تاند- د میدان وردک چارواکي وايي چې په میدانښار کې پر محکمې د وسله والو انتحاریانو برید د څلورو بریدګرو په له منځه تلو پای ته ورسېد.صشقیش
نن شاوخوا لس نیمې بجې وسله والو انتحاریانو په میدانښار کې د محکمې پر ودانۍ برید وکړ.
د وردک د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي تاند ته وویل چې لومړی یوه انتحاري له ځان سره موجود چاودېدونکي مواد والوزول، درو نورو له امنیتي ځواکونو سره ډزې تبادله کړې او بالاخره د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.
د خوږباڼي په وینا په دې برید کې د څلورو انتحاریانو د له منځه تګ ترڅنګ دوه ملي پولیس وژل شوي دي.
ده وویل چې دوه پولیس په لومړنۍ انتحاري حمله کې ووژل شول.
د میدان وردک د والي ویاند تاکید کوي چې په دې برید کې ملکي وګړو او د محکمې کارکوونکو او چارواکو ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.
تېره شپه وسله والو انتحارایانو په کندهار ښار کې د دارالمعلمین د لیليې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه لا هم پر پولیسو ډزې کوي.
د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک وايي، په دې نښته کې تر دې مهاله ۵ پولیس ټپیان شوي دي.
د صمیم په وینا محصلانوته زیان نه دی رسیدلی او افغان سرتیرو د پيښې پر مهال محصلان له لیليې څخه وایستل.
له بلې خوا د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وايي چې ګڼ شمېر پولیس ټپیان شوي دي.