د امریکا فضایي اداره ناسا وایي، د ځمکې په کهکشان کې یې ۷۱۵ نوې سیارې موندلي دي.

فضایي څیړونکو پرون وویل چې دا نوې سیارې د ناسا د کیپلر پیاوړي ټیلیسکوپ په ذریعه موندل شوي.

 له دې نوي کشف سره اوس زموږ په کهکشان کې د سیارو شمیرشاوخوا ۱۷۰۰ ته رسېد.

څیړونکو ویلي چې شل کاله مخکې ستوري پیژوندونکو د دغو سیارو په اړه معلومات نه درلودل.

دوی ویلي چې د نویو کشف شویو سیارو څلور یې د ځمکې د کرې دوه نیم چنده غټې دي او له لمرڅخه هم دقیقا هغومره فاصله لري چې پرسطح  یې د اوبو موجویت چې د ژوند اساسي عنصرګڼل کیږي ورته اړتیا لري.

د ناسا فضایي څیړونکي ډګلاس هډګینس وویل، د کیپلر ټیلیسکوپ اساسي هدف دا دی چې د ځمکې بله کره پیدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *