مينه مجله چې د تېرو دولسو کلونو راهيسې له ننګرهاره خپرېږي له لږ ځنډ وروسته چاپ شوه .

د مينې  په   60  مه ګڼه کې په ښکلو مطالبو، شعرونو او لنډو کيسو سربېره د هېواد له تکړه کيسه ليکوال عبدالوکيل  سوله مل شينواري، ښه فوټوګرافر عبدالرب حبيبيار او ملي لوبغاړي سميع الله شينواري سره مرکې هم راغلي.

تاسې کولای شئ مينه په جلال اباد کې له مازيګر کتابپلورنځي څخه واخلئ.

 کندهار، خوست، پکتيا، کابل او نورو ولايتونو  ته به په نېږدې ورځو کې ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *