د مينې مجلې ګرانو مينه والو!

تاسو ته به د فيسبوک له لارې مالومه شوي وي، چې مينه له  مالي بحران سره مخ شوې وه، خو له ښه مرغه د ليکوال، شاعر، ژورناليست  او زړه ته راتېر ملګري باز محمد عابد پام ور واوښت او د مينې ستونزې يې له تاسو  قدرمنو سره شريکې کړې.

  تاسو  ښاغلو ته يې د مينې د بقا په خاطر ځولۍ وغوړوله .

اوس چې ستاسو د مينې له برکته  پر ما کوټه شوې مينه تر ډېره ووتله نو دا دى  ستاسو د مينې او مرستې له برکته په دې وتوانيدو چې د مينې ٥٨  مه ګڼه  له چاپخانې راوباسو.

زه په سر کې له ګران ملګري باز محمد عابد نه يوه نړۍ مننه کوم چې د مينې کمپاين يې په بريالي توب سره وچلولواو په دوهم قدم کې له هغو ټولو دوستانو مننه کوم چې د مينې مجلې  لپاره يې عابد صېب  ته  پيسې راولېږلې  او ده  هم په  پوره ايماندارۍ  او ډېره مينه د ښوونځيو په زده کونکو د ګرمو ډوډيو په شان ووېشله .

هغه دوستان هم د قدر وړ دي، چې د فيسبوک پر پاڼه يې په څه نا  څه شکل  د مينې مجلې له پايدو سره مينه ښودلې ده.

٥٨  مه مينه هم د تېر په څېر په ډېره ښکلې بڼه په ١٢٠ مخونو کې بېلابېلې دينې، علمي، ادبي او هنري ليکنې په خپله لمنه کې لري

قدرمن دوستان کولاى شي چې د مينې تازه ګڼه په جلال اباد ښار کې له  مازيګر کتابپلورنځي څخه تر لاسه کړي او ډېر ژر به  د کابل  او خوست  په ګډون د افغانستان يو شمېر نورو ولايتونو ته هم ورسېږي او د مينه والو تنده به ما ته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *