(۱ برخه)
سريزه
انسانان اشرف المخلوقات دي، په ژونديوموجوداتو او غېر ژونديو توکوکې د فکر کولو او فکري توليد توانايي لري.
يوهڅاندپوه انسان د ځان او ټولنې د نيکبختۍ او خوشبختۍ لپاره حقيقت ته رسېدلولپاره سوچ کوي اوهيله يې د ټولنې پرمختګ وي، دغه حقيقت ته د رسېدلولاره فکري او علمي تحقيق غواړي.
یوښه مونوګراف بایدد څېړنې پر اساساتو برابره لیکنه وي.تحقيق د حق له ريښې جوړه کلمه ده، چې لغوي معنا يې د حق، حقيقت او واقعيت پلټنه، موندنه او سپړنه ده.او په ادبي اصطلاح په يوه خاصې اوځانګړې لارې او روش ديونامعلوم حقيقت پلټنې اوڅرګندونې ته تحقيق وايي.
څېړنه د پرمختګ لپاره يواساسي اصل دی او تحقيق په اسلامي علومو، ساينسي علومو او اجتماعي علوموپېشرفت کې ډېر مهم دی، نوله همدې امله څېړنه د ژوندپه لاروچاروکې د بهبود او خوشحالۍسبب ګرځيدای شي.
څېړنه خاص او عام کالبونه لري، چې له خاصو ډولونوځینې یو ډول مونوګراف دی.
په (مونوګراف لیکلو لارښود) اثرکې ما کوښښ کړی دی، چې په نوي فکراونظرخپله موضوع پيل او پای ته ورسوم اوځينې داسې موضوعات تربحث لاندې ونيسم، چې په اکثروليکنواوڅېړنوکې پرې بحث کم او يا شوی نه دی.
د څېړنې عامواوخاصوجوړښتونو(مقاله، رساله، کتاب، منوګراف، تېزس او ډيزرټيشن) کې د مونوګراف پېژندنه، د مونوګراف اهمیت او ارزښت، د ښه مونوګراف ځانګړنې، د موضوع انتخاب، د عامو او خاصو کالبونوعنوان ټاکنه، د مطالعې اړوند هر اړخيز موضوعات، د مونوګراف فزیکي جوړښت، دمونوګراف محتواېيز جوړښت او داسې نور په لسهاوو سرليکونه لري.
د مونوګراف لیکلو لارښود اثر په ټوليز ډول شپږ څپرکي لري:( د مونوګراف ابتدايي موضوعات، د مونوګراف فزيکي او محتواېيز جوړښت، د مونوګراف د سرته رسولو مراحل، د مونوګراف ليکنې مواد، د څېړونکي خصوصيات او د څېړنې عام او خاص کالبونه)لوی سرليکونه پکې موجود دي، او هرڅپرکی په لسهاوو نورلوی او واړه عنوانونه لري، چې په عام ډول يې ټول عنوانونه د مونوګراف لیکلو او څېړنې پېژندنې لپاره مهم دي.
په خاص ډول يې لوی سرليکونه دادي: (د مونوګراف پېژندنه، د څېړنې اوڅېړونکي ځانګړنې، د څېړنې عام جوړښتونه (مقاله، رساله او کتاب)، د څېړنې خاص جوړښتونه (مونوګراف، تېزس او ډيزرټيشن)، د څېړنې ژبه، د تحقيقاتو او تخليقاتو د ژبې توپير، د څېړنې لپاره د مطالعې ځای، وخت اود ناستې ځای، د څېړنې د مطالعې اسباب، د موضوع انتخاب، د موضوع خاکه، څپرکي او سرليکونه، د ماخذونونه د استفادې لارې چارې او داسې نور.)
د تحقيق په جريان کې مې ټول دويم لاس او درېيم لاس(ثانوي) ماخذونواومنابعونه استفاده کړې ده. ځينې ماخذونه زمالپاره د ډېر استفادې وړ وواو ځينې نور يې د کم استفادې وړ وو.
د ځينوماخذونواهميت او ارزښت زما د موضوع لپاره زيات و او ما ترې زياته استفاده کړې ده.
د حاضر اثر د کارله پيل څخه د مخه مې د موضوع د ليکلواو تکميل لپاره د ځان سره پلان اوطرحه درلوده.
د څېړنې طرحه:د مونوګراف لیکلولارښود اثر د ليکلو د پيل څخه د مخه مې ذهني او فکري تګ لاره د علمي کارکولولپاره درلوده.
د موضوع انتخاب په هکله مې فکرکړی و او د موضوع سره خاصه مينه مې ددې لامل شو، چې د لیکلوکار مې پای ته ورسوه.
د هرډول ماخذونواوموادو پيداکول مې دکاربله برخه وه.په کتابتونونو، د ځينو دوستانو او خپل شخصي کتابتون کې د څېړنې اړوند مواد راټول کړه او په مطالعه مې پيل وکړ.
د مطالعې لپاره اړوند ټول ضروري وسايل مې برابر کړل اودمطالعې په پای کې مې د غوره شوې موضوع لپاره خاکه جوړه کړه اوخپل څېړنېز کار مې پيل اوپای ته ورسوه.
د مونوګراف لیکلولپاره مې يوه فرضي طرحه درلوده، چې د کمو او زیاتوکمونو او زياتونوپه صورت مې کار پای ته ورسوه.
د څېړنې هدف: محصل چې کومې اصلي اوفرعي پوښتنې د ذهني او نظري طرحې په ډول لري، دې پوښتنو ته ځوابونه پيدا کول اودحل لارې چارې لټول د محصل کار دی او د مونوګراف لیکلو په اهدافو کې راځي.
د حقيقت او واقعيت پلټنه، سپړنه او موندنه اوديونامعلوم او پټ حقيقت کشفول د څېړنې هدف دی.دغه د حقايقوپلټل اوڅرګندول په عام ډول ساينسي اواجتماعي علومواو په خاص ډول د هرې ځانګړې موضوع لپاره عملي کېدای شي.
الله تعالی انسان ته فکر ورکړی دی اود دغه فکري توليدپواسطه کولای شي چې په ژوندکې د حقايقو د پيدا کولو لپاره د ژوندله پيله تر پايه هلې ځلې وکړي، ددې حقايقو پيدا کول اوڅرګندول د څېړنې هدف دی.
د انسانانود ژوندد بهبود لپاره څېړنه، هدف او ارزښت يې دېرمهم دی.
د تحقيق برکت دی، چې په ټوله نړۍ کې ورځ تربلې نوی ساينس پرمختګ کې دی.
د څېړنې ارزښت: د مونوګراف هره موضوع خپل ـ خپل ارزښت لري، ځينې تحقيقاتي موضوعاتوته ضرورت زيات وي، نوارزښت یې هم په ټولنه کې مهم وي.
په ساينسي علوموکې طبي څېړنه يوډول ارزښت لري اوپه اجتماعي علوموکې ادبي څېړنه بل ډول اهميت اوارزښت لري.
نن چې په طب، فضايي څېړنو، طبیعت پېژندنه، معلوماتي ټکنالوجي او نورو تخنيکي علمي ساحوکې چې بشريت کومې له حده ډېرې وړاندې او پرمختللې پرمختګونه کړي دي، دا ټول دڅېړنونتيجه ده، ځکه څېړنه ده چې په علم کې سرعت راولي او د پرمختيا اوترقۍ په لوريې رهبري کوي.
د څېړنې ارزښت او اهميت د ټولوعلومولپاره يواساسي او بنسټيز اصل دی.
د څېړنې پوښتنې:هرمحصل اوڅېړونکي ته کله کله په يوې موضوع پوښتنې پيداکېږي، دې پوښتنوته ځواب موندلوپسې محقق يولړعلمي اوفکري لاره تعقيبوي.
محصل د ځانګړوپوښتنودځواب موندلولپاره د تحقيق ځانګړي ډول او ميتود نه په استفادې پوښتنو ته ځواب پيدا کوي.لکه:
اصلي پوښتنې:
۱. مونوګراف څه ته وايي؟
۲. د مونوګراف ارزښت، اهمیت او د لیکنې لارې چارې څه ته وایي؟
۳. د مونوګراف فزیکي اومعنایي جوړښت کوم ډول دی؟
۴. د ښه مونوګراف د موضوع غوره کول څه اهمیت لري؟او داسې نور.
فرعي پوښتنې:
۱. د مونوګراف ژبه څه ته وایي؟
۲. د مونوګراف د موضوع غوره کول او عنوان ټاکل څه ته وايي؟
۳. د محصل لپاره مطالعه څومره ارزښت لري؟
۴. د شکل اومحتواله مخې مونوګراف کوم خصوصيات لري؟
۵. څېړنه اوڅيړونکی بايدکوم خصوصيات ولري؟ او داسې نور.
د څېړنې په پوښتنوکې لومړۍ څلور پوښتنې اصلي ياکليدي پوښتنې دي او ورپسې پنځه پوښتنې فرعي پوښتنې دي.د ټولوپوښتنوځواب موندنه دڅيړونکي وظيفه ده.
د څېړنې تاريخي شاليد(پس منظر):ختيځ پوهان اولويديځ پوهان د څېړنې په هکله خپل نظريات اوافکار په ليکلي ډول پر بېلابېلوتحقيقي کالبونوکې وړاندې کړي دي.
پښتوژبې کې د مونوګراف په هکله زياتې اوکمې ليکنې د مقالو، رسالواو کتابونو په شکل شوي دي. دکومواثارو، چې د ماخذاو منبع په ډول يې ما په خپل علمي کار (د مونوګراف لیکلو لارښود)کې استفاده کړې ده، په لاندې ډول دي:
د څېړنې لارښود: ددې اثرليکوال کانديداکاډميسین محمد صديق روهي دی. لومړی چاپ يې په ۱۳۵۴ لمريز کال، د پښتوټولنې لخوا شوی دی او دويم چاپ ۱۳۸۵ لمريز کال، د افغانستان د سيميزو مطالعاتو مرکز لخوا شوی.
دڅېړنې لارښوداثرپخپل وخت کې علمي اوڅېړنېز اثر واو د استاد روهي د نورو تحقيقاتوپه ډول، دا اثر یې هم خپل ارزښت او اهميت لري.
زما په پوهه پښتو ژبې په چاپ شوو اثاروکې د څېړنې لارښود اثر اوس هم نوی افکار او نظريات لري.
د علمي څېړنواو پلټنوتګ لاره: دا کتاب دکتور فخرالدين قانت لیکلی دی. په ۱۳۸۵ لمريز کال په پېښورکې چاپ شوی دی.
دا اثردڅېړنې اوپلټنې اړوندځينې دکارخبرې لري، چې د ادب مبتدي شاګردانولپاره يې لوستل بې ګټې نه دي.
د مقالې ليکلواصول او د مطالعې او څېړنې لارښود: دا اثردبېلابېلو کتابونو د منتخبوبرخو ژباړه اوراټولونه ده، ددې اثر ژباړن عبدالمالک همت دی او په ۱۳۸۸ لمريز کال په کندهار کې صحاف نشراتي موسسې لخواچاپ شوی دی.
په کتاب کې د څېړنې د لاروچارواړوندپه زړه پورې بحثونه لري او په نهه برخو کې ليکل شوی دی.
همدارنګه د تحقيق فن، د ډاکټرمحمدهمايون هما، د ليکوالۍ فن(اتم څپرکی) د تحقيق روش (درسي لکچر نوټ) او د مختلفوویبپاڼو نه د مونوګراف یا تحقیق اړوند له څو مقالو استفاده کړې ده.
همدارنګه دفارسي ادبياتودڅوبېلابېلواثارو نه دخپلې څېړنې په برخه کې ګټه اخيستې ده.
د څېړنې ميتود: هره څېړنه بایدد تحقيق له بېلابېلوډولونواو ميتودونوپه استفادې په علمي اومسلکي ډول سرته ورسېږي.
ميتود(څېړنه)رهبري کوي اوپرمستقيمه لاره ليکوال خپل هدف ته رسوي.
په هره څېړنه کې بايدمحقق له پيله تر پايه ځانګړی ميتود تطبيق کړي.
دمونوګراف لیکلو لارښود اثر کې دکتابتوني تحقيق او تشريحي ميتوده ګټه اخيستل شوې ده اود ډول ـ ډول کتابونو د خپلې موضوع په هکله د کارمواد را اخيستي دي. کوښښ مې کړی دی، چې تر هر سرليک لاندې د خپلې موضوع په هکله د کارخبرې راوړم اوموضوع مې اوږدوالي ته پريښې نه ده.
نور بیا …………………………….