نن سبا ځینې وګړي په مډالونو او ستاینلیکونو نازول کېږي او همدارنګه هغه کسان چې تحصیلي دوره، روزنیز ورکشاپ یا کوم کورس تماموي، بری لیک یا ډیپلوم ترلاسه کوي.
مډالونه، بري لیکونه، ستاینلیکونه او ډیپلومونه معمولاً په خاصو مراسمو کې ورکول کېږي او خپل تشریفات لري خو څومره چې ما لیدلي دي، د دې شیانو اخیستونکي اکثراً د دې مراسمو ادبونه نه مراعاتوي. مثلاً کله چې ولسمشر د چا پر ټټر مډال ټومبي، د هغه سترګې په مډال او د ولسمشر په لاسونو ښخې وي. یا دا چې د مډال ورکوونکي ته ډېر نژدې یا له حده زیات لرې درېدلی وي. یا داسې ولاړ وي چې پښې یې ارتې نیولې وي، یا یې یو زنګون لږ قات کړی او کوږ ولاړ وي. ځینو یوه پښه مخې ته، بله شا ته اېښې وي. چا خوله جینګه نیولې وي یا په دې وخت کې مقابل لوري ته څه وايي. موږ په حربي ښوونځي کې د دې مراسمو تشریفات او ادبونه زده کړي وو چې زما په فکر یوازې په عسکرۍ کې نه، بلکې په ملکي مراسمو کې هم باید مراعات شي ځکه چې ښه منطق په کې دی.
د مډال، ستاینلیک یا بل سند د اخیستلو له پاره، له هغه چا څخه چې دا شیان درکوي، یوازې یو ګام (60- 50 سانتۍ) لرې، نېغ، په «تیار سئ» وضعیت ودرېږئ یعنې د پښو پونډې سره نښتې، د پښو مخه د پښې د سور په اندازه سره لرې، زنګونونه سیخ، ټټر لږ مخې ته راوتلی، غاړه سیخه، لاسونه دواړوو خواوو ته ځوړند او ورغوي له ورنونو سره لګېدلي وي. خوله به مو پټه نیسئ.
- مډال که د ورزشي مډالونو په شان ریتاړه ولري او باید په غاړه کې واچول شي، سر مو لږ ټیټ کړئ چې د مډال د ورکوونکي لاسونو ته برابر شي. کله چې مطمین شوئ چې د مډال ورکوونکي خپل لاسونه لرې کړي دي، بېرته نېغ ودرېږئ او ښی لاس وغځوئ چې له هغه سره لاس ورکړئ.
- که مډال د ستنې په وسیله پر ټټر ټومبل کېږي، نېغ ودرېږي، مخ د (ښۍ خوا ګور) په وضعیت یعنې ښي طرف ته واړوئ، سترګې هم ښۍ او پورته خوا ته ونیسئ. دا ځکه چې د مډال ورکوونکی به درته ډېر نژدې وي او که مخامخ ورته وګورئ، ساه به مو د هغه پر مخ ولګېږي. کله چې مډال وټومبل شو، لاس ورکړئ.
- د ستاینلیک یا بل سند د اخیستلو لپاره نېغ ودرېږئ. سند په چپ لاس لږ پورته ونیسئ او په ښي لاس له مقابل لوري سره لاس ورکړئ.
دا هم لازمي ده چې غاښونه مو برس کړئ، سر او ځان پاک پرې مینځئ، مناسب عطر ولګوئ، پاکې او مناسبې جامې واغوندئ. البته د لاس ورکولو په وخت کې به موسکا نه هېروئ.
دا خبرې ممکن معمولي او بې اهمیته ښکاره شي خو که عملي یې کړئ، ښه به ښکاره شئ.