ارګ، کابل: د افغانستان جنایتکاره دښمنانو په میدانښار کې د ملي امنیت پر منسوبینو د ترهګریز برید په پایله کې د هېواد هغه صادق بچیان چې د هېواد د دفاع او هېوادوالو د ساتنې لپاره هر ډول مبارزې او سرښندنې ته چمتو دي، شهیدان او ټپیان کړل.

تروریستي ډلې او د دوی بهرني ملاتړي د دغه ډول تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره زموږ د اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو عالي مورال نشي کمزوری کولی. دوی د تروریستي ډلو د ځپلو جدي اراده لري.

د هېوادجمهوررئیس اړوند مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دغې پېښې د څرنګوالي د هراړخیزې څېړنې ترڅنګ، ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

محمداشرف غني د دغې پېښې د غندنې ترڅنګ د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د ښې روغتیا هیله کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *