ملا اختر محمد منصور

ممکن هغه چنجي به هم خاورې شوي وو، چې د ملا عمر هډونو او غوښې یې خوړلي و، خو لا هم د ملا عمر فرمانونه روان وو.

د ملا عمر په نوم دا فرمانواکي ملا اختر محمد منصور کوله، هغه د دې لپاره چې د خپلې نظریې خلاف یا داسې کسان له واک ګوښه کړي چې له ده سره په لار تللو کې به مشکل ولري او په ځای یې داسې کسان ګومارل چې ځان ته یې ژمن بلل، بالاخره چې ده ښه ډېر خپل مخالفان له مخې لرې کړل، نو د ملا عمر د مړینې خبر هم خپور شو.

وروسته یې ملا اختر محمد منصور وژونکی وبلل شو، ور سره طالبان دوه ډلې شول، په لومړیو کې هڅه وشوه چې د ملا رسول ډله ور یو ځای کړل شي، خو چې پاکستان پاتې راغی، نو د طالبانو په غونډه کې پر اختر محمد منصور ډزې وشوې، یا هلته ووژل شو یا وروسته له ټپونو ومړ.

رسنیو هم دا خبر خپور کړ، خو طالبانو رد کړ، اما د ملا اختر محمد منصور کومه ویډیو یا داسې وینا له هغه وخت راهیسې خپره شوې نه ده، چې د نوموړي ژوند زباد کړي.

د دوی مخالفې ډلې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې ملا اختر محمد منصور مړ دی، نور د پاکستان د ای اېس ای د غلامۍ ځنځیر په غاړه کې نه لري، بلکې په ګور کې یې هغه ریتاړې هم ور ورستې شوې چې زنه یې پر ور تړلې وه.

خو دا چې تراوسه د ده په نوم فرمان صادریږي، هماغه د ملا عمر تکراري ډرامه ده، هغه د دې لپاره چې د ده ځایناستی وګومارل شي او نوی مشر هم پر وسله والو طالبانو خپل حاکمیت زیات کړي، د نا خوښې کسان له صحنې لرې کړي او پر ځای یې د خوښې کسان راولي.

 په دې وروستیو کې د حقاني شبکې د مشر له خوا د ملا منصور مرستیال مولوي هیبت الله اخوندزاده له صحنې ویستل شوی او یو شمېر صلاحیتونه ترې اخستل شوي، یوازې د دیني چارو او له ملایانو سره دلیدو دنده ورسپارل شوې ده او ټول واک له سراج الدین حقاني په لاس کې نیولی دی.

د حقاني شبکې د مشر په هڅو د ملا عمر زوی هم د څوارلسو ولایتونو مرستیال ټاکل شوی، در حالیکه لومړی یې بې پرې پاتې کېدل غوښتل او دا په ډاګوي چې ملا اختر محمد منصور نشته، ځکه که وی، بیا به د عمر زوی ته واک نه ور سپارل کېده او ملا منصور دا کورنۍ په واک کې شریکولی، نو اول یې ولې دا کار نه کاوه.

په ورته مهال د ملا عبدالقیوم ذاکر په نوم د بلې ډلې جوړېدل هم په دې معنا دي، چې نور ملا منصور نشته او دی هم د بل چا سره د بیعت کولو پر ځای غوره بولي، چې نور اخوندان یې مشري ومني، ځکه دغه سړي له ملا منصور سره بیعت کړی و، خو اوس د بلې ډلې جوړول غواړي.

کله چې ملا عمر هم مړ شو، په هغه مهال منصور دادلله بله ډله جوړه کړه او اوس د ملا ذاکر د ډلې جوړول، د حقاني شبکې د مشر ګومارنې او شړنې، د ملا اختر محمد منصور د مخالفې ډلې( ملا رسول) دا نظریه زبادي، چې د ځمکې مخ له منصور پرته دی او ښا يي څه مهال وروسته د حقاني شبکې مشر د طالبانو د هغې ډلې مشر شي چې له ملا اختر محمد منصور ور پاتې ده.

One thought on “د مړ منصور فرمانواکي/ روښان افغان”
  1. دا ټولې دسیسې د افغانانو د وژنې لپاره دي الله (ج) موږ ته هدایت وکړي چې پوه شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *