تاند- د افغانستان د ملي اردو د مځکني ځواک قومندان د هیواد په شمال کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د شل زره کسیز ځواک د جوړولو په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له نظر سره مخالفت وکړ.
جنرال مراد علي مراد نن /یکشنبه/ د افغانستان شمال ته په سفر کې وویل:«د ملي اردو له چوکاټه دباندې له طالبانو سره د مبارزې لپاره د شل زره کسیز ځواک جوړېدا د منلو نه ده.»
جنرال مراد د جنرال دوستم د طرحې د ردولو په ترڅ کې وویل، د افغان امنیتي ځواکونو له چوکاټه دباندې هیڅ پوځي ډله نه شي منلی.
د افغانستان د مځکني ځواک قومندان وویل، د افغانستان ملي اردو په خپل جوړښت او چوکاټ کې ډېرې تکړه او غوره قطعې لري چې د افغانستان امنیتي اړتیاوو ته پوره ځواب ویلی شي.
ده زیاته کړه، که دا ډول ځواک جوړ هم شي باید د ملي اردو په چوکاټ کې دننه وي نه له هغه دباندې.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په وروستیو کې د هیواد شمال ته د سفر په لړ کې ویلي و چې د ولسمشر اشرف غني په مشوره به شل زره کسیز ځواک جوړ کړي او د هغه په وسیله به لومړی د هیواد شمال او بیا ختیځ او جنوب له طالبانو تصفیه کړي.
جنرال مراد علي مراد په عین حال کې په افغانستان کې د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې ډلې فعالیتونه تایید کړل.
په عنوان کې د شل زره پرځای شل راغلي دي. هیله ده چې اصلاح یې کړئ او له ما نه مننه وکړئ. درناوی
ډېره مننه
ښاغلی ګنډیرې وروره ! ته خو زموږ دستر ګو توراودزړه سر یې ستا سې څخه هر وخت مننه. خدای ستا سې ډول افغانان تال موفق او خوشاله لرې.
د ملی ارد و دباندی د څواک جوړول جی تر هر نامه لانری وی د ملی وحدت به ز یان ده او تیرو تجربو دا ثبو ته کړی هم ده. د جنرا ل سایب حبره ډیره مهمه ا و دملی ګټو سره همږغی ده. موږ به دا سی جنرا لا نو ویا ړو او ملا تړ یی کوو
.
ډیر ښه قومندان سیب ستاسو نذر ډیر د قدر وړ دی
افغانستان باید یواځې ملي پوځ ولري له ملیشو څخه باید افغانستان پاک کړای شي
د ملي اردو د باندې بل ځواک جوړول د افغانستان په زیان دی.
نظر لاندې دلایلو ته.
اول: د مصارفو له مخې، چې افغانستان په بحراني حالت کې قرار لري.
دوهم: موږ ملي اردو لرو، ولي پر همدوي کار ونه شي.
دریم: د کودتا چانس ډېریږي. موږ ته تاریخ ثابته کړي