تاند- د موټرجوړولو یوې کمپنۍ د موټرو لپاره ځانګړی وای فای اختراع کړی دی.
د بریتانیا د موټر جوړولو بینټلي (bentley) کمپنۍ ویلي چې د موټرو لپاره یې لومړنی د باور وړ او اغېزمن وای فای سیستم جوړ کړی دی.
دې کمپنۍ یو روټر جوړ کړی چې د موټر په لاندینۍ برخه کې ځای پر ځای کېږي.
بینټلي کمپنۍ غواړي چې تر ۲۰۱۹ پورې په خپلو ټولو موټرو کې دا سیستم، چې اډوانسد کنیکتیفیټي (Advanced Connectivity) نومېږي ولري.
Advanced Connectivity له د روټر په منځ کې له ۳ سیمکارتونو څخه په استفادې د موټر د حرکت په مهال سپرلیو ته انترنیټ برابروي.
پر دې سیستم شویو تجربو ښه نتیجه لرلې او بینټلي کمپنۍ اوس خپلو مشتریانو ته د دې ټکنالوژۍ د استفادې پر طریقې کار کوي.
د دې وای فای له لارې د موټر د سپرلیو لپاره برابرېدونکی انترنیټ دومره غښتلی دی چې سپرلۍ پرې د سکایپ له لارې خبرې کولی شي او تلویزیوني خپرونې لیدلی شي.