تاند- یوه نوې څېړنه ښيي چې د شاتو د مچیو او اروپايي بمبرو د لیدلو د پراسیس (عملیه) میکانیزم د انسان غوندې دی.

مچۍ او بمبرې د انسان تور و سپین مخ پېژندلی شي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، داسې ښکاري چې د حشرو بصري قدرت تر هغه څه زیات دی چې مخکې تصور کېده.

د استرالیا د (RMIT) پوهنتون د څېړونکو له لوري په نوې څېړنه کې څرګنده شوې چې د شاتو د مچیو سترګې دا توان لري چې د انسان مخ د هغه د تورو سپین عکس له مخې وپېژني.

دوی وايي چې مچۍ د پراسیس له داسې میکانیزم څخه کار اخلي چې د انسان بصري میکانیزم ته ورته والی لري.

سره له دې چې د انسان مازغه ۸۶ ملیونه او د مچیو کوچني مازغه صرف ۲ ملیونه حجرې لري، خو بیا هم د مچیو د سترګو د لیدلو د پراسیس قدرت انسان ته ورته دی.

د دې څېړنې په نتیجه کې په دې پوهېدل چې د مچیو د لیدلو د پراسیس میکانیزم انسانانو ته ورته والی لري، مرسته کوي چې څېړونکي ورڅخه د ځیرک مصنوعي ذهانت په سیستمونو کې کار واخلي.

د دې ترڅنګ مچۍ د انسان ملګرې کېدای هم شي. دا ویدیو وګورئ چې یوه مچۍ له انسان سره یې یارانه نښلولې ده.

مچۍ د انسانانو او په مجموع کې د ټول طبعیت لپاره ډېرې ګټورې دي. که ټولې بمبرې او مچۍ ومري، څه به وشي؟ په دې ویدیو کې یې ځواب ووینئ:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *