په دې ګڼه کې :

عمر عباس هلک او چرګ غږولی!

انجينر طارق نجيب  بليک هول راپېژني .

نورالحق حداد وا يي: مينه له مينې پيدا کېږي .

استاد نجيب منلی اغېزمنې سياسي ليکنې راښئ !

 عبدالله مسيزي د سر ګړنې او محاورې راټولې کړي.

نياز علي خاکسار د ماه عالم شهزاده د ژوند داستان بيانوي .

خوشال خليل د تلويزونو په باره کې هسې يوه خبره کوي .

ابراهيم شينواري د فوق العاده مثبتو خلکو نهه عادتونه ترجمه کړي.

احمد جمال جمال مچلګه درپيژني په ارزښت او شاليد يې رڼا اچوي .

د کرکټ  بورډ اجرايوي ريئس شفيق الله ستانکزي مرکه به مو خوښه شي.

قاسم خان مندوخېل د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د هغې وينا متن ژباړلی چې د افغانستان د پارلمان ودانۍ پرانستې ته يې کړې ده.

د سردار ولي بې کور طنز ، د ممتاز اورکزي، نعيمه غني، ميوند درځار په ليکنو سربيره، د مبارک شاه داودزي، صابر شينواي او نصرت ارمان لنډې کيسې هم په زړه پورې دي.

همدارنګه دا ځل مينه په خپلې ځولۍ کې د جاويد واګ، استقلال مومند، جعفر الماس، عزت الله ځواب، سيدشاه سعود، مبارک خاموش، ساجد سمون، مهربان ستومان، سحاب موسم او   نورو شعرونه هم لري .

تاسې کولای شئ مازيګر کتابپلورنځي ته راشئ او مينه د ځان ملګرې کړئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *