خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۲-۱۰
کندهار، افغانستان- د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر خبر ورکړ چي په کندهار ښار کي د موټرسايکل پر غبرګو سپرليو او د موټرانو پر تورو هيندارو بنديز ولګېد.
د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي دا څرګندوني نن سهار د ولايت مقام د رسنيو په مرکز کي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وکړې. نوموړي وويل چي د مرکز کابل د امر پر اساس په کندهار ښار کي د موټرسايکل غبرګ سپرلي او د موټرانو توري هينداري بندي دي او هيڅوک حق نه لري چي موټر ته توري هينداري ولګوي يا پر موټرسايکل دوه سپرلي واوسي.
اطرافي داراز وويل چي ملي پوليسو تېره اوونۍ ۱۰ وسله وال مخالفين وژلي، ۳ يې ټپیان کړي، ۳ يې ژوندي نيولي او ۳ نور مشکوک کسان يې نيولي دي. هغه زياته کړه چي ملي پوليسو داراز يو موټرسايکل بم کشف او شنډ کړی او له وسله والو مخالفينو څخه يې ۱۹ موټرسايکلان نيولي دي.
اطرافي وايي ملي پوليسو يوه توپنچه، ۵۷ ماينونه، ۵۴۰ کيلوګرامه باروت، ۲ د ماين ريموټ کنټرولونه، ۲ د ماين کانچې، ۱۰ متره ثانيه سوز لاين، ۷۴ د هوان مرمۍ او ۲۸ د توپ مرمۍ نيولي دي.
نوموړي وويل چي څه باندي ۱۵ کيلوګرامه هيرويين، ۶ ګرامه شيشه، ۴۵ ګرامه ترياک، ۳۳۰ ګرامه چرس، ۷۸ لېټره الکهولي مشروبات، يو موټر، ۲ موټرسايکلان، ۱۵ معتادين او ۷ تنه مظنونين نيول سوي دي. د هغه په خبره چي ټرافيک پوليسو تېره اوونۍ ۱۶۴۵۲۴ افغانۍ ټرافيکي عوايد د مستوفیت له لاري افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.