تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د میدانښار ښارواله ظریفه غفاري نن (یکشنبه) په پلازمېنه کابل کې له یوې وسله والې حملې روغه ووته.
راپورونه وايي چې اغلې غفاري د کابل خوشحال خان مېنې ته څېرمه په سپین کلي سیمه کې په خپل موټر کې روانه وه چې نامعلومو موټرسایکل سپرو پرې ډزې وکړې.
په دې پېښه کې د اغلې غفاري موټر اور واخیست خو دې او ورسره سپرو کسانو ته زیان پېښ نه شو.
تراوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
په وروستیو کې چې وسله والو طالبانو د تشدد د کمولو په لړ کې په ښارونو کې لویې حملې درولي، هدفي وژنې ډېرې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان مارچ په لومړیو کې مېرمن غفاري او یوولس نورو ښځو ته د زړورتیا جایزه ورکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۲۰۰۷ څخه هرکال د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو هغو ښځو ته جایزې ورکوي چې په سختو شرایطو کې یې خپلو خلکو ته څه کړي وي.
د میدانښار د ښاروالې په توګه د اغلې غفاري له ګومارل کېدو سره د دغه ولایت چارواکو او یو شمېر زورو کسانو سخت مخالفت وکړ.