تاند- په جرمني کې د کیکسا د ډیزاین مرکز د دې لپاره چې په ښارونو کې د ترافیک یا بیروبار مخه ونیسي د موټر او موټرسایکل ترمنځ نقلیه وسیله طراحي کړې ده.

د جرمني په مونښن (مونشن- مونیخ) کې د کیکسا د ډیزاین مرکز دا موټرونه، چې په حقیقت کې یو ډول تېزې ریکشاوې دي داسي طراحي کړي چې هم دوه او هم څلور ټایزونه لرلی شي.

1د دې موټرو ښېګڼه دا ده چې په هر ځای کې په اسانه درېدای شي، مصرف یې کم دی او د پارکینګ ستونزه یې لږه ده.

1دې ته ورته موټرونه پخوا هم جوړ شوي خو د لېرې سفر لپاره مناسب نه دي بلل شوي په تېره بیا که خدای مه کړه ترافیکي پېښه کېږي د سپرلیو ژوند یې له زیات خطر سره مخامخ کېږي.

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *