د مينې دا ګڼه هم د وخت له غوښتنو سره سم  په زړه پورې،  علمي،  ټولنيز، سياسي،  ادبي او سپورتي مطالب لري.

     د ننګرهار نوي والي ته په پرانيستې ليک سر بېره د نړۍ د ستر مبارز نيلسن مانډېلا ژوند ليک، ښکلي شعرونه، ښايسته  لنډې کيسې  او د پښتو ژبې د نوموتو ليکوالو ليکنې  پکې راټولي دي .

مينه خپلواکه کولتوري او هنري مجله ده، چې له تېرو دولسو کالو راهيسې خپرېږي.

اوس تاسې کولای شئ مينه مجله په جلال اباد ښار کې له مازيګر کتابپلورنځي واخلئ، کابل، پکتيا، خوست او نورو ولايتونو ته به په نېږدې ورځو کې ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *