر کابل پوري شهیر شوم

نه صورت نه هیولا راته معلـــــــوم شــــــــــوه

له لیدو د جوهـــــــــر فرد نه هـــــم ضریر شوم

د ذاتي او عرَضي په فـــــــــــــــرق کښي جانه

د هوا په سخت حصار کښي بند اسیر شوم

چه زه پوه په ناپوهي د دوی شـــــــــــوم جانه

نو طالب د احــــــــــــــــادیث و د تفسیر شوم

مدرّس د مدرســـــو شوم په ډېر ځای کښي

کله زهـــــــــد و عبادت تــــــــقوی پذیر شوم

وظایف او عــــــــــملیات او وِرد مي کار وه

اراده مي د سلوک وکـــــــــــــــــــړه فقیر شوم

دعاگو د ماهـــــــــرویانو شـــــــــــوم څو واره

چه بندي د تورو زلــــــــــــــفو په زنځیر شوم

عزیز عـــــــــــــــــمر مي ضایع په عبثیات کۀ

خوله کنډاسه ملا کږه اوس کوږ شاتیر شوم

په آخـــــــــر چه مي نـــــــــــــظر وکۀ اې وروره

په افلاس د هر یو څیز کښي بې نظیر شوم

اوس نه علــــــــــــم نه دولت نه بل کمال شته

په دوستي د محمد روشـــــــــن ضمیر شوم

(خطي نسخه ۲۰۷مخ)

+++++++++

که څه وایــــــــــــم له پیرانـــــــــــــــو وایم څه

ددې وقت له رهــــــــــزنانــــــــــــــــو وایم څه

شپه و ورځ ئې د تسبیحو دام په لاس وي

له دې داسي صیادانـــــــــــــــــــــــو وایم څه

عـــــــــــــمامه چپنه دواړه د صــــــــــوفیانو

اوس له دې ریاکارانــــــــــــــــــــــو وایم څه

ظاهر حـــــال ئې د صوفي په زړه لېوه وي

اوس د زړونو له لـــــــــــــــــــېوانو وایم څه

په لباس د صــــــــوفیانو کښي غدار وي

زه له داسي غـــــــــــــــــــــــــدارانو وایم څه

که امیر ئې پـــــــــه دام راشي تل اختر کا

له دا هسي خوشــــــــــــــــــحالانو وایم څه

که ئې ښځه شــــــــــــوه مریده نو دده شي

زه له داسي زانــــــــــیانـــــــــــــــــو وایم څه

د حرام حلال فــــــرق نه کاندي هیڅکله

اوس له دې پرهېزگارانـــــــــــــو وایم څه

که د غدر ډوډۍ مومي خپله نه خوري

زه له دې حرام خـــــــــــــــــــورانو وایم څه

په مجلس کښي ئې تل ذکر او ارشاد وي

د خلوت له غـــــــــــافلانــــــــــــو وایم څه

د هند خلق که هرڅو دوی مسلمان دي

زه له داسي مســــــــــــلمانـــــــو وایم څه

چه کلام د خدای موجود عمل په بل کا

له دې داسي قانـــــــــــــون دانو وایم څه

د قانون عمل مرغوب که له کلام شي

شي کافر له کافــــــــــــــــــــرانو وایم څه

او که حق گڼي کلام په قانـــون کار کا

ظلم و فسق دی له بدانــــــــــو وایم څه

دوسته پرَته کړه قلم  ژبه دي بند کړه

زه له داسي راستگـــــــویانو وایم څه

(خطي نسخه ۲۰۹مخ)

د اشعارو برخه پر ۲۱۱ مخ پای ته رسېږي او ورپسې د میراٍث منظومه رساله شروع کېږي چي یو سل و نهه اتیا (۱۸۹) مخه ئې نیولي دي. په پیل کي ئې د هغي بلي رسالې په شان یوه قصیده وشمه سریزه راوړې ده. د سر څو بیته ئې داسي دي :

تر بسم الله وروسته

اوس یاد کړه په اول نوم د خـــــــــــــــالق د بحر وبر

رحمت غواړه له خــــــــــــــــــــدایه د نبیانو پر افسر

رحمت دي وي نازل پر ابـــــــــــوبکر یارِ غــــــــــــــار

هم وي دي پر فـــــــاروق په ذی النورین و په حیدر

باقي چه څوک اصحاب د پاک رسول دي یا ئې آل

نازل شــــــــه په دوی واړو رحمــــــــــــــــتونه له داوَر

یو وقت مي دا خــــبره په زړه راغــــــــله په څو واره

چه هیڅ دي حاصل نه کــــړه په دنیا کښي بې ضرر

اوس علم فرایض یعني میراث کــــــــــړه ته منظوم

پر ژبه افـــــــــــغاني چه پښتنو له شي رهــــــــــــــــــبر

فایده ورځني واخلي ټول افــــــــــــــــــغان په اساني

څوک وکاندي دعا په حــــــــــــــق د ستا وقتِ سحر

…………………………..

د سریزي ټول بیتونه یو د پاسه سل(۱۰۱)بیته دي. ورپسې ئې د میراث رساله راځي. د رسالې هر مبحث په یوه بیت سره شروع کوي او بیا د هغه بیت شرحه د مثنوي په لنډ بحر کي بیانوي.  د رسالې پیل ئې په دې بیتو دئ :

اول مال د مُرده ورکړه هغه دَین کښي

چه هغه متعلق وي په کوم عین کښي

که څوک مړ شي ځما جانه

مال ئې پاتــــــــه شي عیانه

په دې مړي داسي دَین وي

چه تـــــعلق دده له عین وي

اول   دی لازم   اې وروره

چه مُرده خلاص شي له پوره

…………………….

رساله په دې بیتو پای ته رسېږي :

مرگ او ژوند مجهول شي وروره

د مفقود په شــــــــــــــــــان ئې گوره

د مفقود چه څـــــــــــــــه احکام دي

کل جاري په دوی تــــــــــــــمام دي

د میراث په پښتو رسالو کي په دغه تفصیل سره بله رساله زما (هوتک) نه ده تر سترگو سوې.

تر دغي رسالې وروسته یوه پاړسي مثنوي سته او تر هغې وروسته د بُرده قصیدې منظومه پښتو ژباړه راځي چي پیل ئې او پای ئې داسي دئ :

څه له یاده د یارانـــــــــــــو ساکنین د ذی سلم

اوښي ویني دي بهېږي له چشمانو وبله ضم

پای ئې :

قصیده چه چا پښتو کړه رحم وکړې په ده باندي

ټول ذنوب ئې ور معاف کـــــــــړې مؤخر هم مقدّم

دې قصیدې ټول لس مخه نیولي دي او لیک ئې نستعلیق دئ. تر دې قصیدې وروسته بیا څو نوري قصیدې سته چي موضوع ئې پند، نصیحت او ناظم ئې پخپله مولوي دوست محمددئ. په دې قصیدو کي یوه په عربي ژبه ده او وروستۍ ئې د خپل پیر طریقت جناب غوث الثقلین قدس سرّه په مدح کي ده.

د یوې قصیدې په پای کي ئې ویلي چي د (فتوح الغیب) د کتاب ژباړي ته ئې هم اراده کړې وه(۱۳). دده خپله وینا داسي ده :

یوه ورځ مي په خاطر کښي راغله وروره

چه کتاب فتوح الغیب واخله وگــــــــوره

چه تصنیف د ســـــــــــرحلقه د اولیاء دی

یعنی غوث الثقلین ځــمونږ پېشوا دی

مضامین ئې مرغلـــــــــــــــري بې بها دي

پـــه قیمت کښي که ادنا دي یا اعلا دي

له اوله تـــــــــر آخـــــــــــــره مي ای یـــــــاره

یو نظر پرې باندي تېر کــــــــــــړ په قراره

له هغه پس په زړه راغـــــــله بې اختیاره

یو ځل نه بلکه په څــــــــــــوا واره تکراره

چه همت له تا صادر که صبح و شام شي

افغاني شي منفعت د کتاب عــــــام شي

پښتنو لـــــــــــــــــــــره به دا وینا بهتر شي

هم به ډک له ثوابـــــــــونو ستا دفتر شي

په دنیا ئې هم اول د ځـــــــــــــان رهبر کړه

پس له هغه ئې نـــــــــــور خلقو لره ورکړه

گوندي غــــــوثِ ثقلین له تا راضي شي

جدّ دده شـــــــــاه کونین له تا راضي شي

+++++++++++

خو داسي ښکاري چي مولوي دوست محمد خپله دغه اراده عملي کړې نه ده او له همدې اسیته ئې پر پورتنیو بیتو باندي وروسته چلیپا کښلې ده.

زه به د مولوي دوست محمد کابلي د نوو موندل سوو منظومو پښتو رسالو په باب خپلي خبري سره راغونډي کړم او لوستونکو ته به ددغي نوي زېرمي د موندلو مبارکي ورکړم.

آشاوا ــ کاناډا

۱۶ مه د دسمبر ۲۰۱۸ع

++++++

لمنلیکونه

۱ ـ سالارزي د کرلاڼیو پښتنو له څلورو څانگو څخه یوه څانگه ده چي زیاتره په باجوړ او کونړ کي میشت دي.

۲ ـ دوندي خان ( ځونډی خان) بړېڅ د حافظ رحمت خان بړېڅ د اکا زوی وو. دی د پاني پټ په تاریخي جگړه کي د لوی احمدشاه بابا له کلکو ملاتړیانو څخه وو او د خرپ توري ئې وهلي وې. لوی احمد شاه بابا ئې د مېړاني په صله کي خلاتونه او جاگیرونه ورکړي ول.

۳ ـ هیوادمل، زلمی ، په هند کي د پښتو ژبي او ادبیاتو د ایجاد او ودي پړاوونه ـ ۴۵۲ مخ ، دوهم چاپ (۱۳۷۳هـ ش)، لاهور.

۴ ـ کابل مجله ــ ۱۰ گڼه ــ ۱۳۶۳ش ــ ارواښاد مولانا سیفی ــ د پوهاند رشاد لیکنه.

۵ ـ دغه کال په افغانستان کي د سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان د پاچهۍ لسم کال دئ.

۶ ـ هیوادمل، زلمی ــ د هند په کتابخانو کي د پښتو خطي نسخې ــ ۲۹۶ مخ ، ۱۳۶۳ش، کابل

۷ ـ تذکره علمای هند ــ صـ ۲۶۲ ــ چاپ نولکشور، لکهنو ـ ۱۹۱۴ع

۸ ـ هیوادمل، زلمی، یاد سوی اثر ــ ۴۵۴ مخ

۹ ـ پورتنی اثر، هماغه مخ  ــ او د هند په کتابخانو کي پښتو خطي نسخې ــ ۱۸۴ ـ ۱۸۶ مخونه

۱۰ ـ د ( آمد نامه) په نوم ایښولو کي به ښایي د ( آمدن نامه) رسالې اغېزه کړې وي. آمدن نامه یوه فارسي رساله ده چي د نورستان د” جدیدالاسلام” خلکو د تعلیم له پاره د امیرعبدالرحمن خان په امر په محرم الحرام ۱۳۱۶هـ ق = می ۱۸۹۸ع کال د گل محمد خان محمد زائی په اهتمام د کابل دارالسلطنة په مطبع کي چاپ سوې وه. په دغه رساله کي د فارسي ژبي د افعالو گردانونه د الفبې پر ترتیب راوړل سوي دي.

۱۱ ـ کابل مجله ـ هماغه گڼه

۱۲ ـ دا مجموعه زما د محترم اشنا کاکا اسدالله خان په خطي کلکسیون کي ساتله کېږي او ماته ئې د مهربانۍ له مخي کاپي کاناډا ته راولېږله.

۱۳ ـ فتوح الغیب د شیخ عبدالقادر جیلاني قدس سِرّه تالیف دئ. ژبه ئې عربي ده خو اردو ترجمې ئې هم سته.  

4 thoughts on “د مولوي دوست محمد کابلي منظوم پښتو آثار”
  1. خدای تردې زیات توفیق درکړي ، ښه مقاله مو لیکلې ده ، ماته یې خوند راکړ ، زما دوطن دار په باره کې وه ، خوزه هم کله لژاوډیر کتابونه لولم : د امیر رسمي سفرهندووستان ته ۱۹۰۶ کال د دسمبر په ۳۱ پیل سوی دی . اودویمه یې داچې امیر په ۱۵ جنوری باندې په اګره خپل سفر پای ته رسولی دی ، امیر اګرې ته په ۹ تاریخ رسیدلی او په پنځلس یې سفر پای ته رسیدلی دی ، تاج محل یې څو ورځې دمخه لیدلی و . په پاک او درانه الله مو سپارم
    زما معلومات د مک ماهن د ورځلیک په حواله دي چې استاذ رشید ژباړلی دی

  2. سلامونه.
    ځینی لوی مُلایان نه مَلایان پدې عقیده دی چه هر انسان به د هغه څه سره یا د هغه څه په مینه کی محشور شی کوم چه ورسره مینه لری
    هیله ده چه د روانی پېړۍ وړوکی رشاد صاحب یعنی استاد هوتک صاحب د پښتو او پښتنی فرهنګ سره محشور او د مرحوم حمزه صاحب دا ارمان چي( زه به جنت ته د پښتو سره ځم) هم تر سره شی
    چي رشتیا ووایم ما تر اوسه د کوم پښتون مولوی په ګوتو لیکلی شوی دا ډول سلیه او روانه او خوندوره شعری مجموعه نه وه لوستې
    مرحوم دوست محمد واقعاً چه د شعر په سمندر کی ښه لامبو کړېده
    د مولوی صاحب بله ښېګڼه او ښکلا دا وه چه تخلص ئې کابلی ؤ
    ماته خوند راکوی چه ووینم یو څوک مثلاً په کابل کی زېږېدلی وی او تخلص ئې مثلاً کنداری یا هروی وی یا برعکس
    دا کار یو ډول فرهنګی خواخوږی او انسجام او د ملی احساس او غرور د زېږېدو سبب ګرځی
    ښاغلی استاد او نورو ټولو ګرانو فرهنګی استادانو ته د لا زیاد بریالیتوب په هیله

  3. سلامونه
    له دواړو ښاغلو څخه مننه چي زما لیکنه ئې لوستلې ده. د ښاغلي زرین گل له معلوماتو څخه ممنون سوم. ما د
    علامه حبیبي مرحوم د افغانستان پېښلیک په حواله د امیر سفر د جنورۍ پر دوهمه کښلی دئ. دا چي تاسي ئې د سفر پیل درې ورځي مخکي بللی دئ، زه ایراد نه لرم.پښتانه وایي له یوه لاسه ټک نه خېژي
    په درنښت

  4. سلامونه
    له دواړو ښاغلو څخه مننه چي زما لیکنه ئې لوستلې ده. له ښاغلي زرین گل څخه دوه واره مننه چي د ځینو نېټو یادونه ئې پر زیاته کړې ده. ما د علامه حبیبي د پېښلیک ( ص ۲۲۲) په حواله هندوستان ته د امیر تگ د جنورۍ دوهمه لیکلې ده. څرنگه چي دا د لیکني یوه ضمني یادونه وه، نوره مي پسې ونه څېړله. پښتانه وایي له یوه لاسه ټک نه خېژي. ستاسي له یادونو مو ممنون سوم.ـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *