څومره مين یې ؟؟؟
مينتوب هم بلاخره یو تصادفي دی د شاعر په قول، که غواړې یا نغواړې کيږي. د ډيرو روانشناسانو لپاره دا پېښه جالبه ده. مثلا استرنبرګ د مينې به اړه علمي نظریه لري. استرنبرګ پدې عقيده دی، چې یو محبت درې اړخه لري:
لومړی: معشوقې ته وفاداري.
دوييم: د صميمیت احساس
درييم: معشوقې ته د جنسي اړېکي ميل
د استرنبرګ په نظر چې هر یو له دې دریو څخه نه وي، یو ځای نه یو ځای ماتېږی.
لاندې پوښتنه د مينې د جزیاتو په اړه زیات کار نلري، غواړې و پوښتی چې به ټوله کې مين یاست کنه؟
دا امتحان د نورس ايسترون په پوهنتون کې جوړ شوی دی او ډېری محصلين ور څخه ګټه اخلي.
څه ډول لدې امتحان نه استفاده وکړو؟
لاندې عبارت ووایئ او خپله مشوقه پکې ووينئ، د معشوقې نوم مو د هغې کلمې پر ځای کېږدئ. اوس که هر یو عبارت په مکمل ډول برابر و د اووه عدد، که نسبتا برابر و د شپږ عدد، که کم برابر و د پنځه عدد او که عبارت هم سم او هم غلط( د ستاسې د نظر به اړه ډاډه نه و) د څلور عدد، که د هغه سره کم مخالف و د درې عدد، که نسبتا مخالف و د دوه عدد او که په ټوله کې مخالف و د یو عدد د عبارت مخکې و ليکئ.
۱) هغې ته د رسیدلو لپآره ډېره لرم؟
۲) پوهېږم هغه ډېره جذابه ده؟
۳) هغه د نور خلکو په پرتله کمې نيګړتیاوې یا عيبونه لري؟
۵) زما په اند، هغه ډېره زړه ته را نږدې ده؟
۶) له دې سره مينه لرم، چې خپل احساسات له هغې سره شریک کړم؟
۷) کله چې له هغې سره یو ځای کار کوم، کار راته ډېر پورې وي؟
۸) دوست لرم، چې هغه ضرور زما شي؟
۹) که په هغې باندې څه وشي، ډېر زیات خپه کېږم؟
۱۰) زیاتره وخت د هغې به اړه فکر کوم؟
۱۱) ډېر مهم دی، چې هغه زما علاقمنده وي؟
۱۲) کله چې د هغې سره یم، مکمل خوشحال یم؟
۱۳) دا راته سخته ده، چې د زیات وخت لپآره له هغې نه ليرې و اوسم؟
۱۴) له هغې سره ډېره علاقه او مینه لرم؟
د عدد اېښودو لارښوونه:
اوس مو چې کوم عددونه وهلي دی، ټول سره جمعه کړئ.
- که تاسې په ټوله کې ۸۹ نمرې واخيستې، نو ستاسې حالت خراب دی. تاسې د مينانو بده ډله شوې یاست یانې چې تاسې د مينې حد مات کړی دی دومره لوړ تللي یې! او که مو په رښتينې ډول سره ځواب ور کړی وي، نو ستاسې په مینه کې هېڅ شک نشي راوړلای.
- که مو نمرې د ۷۸ یا ۸۸ وې، تاسې په احتمالي ټوګه زیات مين یاست او کوم څه ندي پاتې چې ستاسې د مينې په سر و درېږي.
- که مو نمرې د ۶۸ او ۷۷ وې، نو کم احتمال شته دی، چې مین یاست. اما په هر صورت تاسې بیا هم مينو کې حسابېږئ.
- هغه کسان چې له ۶۸ څخه ټيټ نمرې اخلي، ښه داده، چې خپله خپل ځان تير نباسي، ډېری احتمال شته دی چې دوی چندان عاشق یا مين ندي.
- او آخر کې هغه کسان چې، د ۵۸ څخه کمې نمرې واخلي، په هېڅ صورت ندي مين. دې ډلې ته دا ښه ده، چې د خپل ځان لپاره د بل کسب په لټه کې شي او د خپل ملګري احساساتو ته د مينې نوم ور نکړي.