د محرقې تبه یو ډول مېکروبي تبه ده، چې په دوامدار ډول رامنځته کېږي. دا تبه د ماشومانو لپاره چې ټیټ بدني مقاومت لري ګواښوونکې ده.
هغه مېکروب چې د محرقې د ناروغۍ د پیداکېدو لامل کېږي، د ناپاکو اوبو او د ناروغانو د بېکاره موادو څخه منځته راځي، چې وروسته د مچانو او ګرد غبار له لارې خوراکي توکو ته لېږدول کېږي او د ډېرو کسانو د ناروغۍ لامل

کېږي.
یوه مور د خپل پنځه کلن ماشوم د محرقې په اخته کېدو داسې وایي، له ناروغۍسره یې سخته تبه، نسناستی او استفراغ و، ان تر دې چې بې حسه شوی و. هغه لومړی محرقه وروسته مننجیت شو.
ډاکټران وایي چې د محرقې مېکروب لومړی په وړو کولمو کې ځای نیسي وروسته د وینې سیستم ته ننوځي چې د بدن د ټولو غړو لپاره ګواښوونکی ثابتېدای شي.
اساسي ګواښوونه چې ماشومان ورسره مخ دي: لومړی مغز ته د محرقې د مېکروب رسېدل دي چې د مغز د فلج او یا مننجیت لامل کېږي.

ډاکټر نجیب الله طیب وایي که د محرقې مېکروب وده وکړي د وړو کولمو د سوري کېدلو او په خېټه کې د داخلي وینې کېدو، او د ناروغ د مړه کېدو سبب کېږي.
عبدالله اووه کلن دی او په روغتون کې د محرقې د ناروغۍ له امله بستر دی، دی وایي: کله چې محرقه شوم په خېټه او سینه مې بخار پیداشو چې سخته سر دردي، استفراغ، نس ناستی، بې اشتیاهي او سر ګنګسوالی یې درلود.
هغه څوک چې د ویالې، سیند او یا د څاه له اوبو څخه ګټه اخلي باید اوبه جوش کړي.

د محرقې د ناروغ متیازې او بېکاره مواد باید دفن شي تر څو د محرقې له تکرار او لېږد څخه مخنیوی وشي.
اخځونه
لطفاً عنوان اصلاح کړئ
د ناروغی پر ځای ناورغی ښکاری
تشکر