تاند- ساینسپوهان د لومړي ځل لپاره غواړي له دې خبر شي چې د مځکې تر قشر لاندې څه دي؟ دوی د دې هدف لپاره مځکه برمه کوي.
په ویدیو کې د مځکې پاسنی قشر، تر قشر لاندې او د مځکې منځ یا مغز په نښه شوي دي.
د مځکې تر قشر لاندې برخه د سمندر له تله شاوخوا ۱۰ کیلو متره لاندې یا ژوره ده.
تر قشر لاندې برخه د ټولې کُرې په سلو کې ۸۰ تشکیلوي.
اوس ساینسپوهان غواړي چې د برمه کولو له لارې د مځکې تر قشر لاندې برخې څخه خبر شي.
د چیکیو په نوم له جاپاني بېړۍ څخه د دې هدف لپاره کار اخیستل کېږي. له دې بېړۍ څخه به د سمندر تل برمه شي.
دوی هیله لري چې په دې توګه به پوی شي چې مځکه څرنګه جوړه شوې وه.
پر دې سربېره به د مځکې د لاندینۍ برخې د کیمیايي ترکیب په باب معلومات ترلاسه کړي.
د دې کار (برمه کولو) بل هدف دا دی چې ایا زموږ د کُرې په ژورو (لاندینۍ برخه) کې مایکروبي ژوند شته؟
ساینسپوهانو ته به دا هم څرګنده شي چې د سمندر د تل د قشر او د مځکې د لاندینۍ برخې ترمنځ واټن څومره دی.
تراوسه پورې په ارام سمندر کې د ۳ سیمو پر برمه کولو غور شوی دی. دا سیمې په هاوايي، کوستاریکا او مکسیکو کې موقعیت لري.
پر دې پروژې به ۵۴۲ ملیون ډالره لګښت وشي. د دغو پیسو یوه برخه به د جاپان حکومت ورکړي.
د جاپان حکومت په دې هیله دا پیسې په غاړه اخیستي چې د دې څېړنې په نتیجه کې به د زلزلو د وړاندوینو امکان برابر شي.