د ميدان وردګو ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست او د ولايت مقام رهبري پلاوى او د دې ولايت فرهنګي ټولنې ټولو دوستانوته په ځانګړې توګه د شعر او ادب مينه والو ته په درنښت بلنه ورکوي، چې زموږ سره په دې پرتمين جشن کې ګډون وکړي.
هيله مو ده چې قدرمن شاعران د سولې پرمختګ ، هېواد پالنې او مڼې ګل د ارزښت په اړه شعرونه ووايي او د ګډوډۍ رامنځته کولو پر ځاى د ملي يوالي ټينګښت ته پاملرنه وکړي.
پته: ميدانښار د غازي کريم خان د غونډو تالار
نېټه: د غبرګولي اتمه د سهار اته بجې د پنجشنبې ورځ
د ډېرو معلوماتو لپاره په دې شمېرو اړيکه ونيسئ:
اورنګ مختار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس: ٠٧٧٥٨٧٢٩٥٠
عطا والله خوږياڼى د ولايت مقام وياند: ٠٧٩٤١٤١٢٠٠