تاند – د جنیفر لودال په نامه یوې امریکایۍ ښځې په خپل فیس بک د مک ډونلډ د داسې خوړو او ورسره د هغو د بېل عکسونه خپاره کړي چې هغې شپږ کاله پخوا اخیستي دي خو تر اوسه پورې نه دي خراب شوي.‌

د خوړو بېل ښیي چې د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۸مه اخیستل شوي دي.‌

جنیفر په خپل فیس بک په دې هکله په یوه پست کې چې د فبروري له ۳مې راهیسې په یوه اونۍ کې له ۳۲۳ زره ځلې څخه ډېر شریک شوی دی وایي چې، «۶ کاله کیږي چې ما له مک ډونلډ څخه دغه خواړه اخیستي دي.‌ خواړه دا دومره وخت زمونږ په دفتر کې ایښي ول چې تر اوسه پورې نه خراب شوي دي نه یې پوپنکه کړې او نه تجزیه شوي دي.‌ دا خواړه د کارتن د کاغذ په څېربوی کوي. مونږ دا تجربه د دې له پاره وکړه چې خپلو ناروغانو او په ځانګړې توګه خپلو لویېدونکیو ماشومانو ته وښیو چې دا خواړه څومره غیرصحي دي. په دغو خوړو کې ډېر زیات کېمیاوي مواد دي. صحیح خواړه انتخاب کړئ؛ مڼې، کېلې، ګازرې، حبوبات…. چټک خواړه اصلا هغه دي.»

د مک ډونلډ د خوړو د نه خرابېدا په هکله پخوا هم خبرونه خپاره شوي دي او دا یې یاده کړې ده چې پراخ کېمیاوي مواد لري چې د خوړو د ساتلو یا د خرابېدا د مخنیوي له پاره په کې اضافه شوي دي او د روغتیا له پاره ښه نه دي.‌

02

له امریکا څخه خپرېدونکی بزنس انسایډر خبري وېب سایټ چې د مک ډونلډ د خوړو په هکله یې د جنیفر لودال پست هم خپور کړی دی د مک ډونلډ رسټورانټونو د شرکت د یوه چارواکي له خولې لیکي چې،‌ په صحیح چاپېریال کې، زمونږ برګرونه، چپس او نور خواړه کېدای شي تجزیه شي. دا چې ولې زمونږ خواړه نه دي تجزیه شوي دا د ساینس یوه ساده خبره ده چې ښیي چې، د دې له پاره چې تجزیه واقع شي، تاسو ځانګړیو شرایطو – په ځانګړې توګه لمدبل ته ضرورت لرئ.‌ په خوړو یا په چاپېریال کې یې له کافي اندازه لمدبل څخه پرته ښایي باکټریا او پوپنک وده ونه کړي او له دې امله تجزیه شونې نه ده. نو که خواړه په کافي اندازه وچ کړای شي، دا احتمال نه لري چې پوپنک یا باکټریا دې په کې وده وکړي یا دا چې تجزیه دې شي.

نوموړی وایي چې،‌ هغه خواړه چې په کور کې تیارېږي هم که اوبه ترې واېستل شي کېدای شي چې همداسې نتایج ورکړي. وګورئ هغه برګر چې تاسو یې وینئ وچ کړای شوي او اوبه ترې اېستل شوي دي،‌ او په هېڅ صورت هغسې نه ښکاري لکه په کومه ورځ چې اخیستل شوي ول.

مک ډونلډ په نړۍ کې د همبرګر د چټکو خوړو یا فاسټ فوډ رسټورانټونو یوه سلسله ده چې د ورځې خواوشا ۶۸ میلیونه مشتریان ترې په ۱۱۹ هېوادونو کې له ۳۶ زره څخه ډېرو رسټورانټونو کې خواړه خوري. مک ډونلډ رسټورانټ سلسله په ۱۹۴۰ کال کې په متحده ایالاتو کې د باربیک رسټورانټ په بڼه کار پیل کړ چې ریچارډ  او ماوریس مک ډونلډ چلاوه.

په ۱۹۴۸ کال هغوی خپل کار د یوه همبرګر رسټورانټ‌ په بڼه واړاوه او د تولید په اصولو یې برابر کړ.‌ په ۱۹۵۵ کال ری کروک د دغه شرکت د استازي په توګه کار پیل کړ چې وروسته یې دغه سلسله له مک ډونلډ ورونو څخه وپېرودله او په نړیواله سطه یې پراخه کړه.‌

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *