تاند- د اګست میاشتې په وروستیو ورځو کې یوه نسبتاً لویه سیاره ګۍ د مځکې د کرې له څنګه تېره شوې ده.
د فلورانس په نوم دا اسماني پرښه یا ډبره، چې اندازه یې ۴ کیلومتره او ۴ سوه متره وه، د اګست په دېرشمه د مځکې کُرې ته نژدې تېره شوه او هیڅ خطر یې پېښ نه کړ.
له اټکلونو سره سم فلورانس له مځکې تر ټولو په نژدې حالت کې ۷ ملیون کیلومتره واټن درلود.
تر دې پخوا هم په ځلونو اجرام مځکې ته نژدې تېر شوي خو دا یوه تر نورو غټ و.
د ناسا له لوري د مځکې د کرې په شاوخوا کې د اجرامو د ثبت له پیله تراوسه پورې فلورانس تر ټولو ستره سیاره ګۍ بلل شوې ده.
د ناسا څېړونکو مخکې تر مخکې د فلورانس لپاره په کلیفورنیا او پورتوریکو کې رادارونه نصب کړي وو.
تر دې وړاندې چې دا سیاره ګۍ د مځکې له ۷ ملیون کیلومترۍ تېره شي ځینو وېره ښکاره کړې وه چې ممکن پر مځکه ولګېږي.
ساینسپوهان فکر کوي چې ۶۵ ملیون کاله پخوا پر مځکه د کومې سترې سیاره ګۍ د لګېدو په نتیجه کې پر دې خاورینه کُره د دایناسورونو نسل ختم شو.