تاند- ساینسپوهان وايي، هغه اسماني جسم چې د مځکې لور ته راروان دی ممکن د ژوند د نښو د موندلو لپاره د نورو مخلوقاتو یوه ستره ستوربېړۍ وي.
د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، په کلیفورنیا کې د هارورد نجومي فزیک د اسماني اجرامو او شهابونو مرکز څېړونکو د دې اسماني جسم څرک لګولی چې د مځکې په لور په خورا سرعت راروان دی. پر دې جسم، چې شمسي نظام ته راداخل شوی، دوی (Oumuamua) نوم ايښی دی.
د دې جسم په مسیر کې بدلونونو او د هغه سرعت سبب شوی چې ساینسپوهان دې نتیجې ته ورسېږي چې ممکن د نورو مخلوقاتو یوه مصنوعي وسیله وه.
فضا او ورپورې اړونده خبرې چې د غرب لخوا په سیستماتیک ډول مخ ته وړل کېږي، 99 سلنه یې له درواغو او الحاد ته کش کوونکو ادعاوو ډک دي. زمکې ته په هره ژبه کې زمکه وایي، هیڅ ژبه نشته چې پکې د زمکې نوم بال ته ورته یو څیز وي.
کله کله داسی ګډی وډی پیښی په فضآ کی پیښیږی، خو نجومی ساینسپوهان داسی فکرونه او خیالونه کوی چه دا به داشی وی او دا به دا شی وی؟
دا درسته خبره ده چه په فضآ کی ډیر داسی شیان شته چه انسانان تر اوسه د هغی څخه هیڅ ډول معلومات نلری، د دوی دغه اوسنی خبره چه د نورو مخلوقاتو په باره کی یی کړیده، هم یو خیالی نظر دی، دوی ورته هم
د ممکن لفظ استعمال کړی دی
په فضآ کی ممکن ځینی اسمانی تیګی او شهاب ثاقب سپک وزن ولری شاید دخاوری او ډبرو څخه جوړ شوی وی، کله چه د خپل مدار څخه وځی نو سرعت او تیزوالی یی ورو یا سلو وی
بیا ممکن ځینی نوری دغه اسمانی تیګی او شهاب ثاقب ډیر دروند وزن ولری، او په ډیر تیز سرعت سره حرکت وکړی، شاید دغه تیګی د اوسپنی، فولادو ، یورانیمو او یا نورو داسی درندو او وزن لرونکو عنصرنو څخه جوړی شوی وی چه تر اوسه دغه نجومی ساینسپوهان هم تری خبر نه وی
دلته ځما نظر دادی چه دغه ساینسپوهان باید د دغه جسم دسرعت تیزوالی او د مسیر په بدلونونو خطا نشی، او یا ورته سمدستی د بل شی یا نورو مخلوقاتو د مصنوعی وسیلی یا سفینی نوم ور نکړی
ځکه د مسیر په بدلونونو کی شاید په دعه وسیله کی داسی مقناطیسی مواد وی چه کله مسیر دنورو اجسامو دکشش په ذریعه په بدلون کی راولی