د مېوې دخوښې له مخې دشخصيت پېژندلو ته پاملرنه وکړی،ممکنه ده د دې ميوو په انتخاب سره ستاسو دشخصيت راز په چټکۍ سره ښکاره شي او د ارواپوهنې دغه ټيسټ تاسو ته ښيي ،چې دخلکو علاقه له ميوې سره څه ډول ده او شخصيت ېې څنګه دی ..
مڼه
که له مڼې سره علاقه لری نو تاسو يو افراطي شخص ياست ،چې ديوه وړې انګيزې او مخکې له فکره کار سرته رسوی،ډانګ پيلې خبرې کوی،له سفره خوند اخيستلی شی ،کولای شی،چې په ښه ډول سره ديوې ډلې رهبري په غاړه واخلی او کارونه ېې پر مخ بوځی دژوند کولو لپاره زياته علاقه لری ،چې دغه انګيزه ستاسو په دې خصوصياتو کې بې سارې ده.
نارنج يا مالټه
صبرناک او طاقتمند شخص ېې ،چې اراده دې ډيره قوي ده ، دامو خوښيږي ،چې کارونه مو په کراره ولې خامخا ېې ترسره کړی،شرمګير یې او نږدې دوستانو ته داعتماد وړ ېې ، دژوند ملګری په دقت او زړه له کومې ځان ته ټاکی او له هر ډول بې ځايه بحثونو څخه ډډه کوی.
شفتالو
دوستانه برخورد کوی ،جراتي او له خبرو ډک یی ،نور خلک ډير ژر بښی او بد ېې هيروی ،ملګرتيا ته ډير په احرتام قايل یی ،ازادي غوښتنه اولوړوالی ستاسوپه شخصيت کې ښکاري ،فعال او کلک ېې ،په خپل کار کې صادق او وفاداره ېې او دامو نه خوښيږي ،چې نورو ته ځان وښاياست.
گلابی/ يو ډول ايرنۍ مېوده ده
که ټول پام مو خپل کار ته واړوی کولای شی ،چې په برياليتوب سره ېې ترسره کړی ،کله کله دکارونو په سرته رسولوکې بې ثباته او بدلون کوی او دې ته ليواله ياست ،چې دخپل زياراو کوښښ پايله ډير ژر وګوری،په ګټورو بحثونو کې ګډون کوی او خوند ترې اخلی او بې طاقته یی او ډير ژر زړه ماتي کيږی .
گیلاس
که ګيلاس مو دعلاقې وړ وي نو ژوند مودتل لپاره درته خوږ ندی ،دپيسو دپيداکولو لپاره زيات فکر کوی،ښه نوښت لری او تل په هغو کارونو پسې ګرځی ،چې نوښت پکې وي ،په ګډژوند کې صادق او وفاداره ياست ولې داحساساتو ښکاره کول ستاسو لپاره اسانه ندي ..
کېله
مينه ناک،نرم،زړه سوانده او دتودې وينې شخص ېې ،خو ځينې وختونه په نفس باندې دنه باور له امله ځوريږې او لږ اندازه ويره په تاسو کې ليدل کيږي ، په ځينو وختونو کې خلک ستاسو داخلاقو څخه غلته ګټه اخلي ،خپل دژوند شريک په هر وخت کې په هره موضع کې پوښتی ،او له نورو سره ستاستې اړيکې په نورمال حالت کې قرار لري .
کوپره
په جدي ډول فکرمند او انديښمند ېې ، که څه هم له ټولنيزو اړيکوڅخه خوند اخلی ولې دشر يک ژوند په ټاکلو کې سخت ېې،په کارونو کې سرسخته ېې ولې بې پروا نه ېې هوښياري،باهوشي او خبرو ته غوږ ايښودل ستاسو نور شخصي خصوصيات دي ، دژوند ملګری مو بايد باهوشه وي په ژوند کې کوم احساسات مهم دي .
تور انګور
په ټوليز ډول دروند شخص ېې ،ډير ژر په غصه کيږي خو ډير ژر بيرته خپل حالت ته راځې ،له هر ډول ښايستونو څخه خوند اخلې ،محبوب ېې ،سخاوتمند خوی لرې ،په ژوند کې مو ډيرې هيلې او ارزوګانې ګرځي راګرځي او هر کار ،چې تر سره کوې خوند ترې اخلې،دژوند ملګر مو بايد په احساساتو کې در شريک شي او ستاسو له غوښتنو خوند واخلي ..
آناناس
ډير ژر تصميم نيسې او دکارونو په سرته رسولو کې چټک ېې د دندو له بدون څخه ويره نه لری ،چې دغه ځانګړنه ستاسې دشخصيت له ښه والي څخه دی ،دکارونو په برابرولو کې توانايي لرې اوله زياتو کارونو او دندو څخه نه ستړی کيږي ،کوښښ کوې ،چې دنورو سره په اړکو کې په نفس باوري او صادق واوسې ،ملګري مو ډير په بيړه نه ټاکی خو که له چاسره ملګرتيا پيل کړې تر ډيره ېې ورسره پالې ،کله کله احساساتي کيږې او شايد دژوند ملګری مو ستاسې داثر لاندې وې.
ګلابی ته په پښتو کی ناک وایو