تاند(سې شنبه، د قوس ۱۳) د امریکا په متحدو ایالتونو کې ډاکترانو د لومړي ځل لپاره د یوه مړ انسان زړه بېرته ژوندۍ او بل انسان ته پیوند کړ.

د ډیلي مېل بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، د دوک پوهنتون ډاکترانو د یوه انسان، چې سا یې پرې کړې وه، درېدلی زړه بېرته په کار واچاوه او یوه بل انسان ته، چې زړه یې له کاره لوېدلی و، پیوند کړ.

ډاکتران وايي چې د مړ شوي انسان د زړه د دربېدو یا ژوندي کېدو لپاره یې د تود یا وارم پروفیوجن له سیستمه کار واخیست څو په مړه زړه کې د وینو جریان بیا پیل شي. تود پروفیوجن د وینو، اکسیجن او الیکترولیت په وسیله د بدن د غړیو د ژوندي کولو لپاره کارول کېږي.

دا زړه بل انسان ته پیوند شو او سم کار ورکوي.

په ۲۰۱۵ م کال په برتانیا کې هم دې ته ورته بریالۍ هڅه شوې وه خو د امریکا دوک پوهنتون وايي چې تجربه یې بیخي بریالۍ وه او له دې وروسته کېدای شي هغو انسانانو ته، چې زړونه یې له کاره وتلي، د مړو زړونه پیوند شي.

په امریکا کې هره ورځ ۲۰ تنه په دې خاطر مري چې د بدن غړی څوک ورته نه عطیه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *