د مينې محکمه، په افغانستان کې مو د مينې او محکمې د نوم له اورېدو سره  ممکن په ذهن کې د مينې پر وړاندې پراته دودونه، سنتي چاپيريال او د محکمې سره يو ځاى اداري  فساد، رشوت خاوره قاضيان، پيسې او معاملې سترګو ته ودرېږي، خو موږ درته د مينې او محکمې په اړه نه بلکې  تر دې نامه لاندې د خوږو حکايتي کيسو د ژباړل شوې او تازه خپرې شوې ټولګې خبر در کوو، چې د ځوان کهول يوه هڅاند استازي او د حقوقو پوهنځي محصل  ذبيح الله رحيمزي ژباړلې او د کتاب بازارونو ته راوتلې ده.

دمینې محکمه چې شاوخوا شپېته  لنډې کیسې پکې راټولې شوي، تر ډېره دانسانانو له رښتيني ژوند او ټولنې سره تړلې دي، د ولس په ژبه او عام فهمه دي او ډېر زر ذهن ته سپارل کېږي .

دمینې محکمه د شهباز خپرندویه ټولنې له لورې په ښو پاڼواو ښکلۍ پښتۍ دچاپ په ګاڼه سمبال او وړمه ورځ د د ادب ډګر د مینه والو تر ګوتو راورسېده..

په پښتۍ پوره خوارې شوې،د پښتۍ په لومړي مخ یو اونه  چې رشته یې د محاکمې سره مخ کېدونکې ده دا را ښایې چې ژوند بې له میني نا ممکن دی.

او د پښتۍ پر شا د یواځې د ژباړن تصویر راغلی ، خو د ژباړن د تصویر ترشا یو انځور  په داسي حالت کې را غلي دی چې ترډیره یې معصومیت پکې د میني د محکمي تا ثیرات را ښایي .

دا ټولګه ټول ۸۷ مخونه لري،۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوی،د پښتۍ ډيزاین یې تکړه پښتۍ جوړونکي انعام الحق احساس کړې او له فارسي ژبې ژباړل شوې دلنډو کیسو ټولګه ده.

اوس نو د مینې محکمې پاڼې پرانیزو، ستړي به مو نه کړي یوه کیسه یې چې لولې نو بلې ته به مو تلوار زیات وي چې یو دبلې نه یې د لوستلو  خوند زیات او له پند څخه ډکې وي.

په لومړي مخ د مینې محکمه لیکل شوې ډالۍ یې لیکوال خپل ژوند ته کړې نه څرګندیږي چې له ژوند څخه خپل ژوند او که تر شا یې کوم بل څه دي؟

په دغه ټو لګه باندي د هیواد تکړه لیکوالانو ګل رحمان رحماني او سید عبدالله نظا مي سریزي کښلي . ښا غلي رحماني په دغه ټو لګه یو څو کرښي خوندورې کيسې ، خوندوره ژباړه په نوم داسي

 داسي توري کړي دي  ( اصلاحي او حکايتي کيسې دنړۍ په نورو ګڼو ژبو کې دود دي او که چېرته پلټنه وشي ؛ نو ګڼې داسې کيسې موندلای شو ، چې له يوه پنډ کتاب او اوږدو نصیحتونو شايد ډېر اغېز ولري او د خپل مخاطب په ذهن او زړه کې بدلون راولي ، دا ډول کيسې تر ډېره دانسانانو له ريښيني ژوند او ټولنې سره تړلې وي ، دولس په ژبه او عامه فهمه وي او ډېر زر ذهن ته سپارل کېږي او نورو ته په اسانۍ سره بيانېدلای شي .

په پښتو ژبه کې به داسې کيسې وي ، خو ډېر يې فوکلوريکي دي او معاصرو لیکوالو یا خو نه دي ليکلې او يا خو هم بيخي کمې دي ، يو علت يې ښايي دا وي ،چې ډېر ليکوال دکره کتنې او لنډې کيسې دجوړښتي چوکاټ له وېرې دا نه ليکي او وېره يې دا وي ،چې دلنډې کيسې په نوم يې څوک حساب نه کړي .)

خوتکړه ژورنا لیست سید عبدالله نظامي په خپله لیکنه کې لومړی د خپلې یارۍ او دوستۍ په اړه لیکلي

په ښونځي کې مې هم دخپل کول له هغوسره يارانه پخيده چې به مې په مزاج برابرشو اوکه به مې په چادخپلو همفکرو ګومان وکه اوهغه به زماله خياله سم راونه خوت په ايمان چې دنيم لارې ياري مې ورسره کړې او داځکه چې که دبنګړو له دوکاندارسره دجومات ملا کينې حتمي به يي په مجلس کې ټکر وي ملاصيب به دممبر،امامت سلامت اوملامت کيسې کوي او دوکاندارمامابه وايي چې نن مې ګاک خوندور و شنه بنګړي ترسرو ډيرې مينه والې لري

ښاغلي نظامي رحیمزی په تول پوره ژباړن بللی،خو ورته یې سپارښتنه داده چې سم څه ترموږ سم راورسوي .ورسره یې لیکلي :رحيمزى ددې وس لري چې دکره اوپوره لوستنې اوڅيړنې وروسته دنورو ژبوګټوراثار پښتو کړي اوکه مې دغه شرط په شرط مني زه به هم ومنم چې په داسې کولو به يي خپله ژبه بډايه کړي وي.

د ژباړن د پیژندني په پلمه ادیب پال لیکوال او شاعر نورولي سعید شینواري لیکي چې

په بنډارونو کې کله کله د تخلیقاتو او هڅو یادونه هم راځي. خدای شته زموږ د مینې یوه ژوره ریښه د همدغو ادبي هڅو او تخلیقاتو پربنا هم تړلې ده.

شینواري د رحیمزی په اړه لیکي، دی خوږې ادبي ټوټې لیکي او په سیاسي تحلیل کې هم پوخ لاس لیکنې لري.

شینواری ځان د ژباړن د قلم د چینې تږی بولي او په راتلونکي کې ترې لا هم  د نورو هڅو هیله کوي.

ژباړن هم په ټولګه کې څو خبرې لري

دې په یوه څنډه کې لیکي:

داکیسې مې هله دسترګوتورې شوې چې عقل مې په پخیدو شو لاخو منزل ته نه یم رسیدلي ،خولاره مې ومونده  دخبرو سره مې سروکار شو اوس مې خبرې لټولې او چې به مې کومه خوښه شوه نو یادښت کې به مې ورته زولنې اچولې او چې به مې څه پیدا کولو له ځینو ملګرو سره به مې شریکولې یونیم پکې ددې لیواله و چې له فاړسي نه څو دا پښتو ته را اړولې کیسې ستاسوخوږو پښتنو منګولو ته ورسوم که مو ترې خوند واخست په ځان به ډاده شم .

په پای کې ژباړن د خپلو ملګرو  منندوی شوی چې یې هڅولی او ورسره ستړي شوي.

په پاى کې هم د مينې محکمې کتاب څخه  يوه ټاکل شوې لنډه ژباړه هم درسره شريکوو، دا ژباړه پادشاه او دهغه ډبرينه تخته نومېږي:

پادشاه او دهغه ډبرينه تخته

په تېره زمانه  کې یو پادشاه یوه ډبرینه تخته د یو څلور لارې په منځ کې کیښوده .

 د دې لپاره چې د خلکو غبرګون معلوم کړي ، ځان یې په یو ځای کې پټ کړ .

د بادشاه ځینې مشران ملګري او بډایه خلک بې تفاوته د ډبرینې تختې تیریدل .

ډیرو به ویل:

چې دا څه ډول ښار دی چې هیڅ نظم پکې نشته .

د دې ښار حاکم عجیبه سړی دی ….

په داسې حال کې ، چې هیچا هم ډبرینه تخته له لارې نه پورته کوله .

دلمر پریوتو په وخت کې یو دهقان ، چې په شاه یې میوه او سبزیجات تړلي وه ډبرې ته نیږدې شو ،بار یې په ځمکه کیښود په ډیر زحمت یې ډبره له څلور لارې پورته او غاړه ته یې کیښوده ،

نا څاپه یې د ډبرې لاندې یوه کڅوړه پیدا کړه .

کڅوړه یې پرانیسته په کڅوړه کې یې د سرو زرو سکې او یو یادښت پیدا کړ .

پادشاه په هغه یادښت کې لیکلي و :

)) هر خنډ کیدای شي  ، چې د انسان د ژوند د  تغیر سبب شي .((

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *