مځکه

Earth Has a Layer No One Knew About

Popular Science

March 25th 2015

Mary Beth Griggs

 

مځکه په خپل جوړښت کي ډېر پټ او ناسپړلي رازونه لري او د مځکي په اړه زموږ معلومات په واقعیت کي خورا لږ او سرسري دي. هغه څه چي انسانانو د سمندرونو له ژورو څخه نیولې د غرونو تر لوړو څکو پوري لیدلي او تجربه کړي دي، هغه د دې خاورینې کرې یوازي یوه کوچنۍ برخه تشکیلوي، چي د مځکي د منځنۍ برخي څخه خورا لیري د یوه پوښ په حیث یو نازک قشر دئ. د دغه قشر پنډوالی د سمندر له تل څخه څلور مایله او د مځکې له سر څخه د شلو څخه تر دېرشو مایلو پوري ژور دی چي قطر یې ۳۹۵۹ مایله کېږي.

اوس له دغو رازونو څخه یو راز وسپړل سو. په « Nature Geoscience » کي څېړونکو د مځکي په اړه یو نوی کشف اعلان او خپور کړ چي د دغه دباندنی پوښ لاندي یو خورا سخت او کلک قشر یا پټ سته او تر دغه پټ لاندي او د مځکي د منځنۍ برخي تر منځ مایعات او اوبلنې ډبري موقعیت لري. دغه نوی پیدا سوی قشر تقریباً د یادو سوو قشرونو په منځ کي واقع دئ.

د (امریکا) د یوټا د پوهنتون یو جیالوجیست یا مځکه پېژندونکی « لوویل مییاګي» په مطبوعاتي کانفرانس کي وویل:

«مځکه لکه پیاز څو خوره لري. ډېری دغه خورونه یا قشرونه د معلومو مینرالونو څخه جوړ دي، خو دغه خور د منارولونوڅخه نه بلکي د منارالونو د فشار او قوت څخه منځ ته راغلی دئ.»

په دې صورت کي، د پخوانیو څېړنو په اساس څېړونکي پوهېږي، چي د مځکي دغه کودرکي یا دغه یاد سوی قشر (چي سمندر او وچي پر ولاړي دي) کله سره ښوئېږي او لاندني قشر ته ورلوېږي. د مځکي د مخ څخه (۹۳۰ مایله) لاندي دغه د سنګړو سطحه داسي معلومېږي چي موقتاً یې حرکت پرېئښی وي او هیڅوک نه په پوهېږي چي ولي؟ د دغه عملیې مستقیم لیدل او تحلیلول نا ممکن کار دئ. لومړی دلیل دا چي تر اوسه هیڅ چا دومره ژوره برمه نه ده وهلې، چي دغه (قشر) دي سوری کړي او دوهم دا چي د دغه قشر د کودرکو ورلوېدل د (۳۰۰میلیونو کلونو) په ترڅ کي کېږي. نو مییاګي او د ده ډلي بل څه وکړل.

دوی یوه آله، چي (diamond anvil) یا الماسي سندان نومېږي، د دغه قشر پر معمولو پیدا سوو ډبرو باندي د خورا ډېر قوي فشار د راوړلو په نیت په کار واچوله. کله چي ۹۳۰ مایله لاندي پر هغو ډبرو فشار راوړل سو، دا معلومه سول چي د هغه قشر د ډبرو مقاومت او سختوالی یې د نه باور تر اندازې ډېر سوی وو. په دغه قشر کي د هغو ډبرو چي په پورتنیو برخو کي هم پيدا کېږي، سختوالی یې ۳۰۰ برابره زیات دئ. د دغه ۹۳۰ مایلو لاندي د ډبرو سره اټومونه په خپلواکه توګه په حرکت کي دي، آزادېږي او په دې توګه د کلک قشر د کودرکو سطحه نړوي او منځ ته ور ډوبېږي.

خو ځکه چي د ۹۳۰ مایلو لاندي حدودو ډبري خورا ډېري کلکي او قوي دي، د دغه قشر کودرکي د ډبرو او خورا کلکي برخي تر منځ تر څه وخته پوري پر خپل حال ولاړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *