ژپاړن:  ساحل منګل –

1 موميايي کول يوازې په مصريانو پورې اړه نلري. روميانو او يونانيانو هم په يوه وخت کې مړي موميايي کول .

۲د موميايي کولو پړاونه، چې د ميلاد څخه دمخه په پنځمه پيړۍ کې کيدل وروسته يې هم دوام وموند خو د مسيحيت په راښکاره کېدو سره دا دود پای ته ورسيد.

۳د ميلاد څخه دمخه له ۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۰ پورې د موميايي کولوپه اړه يو ګډه عقيده دا موجوده وه چې دا يو قوي او شفا ورکوونکي دارو دی. موميايي په اصل کې هغه ماده وه چې موميايي شوی جسد بيرته روغ پاتې کيده.

۴زيات شمېر هغه سياحان چې ۱۶۰۰ او ۱۷۰۰ کلونو کې یې مصر ته سفر کړی وو، موميايي شوي شيان  له ځانه سره کورونو ته راوړل او د تاريخي اثارو په توګه به یې له ځان سره ساتل.

۵ د لرغوني مصر مطالعه ،چې د مصر پيژندنې په نامه هم ياديږي په ۱۸۰۰ کې داکاډيميکو درسونو يوه مشهوره رشته وه.دموميايي کولو برخه ېې ډيره مشهوره وه او ډير شمير موميايي جسدونه ېې د اروپا موزيمونو ته وليږدول شول.

۶ په ۱۸۹۶ کال کې دبرطانيا لرغون پوه ويليام فلينډرد اېکس شعاع له لارې په موميايي شويو باندې ازموينې تر سره کړې .

۷ په ۱۹۷۰ کې يو شمير پوهانو د راديو ګرافيګ له لارې دېو شمېر ناروغيو دتشخيص هڅه وکړه تر څو وکولای شي دموميايي شو يو جسدونو له داخله ځان خبر کړي ،ددې راديو ګرافيک له لارې دمصريانو دموميايي کولو طريقې وموندل شوې.

۸په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې پوهانو دموميايي جسدونو څخه d n i واېستل ،په دې موخه ،چې ددې له لارې دهغو خلکو خصوصيات،دژوند چاپيريال او نور څه لاس ته راوړي او همدا دول ددو دناروغيو او جنتيکي خواص هم وڅيړي.

۹ دموميايي جسدونو په اړه دنويو څيړنو په اړه مختلفي ډلې لکه مصر پيژندونکي، ډاکتران، راډيولوژستان انسان پيژندونکي او دژبو متخصصان دخيل شول .

۱۰ دمومياېې شويو په اړه وروستي کشفيات درود نيل او ځينو نور سيمو څخه په لاس راغلل.

[email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *