تاند- د ننګرهار د مومنددرې سلګونو اوسېدونکو نن /سې شنبه/ د امنیتي ځواکونو له لوري پر ملکي وګړو د وژلو په اعتراض کې مظاهره وکړه.
د مومنددرې اوسېدونکي وايي، خاصو امنیتي ځواکونو بېګناه خلک ویشتي او وژلي دي.
د ننګرهار چارواکو په ضمني ډول پېښه تایید کړې خو ویلي یې دي چې په دې اړه به پلټنه وکړي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطالله خوګياڼی وايي، ولايتي ادارې یو پلاوی سیمې ته استولی چې معلومه کړي وژل شوي او نیول شوي کسان څوک دي؟
د مومنددرې اوسېدونکي وايي چې د صفر دوه قطعې ځواکونو تېره شپه ۷ ملکیان وژلي او ۵ تنه نور یې له ځان سره بېولي دي.
اعتراض کوونکو، چې د جلال اباد ښار په مارکو بازار کې راغونډ شوي ول، وویل چې خاصو ځواکونو د مومند درې ولسوالۍ د قومي مشر محمد عمر پر کور چاپه واچوله چې په نتیجه کې یې د محمد عمر د درو زامنو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.
مظاهره چیانو د څو ساعتونو لپاره د جلال اباد – تورخم لاره بنده کړې وه.
دوی د وژل شویو کسانو جنازې هم جلال اباد ته راوړې وې.