د مځکې اتومسفیر ته کاربون ډای اوکساید

تاند- د امریکا د سمندرونو او اتومسفیر د چارو اداره وايي چې د سږکال په مارچ میاشت کې د مځکې د کُرې په اتومسفیر کې د کاربون ډای اوکساید ګاز اندازه دومره زیاته شوې چې تر دې پخوا هیڅکله دومره نه وه ثبت شوې.

د سږ کال په مارچ میاشت کې د مځکې په اتومسفیر کې د کاربون ډای اوکساید ګاز تناسب په هر ملیون کې 400.83 و چې د مځکې د عمر په تېرو دوو ملیون کلونو کې یې ساری نه دی لرلی او د دې معنا دا ده چې تر عادي پروسې ۱۰۰ هومره چټکوالی پکې راغلی دی.

دا زیاتوالی د ۱۹۸۰ میلادي کال ۱۸ برابره دی.

په امریکا کې د سمندرونو او اتومسفیر د ملي ادارې د ګلتوني ګازونو ساینسپوه پیرتانس وايي:«دا مسله ډېره بېروونکې او هېښوونکې ده. په دې خاطر ډاروونکې ده چې د کاربون ډای اوکساید ګاز د زیاتېدو پروسه په ګرانه ورو کېږي او هېښوونکې په دې خاطر ده چې دا زیاتوالی په خورا سرعت راغلی دی او د مځکې د سوکه تغییراتو په تناسب یوې چاودنې ته ورته والی لري.»

د دغو ګازونو زیاتېدا د مځکې د کُرې د تودېدو او د کنګلونو د ویلي کېدو سبب کېږي چې په نتیجه کې یې سېلونه جاري کېږي او ځیني سیمې تر اوبو لاندې کېږي.

همدا علت دی چې په ډېرو نړیوالو کنفرانسونو کې د چاپېریال پاکوالي او د هغو عواملو پر مخنیوي تاکید کېږي چې چاپېریال ککړوي.

په وروستیو څو لسیزو کې یې افغانستان یوه بېلګه دی. اوس د پخوا په شان واورې او بارانونه نه اوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *