نېټه: ١٣٩٣-۹-۱۷
کندهار، افغانستان- په ډېر غم او خواشينۍ سره خبر سوم چي د هېواد او ملت دښمنانو د کندهار په ميوند ولسوالي کي د ځانمرګو بريدونو په واسطه زموږ ۱۳ عامو وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله. انالله وانا اليه راجعون
نن یوولس نيمې بجې پنځو تنو ځانمرګو بريدکوونکو د ميوند ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ وسله وال بريد وکړ. امنيتي ځواکونو په ډېرې مېړاني او سرښندني څلور ځانمرګي بريدکوونکي تر لږ مقاومت وروسته په ډزو ووژل او يوه بل ځانمرګي بريدګر خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. په پېښه کي يو تن ملي پوليس، يو د ملي اردو سرتېری او څلور عام کسان چي قومندانۍ ته مراجعينو په توګه راغلي ول، شهيدان سول. په ياده پېښه کي درې تنه ملي پوليس او څلور عام وګړي ټپیان سوي چي دامهال تر درملني لاندي دي.
د هېواد او ملت دښمنانو بيا پخپل دې ناوړه عمل په ډاګه کړه چي دوى اصلاً له افغانانو سره دښمني لري. د اسلام او دين دښمنان تل هڅه کوي چي د خوار او غريب ولس په منځ کي له وحشت، دهشت، افراطيت، کرکې او نفرت څخه ډک بريدونه او ناروا کړنې ترسره کړي دي. دوى هيڅکله نه غواړي په افغانستان کي سوله او امنيت راسي. دوی پخپل دې وحشيانه عمل ولس ته وښووله چي نه د انسانيت او نه د اسلام درناوی لري.
زه دا ډول بريدونه او ترسره کوونکي يې په سختو ټکو غندم او پر ټولو افغانانو ږغ کوم چي په يوه ږغ د هغو کسانو چي د افغانستان ثبات له منځه وړي، مخه ډب کړي او پر وړاندي يې مبارزه وکړي.
کندهار ولايت مقام شهيدانو ته د فردوس جنت او کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندي کوي او ټپيانو ته د عاجلي شفاء او دوستانو او اهل بيت ته يې د الله تعالی له درباره د زغم غوښتنه لري.