مجيد ژړاند
هر وخت په دې فکر کې يم، چې څنګه د ستونزو له ګرداب څخه ځان وباسم، څه ډول وکولای شم، چې د خپلو بچيانو د زدکړې حق ادا کړم، څنګه د خپلې ناروغي مور او پلار د خدمت جوګه وګرځم؟
  خپلې مېرمنې ته مې د ژوند هيڅ ډول سهولت ورنه کړ،  خپل واړه بچيان مې د ليدو په هيله د ژوند شپې تېروي او پر دې هيله دي چې  کله به زموږ  سترګې په يو بل خوږې شي.
دوستان هم د يادولو وړ دي، چې  له ستونزو د وتلو لار درښيي،  داسې څوک هم کم نه دي، چې تل يې ماته  هيلو او اميدونو پنډونه راتړلي دي.
 که نن له يو داسې چا نه  د هغه د احسانونو د مننې يادونه کوم او ددې لپاره يې ستایم، چې زما  په مخ کې ولاړ د ستونزو دېوالونه يې نړولي دي، داسې څوک چې د مشر ورور په څېر يې د خپلې افغاني او پښتني مينې په خوږو موړ کړی يم.
 که له خپلې ګرانې مورکۍ نه لرې يم، يا زما او مېرمنې تر منځ  فاصلې او واټنونه دي، خو ملګرو  سره مينې او نژدېوالي  زما  قوت او ځواک نور هم زیات کړی دی.
 نن د يو داسې ملګري په ياد څو کرښې ليکم، چې يواځې مينه پېژني او په مخلصه ملګرتيا باور لري، ماته يې مينه راکړې ده او  د ورور په څېر زما په هر درد دردمن شوی دی.
اصف بارز يو داسې څوک دی، چې  هره شېبه  يې راته  د اخلاص په لوښي کې د مينې خواړه راکړي دي،  ډېرې ستونزې يې راته حل کړې دي.
اصف بارز يو داسې څوک دی، چې  ملګرتيا او مينه يې د اخلاص ده،   ملګرتيا يې پخه او د  هر ملګري په درد درمند دی، هغه څوک چې  له مورنۍ خاورې څخه په واټنونو لرې ده، خو مينه او ملګرتيا يې کليوالي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *