په ٥٧ مه مينه کې هم د تېر په څېر، ډېر په زړه پورې، سياسي، ټولنيز،ادبي، هنري، ورزشي او تفريحې مطالبو ته ځاى ورکړل شوى .
مينه هغه يواځينې کلتوري اوهنري مجله ده، چې له تېرو يوولسو کلونو راهيسې له ننګرهاره خپرېږي او په ټولو پښتون مېشتو سيمو کې يې ډېر مينه وال پيدا کړي.
اوس تاسې کولاى شي، چې مينه په جلال اباد ښار کې له مازيګر کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړئ او په پام کې ده، چې په نژدې راتلونکې کې به د کابل ، خوست او نورو ولايتونو کتاب پلورنځيو ته هم ورسېږي.
سلامونه او نیکی هیلی می ومنه.
مینه په کندز ولایت کی نه پیدا کیږی په داسی کی چی په کندز کی د پښتنو شمیر ډیر دی همدا رنګه پښتو ډیر مینه وال لری. که امکان لری نو مینه کندز ته هم راولیګی