تاند- اپل د یوې داسې چوکۍ یا سیټ د اختراع حق ثبت کړ چې پر هغې له ناست کس سره په مختلفو لارو ارتباط ټینګوي.
دا چوکۍ، چې (haptic feedback for dynamic seating system) نومېږي، ورباندې ناست کس ته د لړزنده سیګنالونو په وسیله د خطر خبرداری ورکوي او یا په داسې ډول قات کېږي چې ناست کس له خطره ژغوري.
له دې چوکیو څخه به په اتومات یا بې چلوونکي موټرو کې کار واخیستل شي خو اپل اوس په لکسیس موټرو کې، چې سینسرونه او کمرې لري، دا سیټونه ازمويي.
څو کمپنۍ د اتومات موټرو په جوړولو او ازمویلو کار کوي او ګومان کېږي چې راتلونکی د دې ډول موټرو دی.
دا چوکۍ داسې سیسنرونه لري چې یو لمسي سیستم پکې فعالېږي او د لړزې په وسیله د موټر چلوونکي ته خبرداری ورکوي.
اوسني دا ډول سیستمونه یوازې هغه مهال صوتي خبرداری ورکوي چې موټر له لارې وځي.