تاند- په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې په وروستۍ پېړۍ کې د مځکې محور ۱۰ متره خوځېدلی دی.
د فوربس مجلې د راپور له مخې، د ناسا ساینسپوهان وايي چې د دوی په تازه څېړنو کې معلومه شوې چې په تېره پېړۍ کې د مځکې محور د کال ۱۰ سانتي متره بدل شوی دی او په سلو کلونو کې ۱۰ متره خوځېدلی دی.
دوی وايي چې دا تغییر د انسان په ورځني ژوند اغېز نه لري خو په جي پي ایس، د مځکې د څار د سپوږمکۍ او د مځکې د ترویتونونو د دقیقو معلوماتو د لاس ته راوړلو لپاره باید هغه محاسبه شي.
د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې څېړونکو سورندا ادیکاري او اریک ایوینز پخوا هم د د اوبو پر بهیر د مځکې د محور د خوځېدو د اغېز د څرنګوالي په اړه څېړنې کړې وې.
د دوی په وینا د مځکې د محور د بدلېدو یو دلیل دا دی چې د مځکې پر مخ وزن په متوازن ډول نه دی وېشل شوی. همداراز مځکه بشپړه ګردۍ نه ده او په حقیقت کې یوه بیضوي کُره ده او له همدې کبله د راګرځېدو په مهال په خپل محور کې خوځي.