د مينې محکمه روانه او د څارنوالۍ دنده د عقل په غاړه وه. په دې هکله فکر له یوه اړخه د مغز له یوې برخې چې هغه هېرول دي پرېکړه وکړه خو زړه د مينې د بښلو غوښتنه کوله. د بدن نور غړي له زړه سره مخالف و. که څه هم زړه تر ډېر فشار لاندې و خو بیا يې هم د مينې ملګرتیا وکړه.
زړه پر سترګو غږ وکړ، تاسې نه وئ چې تل مو د ښایسته مخ د لیدو هڅه کوله. غوږونه يې مخاطب کړل تاسې څنګه پړه پر مينې اچوئ، تاسې هم ګرم یاست ستاسې هڅه به تل دا وه تر څو يو ښکلی غږ واورئ.
بیا يې پښو ته وویل چې تاسو به هم تل د ښکلا خوا ته د تلو هیله لرله او په ډېر تلوار به يې پر خوا ور روانې وئ.
ټولو غړو مخ ترې واړاوه او د محکمې له خونې ووتل، یوازې عقل او زړه په غونډه کې پاتې شول، عقل زړه ته وویل ودې لیدل ټول له مینې بیزاره دي. زه په دې باور یم چې مينې تر هرڅه تاته ډېر درد درکړی خو ته يې ولې تر اوسه هم ننګه کوې.
زړه یو سوړ اسوېلی وویست ويې ویل:
زه بې له مینې ژوند نه شم کولای. پرته له مینې یوازې د غوښې یوه ټوټه یم چې یوازې درزېږم، د همدغو غړو خدمت کوم او درزیږم او هره شېبه بې له هغه کاره چې را تر غاړې دی، بل کار نه لرم، یوازې له مینې سره کولای شم یو ریښتنی زړه و اوسم.